Language

“ميدان وردګو کې لس ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي”

کابل (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۰): د ميدان وردګو د ولايتي شورا یو غړی وايي چې د دغه ولايت په دوو پېښو کې لس ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د ولايتي شورا غړي شريف الله هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن تر غرمې وړاندې يوولس بجې د جلرېز ولسوالۍ په زرولنګ سيمه کې د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ شپږ تنه غړي وژل شوي دي.

د ده په وينا، دغه بريد د قوماندان انار چې يو ملکي کس و، پر کور شوی دی.

هغه د ملکي وګړو په نښه کول او جلرېز ولسوالۍ کې روان عمليات ولسي وژنه وبلله او د ملي امنیت شورا مشر ته يې په خطاب کې وويل: «محب صاحب! عليپور دې پرځای پرېښود، ملکي قتل عام دې پيل کړ، ملي دفاع وزارت د جلرېز د عملياتو غلط ګزارش درکوي؛ د خدای په لحاظ همدا شېبه جلرېز کې قيامت دی.»

دی زياتوي، دا مهال په ياده شوې ولسوالۍ کې د امارت او جمهوريت زور ازمايي روانه ده، خو ټول زيان يې ملکي وګړو ته اوړي.

دغه راز دی وايي، تېر ماښام د روژه ماتي پر مهال د سید آباد ولسوالۍ د اوتړیو په سیمه کې د حاجي شیرآغا پر کور د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې د ده په ګډون د کورنۍ څلور غړي وژل شوي، دوه زامن او یوه لور یې ټپيان دي.

د وردګو د قومي شورا غړی حبیب الرحمان ابراهیمي وايي چې دغه مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو د ځواکونو له خوا د (SPG – 9) په نوم مرمۍ ویشتل شوې ده.

د ملي دفاع وزارت د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر د سيداباد د بريد په اړه څه نه دي ويلي، خو د جلرېز ولسوالۍ په اړه يې ويلي چې تېره ورځ کومانډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د میدان وردګو ولایت په جلرېز کې د وسله والو طالبانو پر غونډه بریدونه تر سره کړي دي.

سرچينه زياتوي، د دې بريد په پایله کې ۲۸ طالبان ووژل شوي، وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

مخکني ولسمشر کرزي يادې شوې دواړه پېښې په کلکو ټکو غندلې دي.

د ده له دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزی یو ځل بیا په جګړه کې پر افغاني ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې مذاکرات و نه ځنډوي، د خبرو لپاره له لاس ته راغلي فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي او په هېواد کې د تپل شوې جګړې د ختمېدو او د سولې د پروسې د کامیابي لپاره صادقانه هڅې وکړي.