کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۰) : د کابل ښار د قلعه فتح الله په سیمه کې د کورنۍ شخړې له امله اوه تنه وژل شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د غویي په ۲۴مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه وړمه ورځ د کابل ښار د لسمې حوزې اړونده د قلعه فتح الله په سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د غویی په ۲۲مه، په یاده سیمه کمې دددوو کورنیو ترمنځ د کورنۍ شخړې له امله چې په یوه حویلۍ کې اوسیدل نښته شوې ده.
فرامرز وایي چې په نښته کې د یوې ښځې په ګډون اوه تنه وژل شوي او یو بل تن ټپی شوی دی.
ده زیاته کړه چې پولیسو د پيښې په تړاو یو تن نیول شوی او دوه نور تورن کسان تښتیدلي او پولیس یې د نیولو هڅه کوي.
Views: 2248
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن