Language

په کلات ښار کې چاودنې ۱۵ تنه ټپیان کړل

کلات (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۰) : د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د کوچني اختر په شپه د یوې چاودنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وایي چې چاودنه  نن د غویي په ۲۲مه، تر ماښام وروسته د کلات ښار مرکزي جامع جومات سره د ملي اردو پر یوه رنجر موټر شوې ده.

دوی وایي چې په دې چاودنه کې درې سرتیري او ۱۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

بلخوا د زابل امنیه قوماندان محمد ویس صمیمي د چاودنې د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل چې په چاودنه کې د دوو سرتیرو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

Related Topics