کابل (پژواک، ٣ غويي ١٤٠٠) : د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېره ١٤٥ ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.
کرونا ويروس چې يوکال او څلور مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې درېيمه څپه روانه ده.
د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن (د غويي درېيمه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ١٤٥ ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.
نړيوالو سرچينو زياته کړې چې تراوسه څه باندې ١٢٠ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي، څه باندې درې ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي.
د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې څه باندې پنځه سوه زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا اووه زره کسان يې له امله مړه کېږي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې ٣٢ ميليونه او ٦٦٩ زره، په هندوستان کې ١٦ميليونه، ٢٦٣ زره او په برازيل کې ١٤ ميليونه او ١٧٢ زره کسان پر کرونا اخته شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په امريکا کې ٥٨٤ زره، په هندوستان کې ١٨٦ زره او په برازيل کې ٣٨٣ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تر اوسه ٥٨٥٤٢ کسان پر کرونا اخته شوي، ٢٥٦٥ کسان مړه او څه باندې ٥٢ زره کسان بېرته ترې روغ شوي دي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن