پلخمری (پژواک، ٥ غبرګولی ١٤٠٠): ملي دفاع وزارت وايي چې کومانډویانو بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه زندانه ۶۲ کسان ازاد کړي دي.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کومانډو قطعې (k.k.A)منسوبینو تېره شپه د بغلام ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په نوروزک کلي کې د طالبانو پر زندان عملیات کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په خوشي شوو کسانو کې ۳۶ نظامي کسان او ۲۶ ملکي وګړي شامل دي.
ملي دفاع وزارت ویلي چې د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې نښته کې د طالبانو د زندان څلور ساتونکي وژل شوي، ډېره اندازه مهمات، چاودېدونکي توکي او د طالبانو زندان له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم کومانډو ځواکونو اته کسان په دغه ولایت کې د طالبانو له زندانه خوشي کړي وو.
دغه راز کومانډو ځواکونو تېره ورځ هرات ولایت کې د طالبانو له زندانه ۴۱ کسان خوشي کړي وو.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP