کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په پروان او هرات ولایتونو کې د روښنایي دښمنانو له ازبکستان او ایران څخه د وارداتي برېښنا پایې پر ماینونو الوځولې دي.
د برېښنا شرکت له خوا د غبرګولي په ۱۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رڼا افغانستان دښمنانو تېره شپه د کابل شمال لور ته د سوېلي سالنګ د اهنګرانو په سیمه کې د برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ دوه پایې په ماینونو الوځولې دي.
سرچینې زیاته کړې، د همدې پایو په له منځه تلو سره کابل او د همدې مزي په تګلوري کې پراته ګڼ شمېر ولایتونه یوځل بیا له برېښنا څخه بې برخې شول.
برېښنا شرکت دغه راز ویلي چې نن سهار ۶ بجې د روښنایي دښمنانو په هرات ولایت کې د ۱۳۲ کیلوولټ وارداتي برېښنا یوه پایه په ماین الوځولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP