ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ١٧٦ ميليونو ته ورسېد

نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ١٧٦ ميليونو ته ورسېد

author avatar
12 Jun 2021 - 14:12
نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ١٧٦ ميليونو ته ورسېد
author avatar
12 Jun 2021 - 14:12

کابل (پژواک، ٢٢ غبرګولى ١٤٠٠) : د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ١٧٦ ميليونه کسانو ته رسېدلې ده.

کرونا ويروس چې يو نيم کال مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې يې درېيمه څپه روانه ده.

د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن ( د غبرګولي ٢٢ مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره ١٧٦ میلیون کسانو ته رسېدلې ده.

دغې سرچينې زياته کړې چې تراوسه څه باندې ١٥٩،٦ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او ٣،٨ ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ټوله نړۍ کې نږدې ٥٠٠ زره کسان پر کرونا اخته او شاوخوا لس زره نور مړه شوي.

د راپورونو له مخې، په امريکا کې تراوسه ٣٤،٣ ميليونه، په هندوستان کې ٢٩،٣ ميليونه او په برازيل کې ١٧،٣ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.

سرچينې زياته کړې، په امريکا کې ٦١٤ زره، په هندوستان کې ٣٦٧ زره او په برازيل کې ٤٨٤ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.

دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه ۸۸۷۴۰ کسان پر کرونا اخته شوي، ٣٤٤٩ کسان مړه او څه باندې ٦٠ زره کسان بېرته روغ شوي دي.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.