کابل/ محمودراقي (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): په کابل کې امنیتي مسوولین وایي چې وسله والو غلو د کابل ښار په شپاړسمه ناحیه کې یو ځوان وژلی، دغه راز دوه طالبان او دوه امنیتي منسوبین په کاپيسا کې په یوه وسله واله نښته کې وژل شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یاد ځوان وژل کېدو پېښه تایید کړه، ویې ویل چې دغه پېښه تېره شپه د لومړي مکروریان په ساحه کې رامنځته شوې ده.
فردوس وویل چې وژل شوی کس مسعود نومېږي او د غلو له خوا په یوه جنايي پېښه کې وژل شوی دی.
ده زیاته کړه چې تر اوسه د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي.
د دغه ځوان کورنۍ هم دغه پېښه تاییدوي خو په اړه یې نور جزئیات ور نه کړل.
په دې وروستیو کې په کابل ښار کې جرمي پېښې، په ځانګړي ډول غلا او قتلونه ډېر شوي او د ښاریانو اندېښنې یې ډېرې کړې دي.
د یو بل خبر له مخې، په کاپیسا کې هم د یوې نښتې په پایله کې د څلورو کسانو وژل کېدو او یوولسو نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د کاپيسا امنیتي مسوولینو ویلي چې دغه تلفات د یاد ولایت په تګاب ولسوالۍ کې پرڅو امنیتي پوستو د طالبانو د برید په پایله کې اوښتي دي.
د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش وويل چې دوه پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
شورش زیاته کړه چې په دې نښتو کې دوه طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د شورش په خبره چې طالبان په دې نښتو شاتګ ته اړ شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن