ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چاپېريال ساتنې اداره: په کابل کې د هوا د کيفيت د تثبيت په موخه لس دستګاوې لګول کېږي

د چاپېريال ساتنې اداره: په کابل کې د هوا د کيفيت د تثبيت په موخه لس دستګاوې لګول کېږي

author avatar
31 May 2021 - 15:05
د چاپېريال ساتنې اداره: په کابل کې د هوا د کيفيت د تثبيت په موخه لس دستګاوې لګول کېږي
author avatar
31 May 2021 - 15:05

کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ١٤٠٠): د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په کابل ښار کې به د هوا د کيفيت د تثبيت په موخه راتلونکو شپږو مياشتو کې لس دستګاوې نصب شي.

د چاپېریال ساتنې، په ځانګړې توګه د ژور نګارنګي او ښاري ککړتیا غونډه په کابل کې ترسره شوه چې په کې د يادې ادارې د مسوولينو ترڅنګ د ځینو بنسټونو استازو هم ګډون کړی و.

د ګالو موسسې د برنامو مدير ضیاءالدین عزیزي په دې غونډه کې وويل، چاپېريال ساتنه د ټولو وګړو مسووليت او ملي او اسلامي وجيبه ده چې باید ټول په دې برخه کې اساسي همکاري وکړي.

هغه زياته کړه: “زموږ د موسسې يوازېنۍ موخه دا ده چې د خپل چاپېریال ساتنه او کار ورته وکړو، دغه راز د عامه پوهاوي لپاره مو ډېر پروګرامونه په ښوونځيو او پوهنتونو کې عملی کړي دي.”

د مدنې ټولنې استازي  سید سیف الله سادات  وويل چې چاپېریال ساتنه په اصل کې د ژوند ساتنه ده او ټول مسوول دي چې باید پاک چاپېریال ته کار وکړي.

د نوموړي په وينا، د چاپېریال ساتنه د راتلونکي نسل امانت دی چې باید خيانت نه شي او په جديت سره فعاليت وکړي.

د چاپېریال سانتې ملي ادارې د تفتيش مسوول  انجنير نېک محمد يادې غونډې ته وويل چې د ښاري ککړتیا او ژورنګارنګی موضوع په ټوله نړۍ او افغانستان کې مهمه او بحراني ده .

هغه زياته کړه  “له بده مرغه په افغانستان کې د چاپيريال ککړتيا ډېرې منفي اغيزې لري او مونږ اوس د چاپیریال په غیر نورمال حالت کې شتون لرو.”

د نوموړي په وينا، په کابل ښار کې به د هوا د کيفيت د تثبيت په موخه راتلونکو شپږو مياشتو کې لس دستګاوې نصب شي.

نېک محمد وايي چې اقلیمي بدلون نړيواله ستونزه ده او ټول هېوادونه بايد په دې برخه کې سره همکاري وکړي.

د دغه پروګرام يوه ګډونوال احمد ولي نيازي وویل چې دا ډول برنامې کولی شي چې د چاپېریال د ککړتيا او په دې برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره لارې چارې په ګوته کړي.

Views: 68

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.