ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوځي اډې او افغان سوله، امريکا له پاکستان سره په لوړه کچه اړيکې ټینګې کړې دي

پوځي اډې او افغان سوله، امريکا له پاکستان سره په لوړه کچه اړيکې ټینګې کړې دي

author avatar
25 May 2021 - 17:42
پوځي اډې او افغان سوله، امريکا له پاکستان سره په لوړه کچه اړيکې ټینګې کړې دي
author avatar
25 May 2021 - 17:42

کابل (پژواک، ٤ غبرګولی ١٤٠٠) : په داسې حال کې چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ پيل شوې او واشنګټن غواړي د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي، په لوړه کچه د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې هم ټينګې شوې دي.

که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دغه اوازې ردوي، خو له تېرو څو ورځو راهيسې نړيوالو رسنيو خبر ورکړى چې امريکا به له افغانستان څخه تر وتلو وروسته د پاکستان له ځمکې او فضا څخه د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ګټه واخلي.

په دې تړاو پرون د امريکا دفاع وزير لويډ اسټين د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.

اسټين په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې له جنرال باجوه سره يې د دواړو هېوادونو د اړيکو او سيمې د امنيت او ثبات په اړه سلا مشورې وکړې.

د يو بل خبر له مخې، د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ډاکتر معيد يوسف د امريکا د ملي امنيت له سلا کار سره ليدلي او پر بېلا بېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.

بلخوا د پاکستان رسنيو خبر ورکړى چې لومړی وزير عمران خان او د پوځ مشر جنرال باجوه پرون د استخباراتي ادارې (اى اېس اى) مرکزي دفتر ته تللي او د سيمې او افغانستان د وروستيو حالاتو په اړه یې سره خبرې کړې دي.

سرچينو زياته کړې چې په دغې ناسته کې د پاکستان د کابينې يو شمېر وزيرانو او لوړپوړو پوځي مشرانو هم برخه اخيستې وه.

د پاکستان د لومړي وزير دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د عمران خان په مشرۍ د ملکي او نظامي مسوولینو ترمنځ په دغې ناسته کې د پاکستان د امنيتي ستونزو، د سيمې او افغانستان د وروستيو حالاتو او سولې پروسې په اړه خبرې شوې دي.

بلخوا د پاکستان ملي راډيو تلوېزيون خبر ورکړى چې نن د پوځ د مشر جنرال قمر باجوه په مشرۍ د قول اردو د قوماندانانو او لوړپوړو پوځي مشرانو په غونډه کې د سيمې د حالاتو په اړه په تفصيل سره بحثونه شوي دي.

که څه هم په دغو اړيکو او ناستو کې په څرګند ډول امريکا ته د پوځي اډو په اړه څه نه دي ويل شوي، خو شنونکي په دې باور دي چې د دغو اړيکو او ناستو مهمه موضوع امريکا ته د ځمکني او فضايي اسانتياوو ورکول او افغان سوله کې پاکستان همکارۍ ته هڅول وو.

افغان ژورنالېست سميع يوسفزى چې روان حالات له نږدې څاري وايي، پاکستان ته يې ګټې مهمې دي او هغوى خپلو ګټو ته په کتو پرېکړې کوي.

هغه پژواک ته وويل، چې پر افغانستان د امريکا د يرغل پر مهال د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال مشرف د (سب سے پهلے پاکستان) يعنې پاکستان تر ټولو لومړى شعار ورکړ، امريکا ته يې پوځي اډې او لاره ورکړه.

يوسفزى وايي، اوس امريکا غواړي چې له افغانستان څخه د وتلو او سولې پروسه کې پاکستان ته مهم رول ورکړي او ورته وايي چې يا له افغان حکومت سره همکاري وکړي او يا طالبان سمې لارې ته راولي.

ده زياته کړه : (( پاکستان اوس غواړي چې له امريکا او افغان حکومت سره خپلې اړيکې پياوړې او پر دواړو خپل شرايط ومني.))

په اسلام اباد کې مېشت ژورنالېست طاهر خان چې د افغانستان حالات هم له نږدې څاري وايي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پوځي اډو په اړه راپور رد کړى دى.

خو د هغه په وينا، د امريکا دفاع وزارت کانګرېس ته په ډاګه ويلي چې پاکستان ورته له ځمکې او فضا څخه د ګټې اخیستنې اجازه ورکړې ده.

طاهر خان پژواک ته وويل، دا چې د امريکا مهم چارواکي داسې خبره کړې، نو حتماً د دوى ترمنځ به څه ناڅه خبره وي.

دى وايي، پاکستان غواړي چې په دغو حساسو حالاتو کې د افغانستان د قضيې په تړاو له امريکا سره اړيکې پياوړې کړي.

هغه زياتوي، امريکا او نور هېوادونه له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د پاکستان مرستو ته اړتيا لري او پاکستان له دې څخه ګټه اخلي.

طاهر خان وايي : (( که چېرې پاکستان دغه کار وکړي، نو دا به د دوى د تګلارې خلاف کار وي، ځکه دوى تل وايي چې د نورو په جګړو کې ځان نه دخيلوي. ))

Visits: 751

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.