ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د ماین چاودنې ۴ ملکي وګړي ووژل او ۳ تنه یې ټپیان کړل

په کندهار کې د ماین چاودنې ۴ ملکي وګړي ووژل او ۳ تنه یې ټپیان کړل

author avatar
23 Apr 2021 - 19:23
په کندهار کې د ماین چاودنې ۴ ملکي وګړي ووژل او ۳ تنه یې ټپیان کړل
author avatar
23 Apr 2021 - 19:23

کندهار (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۰): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۴ ملکي وګړي وژلي او ۳ نور یې ټپيان کړي دي.

پېښه نن مازیګر  د دې ولسوالۍ د ژوندو هدیرې په سیمه کې شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملکي وګړو پر زرنج موټرسایکل د وسله والو طالبانو له خوا ښخ شوي ماین چاودنه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د چاودنې له امله ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

د ده په خبره، د پېښې ټپیان د پولیسو په مرسته روغتون ته رسول شوي دي.

بارکزی وايي، وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په لارو، کوڅو او باغونو کې په زرګونو ماینونه ځای پر ځای کړي چې امنیتي ځواکونه هره ورځ په سلګونو ماینونه کشف او له منځه وړي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې ارغنداب ولسوالي د وسله والو له شتونه پاکه شوې خو د هغوی له خوا ځای پر ځای شوي ماینونه د خلکو ژوند ګواښي او په وروستیو ورځو کې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د امنیتي ځواکونو له اعلانونو سربېره چې له خلکو غواړي څو تر هغه خپلو کورونو او کلو ته ستانه نه شي چې سیمې له ماینونو پاکې شوي نه وي، خو بیا هم ګڼې کورنۍ ستنې شوي او یا د ستنېدو په حال کې دي چې د ځینو کورنیو غړي د ماینونو ښکار شوي دي.

خلک وايي، پوره پنځه میاشتې د جګړو له امله له خپلو کورونو او کلو لیرې وو، که ژر ستانه نه شي نو باغونه به یې وچ شي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.