پلخمري (پژواک، ٢٠ غبرګولى ١٤٠٠): د بغلان په مرکز کې د موټربم په بريد کې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري د غبرګولي په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه دوه بجې وسله والو طالبانو غوښتل چې د مرکز پلخمري اړوند د ډنډغوري په شمال دروازې سيمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د ملي اردو بېز ته دننه کړي.
خو دى وايي چې امنيتي ځواکونو موخې ته له رسېدو وړاندې دغه ټانګ په نښه کړی او له منځه يې وړى دى.
ده زياته کړه: ((چاودنه ډېره زوروره وه نو له همدې امله درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.))
په ورته وخت کې د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د تېرې شپې چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله يې د بېز ټول ديوالونه نړېدلي دي.
دى زياتوي: ((له چاودنې وروسته افغان هوايي ځواکونو تر سهاره پر شاوخوا سيمو بمبار کړى دى.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د يادې چاودنې له امله په سيمه کې د سيدجمال الدين افغان په نوم يوه لېسه هم زيانمنه شوې ده.
بل لورته طالبان هم دغه چاودنه تاييدوي.
د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې چاودنه کې له ٥٠ ډېر حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ١٥ ټانګونه او نور وسايل يې له منځه تللي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې وسله والو طالبانو جګړو ته زور ورکړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP