Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د دوربابا اوسېدونکو په خپلو سيمو کې وسله والو ته د ځای نه ورکولو تړه کړې

جلال اباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ چې د دغه ولايت يوه امن ولسوالۍ ده، اوسېدونکو يې تازه قومي تړه کړې چې خپلو سيمو کې به وسله والو ته ځای نه ورکوي او که هر چا دا کار وکړ، د قوم له مخالفت سره به مخامخ شي.

ځايي قومي مشران وايي، له اوږدو کلونو يې خپل امنيت په خپله ساتلی، خو د حکومت نه همکارۍ او کمې پاملرنې د دغې ولسوالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

ولایتي چارواکي هم د امنیت په برخه کې د ولس ملاتړ مهم ګڼي او وایي، ولس ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره کار کوي.

درو بابا له ډيورنډ فرضي کرښې سره نږدې د ننګرهار لرې پرته ولسوالۍ ده، چې خلکو یې د امنیت ساتنې لپاره قومي تړه کړې ده.

ځايي قومي مشران وایي، د خپلو سیمو د امنیت په ساتنه کې له ځایي حکومتي ادارې سره همکار دي او وایي، هغه خلک چې د دې ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکړي، یو ميلیون افغانۍ نغدي جریمه ترې اخیستل کېږي او کور به یې سوځول کېږي.

قومي مشر همېشه ګل مسلم وايي، دوی دا تړه ځکه وکړه چې د خپلې ولسوالۍ تلپاتې امن وساتي او د وسله والو فعاليتونو ته په کې اجازه ورنه کړل شي.

يو بل قومي مشر حاجي شېرپاو هم وايي، که هر چا د دغې قومي تړې خلاف کار وکړ، د قوم له غبرګون سره مخامخ کېږي او د يو ميليون افغانيو نغدي جريمې ترڅنګ به يې کور هم وسوځول شي.

ځایي اوسېدونکي وایي، که څه هم د سیمو امنیت په ساتنه کې مرسته کوي، خو ګیله يې دا ده، چې حکومت د اسانتیاوو برابرولو برخه کې له پام غورځولي دي.

قومي مشر همېشه ګل مسلم وايي، حکومت دې، دې سیمي ته هر اړخیز پام وکړي، ځکه لا هم د دغې ولسوالۍ سړک قير شوی نه دی، ښوونيز سيستم يې غير منظم او روغتيايي اسانتياوې يې هم په نشت حساب دي.

چارواکي هم د امنیت په ساتنه کې د ولسونو ملاتړ مهم بولي.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وایي، دور بابا کې د خلکو پر وړاندې د شته ستونزو د حل لپاره کار کوي او وایي، هغه امکانات چې حکومت سره شته، په واک کې به یې ورکوي.

تر دور بابا وروسته د ننګرهار په هسکې مېنې او کوټ ولسوالیو کې هم یو شمېر ځایي قومي مشرانو د خپلو سیمو د امنیت ساتنې لپاره قومي تړې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.