لښکرګاه (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۰): د هلمند ولایتي شورا مشر وايي چې د دغه ولایت د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې د افغان ځواکونو پر قرارګاه موټربم برید شوی دی.
د ولايتي شورا مشر عطاءالله افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د ملي اردو ځواکونو پر يوې قرارګاه شوی دی.
ده زياته کړه چې په بريد کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی خو بلخوا ۸ طالبان هم وژل شوي دي.
په سيمه کې يوه بله سرچينه وايي چې دغه بريد د مازدا موټر په وسیله شوی چې لس سرتېري په کې وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
حکومتي مسوولینو او طالبانو په دې اړه لا تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 99
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن