ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ٢٤ پرمهال افغانستان کې د کرونا ١٨٨ مثبتې پېښې ثبت شوي

د تېرو ٢٤ پرمهال افغانستان کې د کرونا ١٨٨ مثبتې پېښې ثبت شوي

author avatar
23 Apr 2021 - 14:52
د تېرو ٢٤ پرمهال افغانستان کې د کرونا ١٨٨ مثبتې پېښې ثبت شوي
author avatar
23 Apr 2021 - 14:52

کابل (پژواک، ٣ غويي ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٨٨ مثبتې پېښـې ثبت شوي او ٧ تنه يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د غويي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٥٢٥ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٨٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥٨٧٣٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه پېښو کې ٥٥ کسان په ننګرهار، ٢٥-٢٥ په کابل او کندهار، ٢٣ په لغمان، ١٣-١٣ په پکتيا او غزني، ١٢ په لوګر، ٥ په بدخشان، ٤ په وردګ، ٣-٣ په پکتيکا او بلخ، ٢-٢ په کندوز او زابل او ١-١ په فارياب، پروان او خوست ولايتونو کې په  کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۲٣٦٣ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢٥٧٢ ته ورسېد.

د يادونې وړ ده چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٤٥ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٢٠ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې درې ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.