چاریکار/ محمود راقي (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د کابل قره باغ ولسوالۍ کې د کورنۍ دښمنۍ له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي، بلخوا کاپیسا کې اته کسان د جرمي فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
د کابل د قره باغ ولسوال خواجه محمد حنیف صدیقي وویل، دغه دوه نارینه د یادې ولسوالۍ په «لوګري» کلي کې د یوه وسله وال کس له خوا په خپل کور کې د کلاشینکوف په ډزو وژل شوي دي.
هغه له جزئیاتو ورکولو پرته وویل، د پېښې عامل د شپې له تیارې په استفاده له سیمې تښتېدلی دی، خو پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.
د یو بل خبر له مخې، د کاپیسا پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په مرکز کې اووه کسان د جرمي فعالیتونو په تور نیولي دي.
د کاپیسا ولایت د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر سید خالد حقپرست وویل، دغه کسان د امنیتي ځواکونو په څو جلا عملیاتو کې د وژنو، نشه يي موادو د پلور، غلا او لاره نیولو په تور د یاد ولایت په مرکزي سیمو کې نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP