کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ افغانستان کې د سولې لپاره په ملي او نړیواله کچه هڅې روانې وې او په دغه اوونۍ کې که څه هم چې جګړې زورورې وې، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله په تېرو څلورو اوونیو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رالوېدلې ده.
د تېرې اوونۍ مهمې پېښې
- امریکایي چارواکي: که طالبان سوله ونه کړي، له جمهوریت غوښتونکو افغانانو سره درېږو.
- ناټو، امريکا، اروپايي ټولنه او بريتانيا: افغانستان کې په زور د هر ډول حکومت له جوړولو سره مخالف یو.
- ترویکا هېوادونه: پر طالبانو د ملګرو ملتونو له خوا د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدو په اړه دې بیا کتنه وشي.
- طالبان: په تورو نوملړونو کې مو د مشرانو د نومونو شتون د سولې لپاره ستر خنډ دی.
- طالبان: افغانستان کې «قوي اسلامي نظام» ته اړتیا ده.
- احمد مسعود: که طالبان د سولې له خبرو سرغړونه وکړي «مجاهدین» پوځي اقدام ته چمتو دي.
- وړمه اوونۍ ۲۳۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تېره اوونۍ دغه کچه ۶۳ ته لوېدلې ده.
بریدونه او د ملکي وګړو مرګ ژوبله:
تېره اوونۍ د هېواد په لسو ولایتونو (فراه، خوست، لوګر، پکتیکا، کابل، فاریاب، کندوز، ننګرهار، کندهار او پکتیا) کې د ۱۴ بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي. د دغو مرګ ژوبلې مسوولیت هېڅ لوري نه دی منلی.
var divElement . . .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP