ښرنه (پژواک، ٢٩ غبرګولى ١٤٠٠): په پکتيکا ولايت کې يو شمېر پوليس وايي چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې معاش نه دی ورکړل شوی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
خو بل لورته د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې په سيستم کې د ځينو ستونزو امله معاشونه ځنډېدلي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.
په دې اړه د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ يو تن پوليس سيد محمد د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې مياشتنی معاش نه دی ترلاسه کړی.
ده زياته کړه: "په کلي، کور او بازار کې له خلکو پټ ګرځو له ټولو نه مو پور اخيستى دى، معاشونه نه راکوي په سختو مشکلاتو کې يو."
دغه راز يو بل پوليس سرتېري بايزيد هم پژواک ته وويل چې نږدې شپږ مياشتې کيږي مياشتني حقوق يې نه دي ترلاسه کړي.
هغه وايي: " له ټولو مسوولينو سره مو دغه مشکل شريک کړى دى، راته وايي چې سيستم مو نه قبلوي، نن او سبا راته کوي دغه دى شپږ مياشتې پوره شوې تر اوسه يې معاشونه نه دي راکړي."
يو شمېر نورو پوليسو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولينو څخه یې وغوښتل چې هرڅه ژر دغه ستونزه هواره کړي.
په دې اړه پکتيکا کې مدني فعال يعقوب خان منظور وويل چې حکومت بايد هرڅه ژر دغه مهمه ستونزه هواره کړي.
دى وايي: "موږ هم په دې مشکل خبر يو، په دې حساسو شرايطو کې له هر څه نه د سرتېرو معاش مهم دى، هم بايد دوى سرتېرو ته معاش ورکړي او هم بايد ورته نور امکانات برابر کړي تر څو له هېواد او خلکو نه په کلکه دفاع وکړي."
په دې اړه د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين پژواک ته وويل چې په سيستم کې د ځينو ستونزو له امله د يو شمېر سرتېرو معاشونه ځنډېدلي دي.
دى زياتوي: "ځينو کسانو چې په اردو او يا بل امنيتي ارګان کې کار کړى دى، دلته زموږ سيستم يې په اسانه نه مني، په دې کار روان دى ترڅو دغه مشکل حل شي."
نوموړى ډاډ ورکړ چې هرڅه ژر به دغه ستونزه هواره او پوليسو ته به يې د پاتې ټولو مياشتو معاشونه ورکړل شي.
که څه هم چې تر اوسه د يادو پوليسو شمېره نه ده په ډاګه شوې، خو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په پکتيکا کې شپږ سوه پوليسو ته له تېرو شپږ مياشتو راهيسې معاشونه نه دي ورکول شوي.
داسې مهال په پکتيکا کې پوليس د معاشونو له نه ورکړې شکايت کوي چې په ډېرو ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي او تر اوسه له ٣٠ ډېرې ولسوالۍ طالبانو نيولې دي.