کابل (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان برېښنا شرکت وایي چې په پروان او هرات ولایتونو کې د روښنایي دښمنانو له ازبکستان او ایران څخه د وارداتي برېښنا پایې پر ماینونو الوځولې دي.
د برېښنا شرکت له خوا د غبرګولي په ۱۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رڼا افغانستان دښمنانو تېره شپه د کابل شمال لور ته د سوېلي سالنګ د اهنګرانو په سیمه کې د برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ دوه پایې په ماینونو الوځولې دي.
سرچینې زیاته کړې، د همدې پایو په له منځه تلو سره کابل او د همدې مزي په تګلوري کې پراته ګڼ شمېر ولایتونه یوځل بیا له برېښنا څخه بې برخې شول.
برېښنا شرکت دغه راز ویلي چې نن سهار ۶ بجې د روښنایي دښمنانو په هرات ولایت کې د ۱۳۲ کیلوولټ وارداتي برېښنا یوه پایه په ماین الوځولې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د روښنايي دښمنانو د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ کمانه سیمه کې له ایران څخه د وارداتي برېښنا یوه پایه په ماین الوځولې، چې له امله یې په هرات کې وارداتي برېښنا پرې شوې.
برېښنا شرکت وایي، د برېښنا تخنیکي ټیم هڅه کوي چې ژر تر ژره رامنځته شوې ستونزه حل او د هرات برېښنا بېرته ونښلوي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازی وایي چې دا په تېرو شاوخوا ۴۰ ورځو کې ۱۹ ستنې دي چې د برېښنا دښمنان یې پر ماینونو او چاودېدونکو توکو له منځه وړي.
هغه زیاتوي، د برېښنا د پرچاوۍ له امله په هر ساعت کې تر درې میلیونو افغانیو پورې يوازې برېښنا شرکت زیانمنیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون ډېرو لوړ پوړو امنیتي چارواکو ژمنه کړې وه چې دوی به د برېښنایي تاسیساتو، پایو ( ستنو ) او مزو د ساتنې، خوندیتوب او امنیت اړوند جدي تدابیر نیسي.
خو د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې د ناپېژانده وسله والو او ورانکارو افرادو او ډلو له لوري د برېښنا پایو نړول د اندېښنې وړ مسئله ده او امنیتي ادارې باید په دې اړه ژر تر ژره جدي اقدامات ترسره کړي.
خلک وایي چې د برېښنا شرکت د پایو پرله پسې الوځول او ویجاړول دا په ډاګه کوي چې امنیتي چارواکي او منسوبین تراوسه پورې د برېښنا د پایو د امنیت د تامین په برخه کې پاتې راغلي او په اساسي توګه د دغو پایو بېرته جوړول ډېر وخت نیسي او زیات لګښت پرې راځي.
د برېښنا شرکت ویاند ویلي چې کم ترکمه د هرې پایې په بیا جوړولو یو سل زره ډالر لګښت راځي او ترڅنګ یې اقتصادي، صنعتي، تولیدي او تجارتي فعالیتونو ته ډېر زیان رسیږي او زیاتره پېرودونکي په کابل او د هېواد په یوولسو نورو ولایتونو کې د برېښنا له نعمت څخه بې برخې کیږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










