ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هند کې ۳۰ افغانان له کرونا مړه شوي دي

په هند کې ۳۰ افغانان له کرونا مړه شوي دي

author avatar
26 Apr 2021 - 22:08
په هند کې ۳۰ افغانان له کرونا مړه شوي دي
author avatar
26 Apr 2021 - 22:08

کابل (پژواک، ٦ غويى ١٤٠٠): په هندوستان کې د افغانستان سفير وايي چې هلته کرونايي وضعيت سخت خراب دى او تر اوسه ۳۰ تنه افغانان له دې ویروس څخه مړه شوي دي.

په نوي ډيلي کې د افغانستان لوى سفير فريد ماموندزي د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددوی د قونسلګریو د معلوماتو له مخې په مړو شویو افغانانو کې د یو محصل په ګډون ۱۵ افغان کډوال او ۱۵ نور اهل هنود او سیک افغانان شامل دي.

هغه زیاته کړه، چې ډیری افغانان په نوي ډیلي کې له کرونا مړه شوي دي.

ماموندزي وویل چې تراوسه پر کرونا اخته افغانانو شمیرې په اړه معلومات نه لري.

افغان سفیر وویل چې په هند کې کرونایي وضعیت ډیر خراب دی او يواځې په تېرو پنځو ورځو کې په هندوستان کې شاوخوا يونيم ميليون کسان پر کرونا اخته او تر ١٢زره زيات کسان مړه شوي دي.

هغه زياته کړه چې هلته اکثره ښارونه تړل شوي، په روغتونونو کې بېړنى حالت اعلان شوى او په ډېرو روغتونونو کې اکسېجن هم په خلاصيدو دى.

ده وویل چې دوی په سفارت او قونسلګریو کې ۲۴ ساعته فعالیت پیل کړی، څو له افغانانو سره مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په هندوستان کې د زرګونو محصلینو ترڅنګ لسګونه زره افغانان ژوند کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.