Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وکیلان: مفسدین د ګمرکونو په فساد کې د ښکېلو چارواکو د نوملړ خپرېدو مخنیوی کوي

کابل (پژواک،۵ غبرګولی۱۴۰۰): ځینې وکیلان د ګمرکونو د عواید راټولولو په فساد کې د ښکېلو چارواکو د نوملړ وړاندې کولو لپاره د ماليې د سرپرست وزیر نه حاضرېدل، په فساد کې له ښکېلو کسانو سره د هغه همغږي بولي او یو شمېر وکیلان هم نه غواړي چې دغه نوملړ رسنیز شي.

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پایند، د غویي په ۲۹مه د ولسي جرګې په ناسته کې وویل چې په ګمرکونو کې په ورځني ډول تر ۸ میلیونو امریکایي ډلر اختلاس کېږي او د دولت ځینو چارواکو، له خپل نفوذه په ګټه اخیستنه په ګمرکونو کې خپل کسان ګومارلي دي، چې نوملړ یې ورسره دی او حاضر دی چې له وکیلانو سره یې شریک کړي.

د پاینده له دغو څرګندونو وروسته، د ولسي جرګې ځینو غړو د دغو چارواکو د نوملړ وړاندې کولو غوښتنه وکړه او په پای کې وپتیل شوه چې د مالیې وزرات سرپرست به د غبرګولي په ۳مه د دغو چارواکو نوملړ له جرګې سره شریکوي؛ خو پاینده د هغه ورځې ناستې ته حاضر نه شو.

نن هم د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې په دې اړه خبرې وشوې. 

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي نسیم مدبر وویل: «د مالیې وزارت سرپرست له خپلې ژمنې تېر شو، د هغه تېښته له مفسدینو سره همغږي ښیي، هغه مجرم دی او که نوملړ نه افشا کوي، پر دې سربېره چې څارنوالۍ ته به ور وپېژندل شي، بلکې لاسلیک به یې هم د دغې جرګې له خوا بې اعتباره وبلل شي.»

په دغه جرګه کې د پکتیا د خلکو استازي خالد اسد هم ورته نظر درلود او زیاته یې کړه چې په ګمرکونو کې له هغه ډېر عواید حیف او میل کېږي کوم چې د مالیې وزارت سرپرست ښودلي دي.

هغه هم د دغې موضوع د جدي څارنې غوښتنه وکړه او ویې ویل: «د مالیې وزارت سرپرست باید پورې کړي تورونه ثابت کړي؛ که نه له هغه پرته به جدي چلند ورسره وشي. که نوملړ وړاندې کړي د خلکو استازي به یې ترڅنګ ودریږي.»

د یادې جرګې یوشمېر نورو غړو هم پر وکیلانو او ځینو چارواکو د مالیې وزارت د سرپرست د تورونو د جدي تعقیب ټینګار وکړ.

د بامیان د خلکو استازي فکور بهشتي، له جزییاتو پرته وویل چې ځینو وکیلانو د مالیې وزارت پر سرپرست فشار راوړی چې د جرګې عمومي ناستې ته حاضر نه شي او په فساد کې د ښکېلو چارواکو نومونه رسنیز نه کړي.

د هغه په وینا، هغه چارواکي چې د ګمرکونو په فساد کې ښکېل دي، هڅه کوي چې د دغه نوملړ د رسنیز کېدو مخه ونیسي.

نوموړي هم په ګمرکونو کې فساد تر هغه ډېر وښود چې د مالیې وزارت د سرپرست له خوا اعلان شوی او ټینګار یې وکړ چې دغه موضوع باید جدي تعقیب شي.

د ولسي جرګې لومړي نایب احمد جاوېد جیحون چې نن یې د جرګې ریاست مسوولیت درلود، د عوایدو په راټولو کې یې د فساد شتون د اندېښنې وړ وباله او د یادې جرکې اقتصادي کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې دغه موضوع په جدي ډول وڅېړي او راپور یې له جرګې سره شریک کړي څو په اړه یې پرېکړه وشي.

پژواک د مالیې وزارت له ویاند سره څو ځله اړیکه ټینګه کړه؛ خو د دغه وزارت په نظر اخیستلو بریالی نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات او د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیاء سراج هم د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې په ګمرکونو کې د فساد په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې ګمرکونو کې د اختلاس مخنیوي لپاره جدي او ګډې هڅې پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.