ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۴۲ بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړل

د ۴۲ بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړل

author avatar
27 Apr 2021 - 17:59
د ۴۲ بندونو د جوړولو تړونونه لاسلیک کړل
author avatar
27 Apr 2021 - 17:59

کابل (پژواک، ۷ غویی۱۴۰۰): د اوبو چارو د تنظیم اداره وايي، په ۲۱ ولایتونو کې د ۴۲ بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک شو او د اوبو لګولو کانالونو دوه لویې پروژې یې ګټه اخیستنې ته وړاندې کړې.

یادې ادارې په خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې “د ۱۰۰ ورځو او ۱۰۰ زېرو برنامه” کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رییس انجنیر خان محمد تکل له خوا په ۲۱ ولایتونو کې د ۴۲ بندونو د جوړولو قرارداد لاسلیک شو.

د سرچينې په حواله، په دغه برنامه کې د اوبو لګولو د دوو لویو کانالونو او سربندونو پروژو (ارچي او شهروان کانالونو) چې په کندوز او تخار ولایتونو کې موقعیت لري، هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

سرچيڼه زياتوي، یاد ۴۲ بندونه د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت په اساس د اوبو مدیریت، د موسمي سیلابونو کنټرول، د برېښنا تولید او خلکو ته د کار پيدا کولو لپاره د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې جوړیږي.

سرچینې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي مشر خان محمد تکل له قوله لیکلي: “د اقليم تغیير او پرله پسې وچکالي په نړيواله کچه په يوه لويه اقتصادي او اجتماعي ننګونه بدل شوي دي؛ اړینه ده چې زموږ اوبه په اساسي توګه مدیریت شي.”

ده زیاته کړې: ” اوبه زموږ ابرو ده او موږ یې مدیریت ته ژمن يو”.

دی وايي، د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره په روان کال کې د لویو پروژو په تطبیق په ځانګړي ډول د شاه توت للندر بند، د کابل پنجشیر پايپ لاین، د سپين غر او تور غر پروژو، د پروان ولایت سیلبرونو، د دهله بند، د بخش اباد بند او په سلګونو نورو لویو متوسطو او کوچنیو پروژو کار کوي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو ۴۲ بندونو په جوړولو سره ټول ټال يو میلیارد او ۲۰۳ میلیونه متر مکعب اوبه ذخیره کېږي، د ۳۰۳ زرو هکټارو په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه خړوبیږي او د ۶۵ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري.

دغه راز سرچینه کاږي، د شهروان او ارچي د اوبو لګولو کانالونو په بشپړېدو سره به د ۸۰ زرو هکټارو په شاوخوا کې کرنیزه ځمکه خړوبیږي او ۳۰۰ زره کسان به ترې ګټه پورته کوي.

Views: 73

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.