کندهار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): په کندهار ښار کې د یوې امنیتي پوستې پنځه پولیس د زهرو په وسیله وژل شوي دي
پېښه تېره شپه د کندهار ښار اړوند د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په انارباغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
یوې باوري امنیتي سرچینې د غبرګولي په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د لومړيو معلوماتو له مخې، دې پوستې ته څو کسان د مېلمنو په پلمه ورغلي او پولیسو ته یې په خوړو کې زهر ورکړي دي.
سرچینه وايي، د دې پېښې له امله پنځه پولیس وژل شوي دي.
بلخوا تېره شپه د کندهار ښار په عینو مېنه کې د یوه هدفي برید په پایله کې یو پولیس افسر وژل شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل، د عبدالغني په نوم دغه پولیس افسر د کندهار ښار په ۱۱مه امنیتي حوزه کې دنده لرله چې د وسله والو په یوه غلچکي برید کې ووژل شو.
دغه راز په ارغنداب ولسوالۍ کې بیا یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، ناپېژاندو وسله والو تېره ورځ ناوخته د ارغنداب ولسوالۍ د ژوندو هدیرې په سیمه کې یو ملکي وګړی وژلی دی.
د دغه ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې بیا چاودنې درېیو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د شاولیکوټ ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه وايي، د دې ولسوالۍ په ماڼو کلي کې پر ملکي وګړو د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.
د یادو پېښو په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن