ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کونړ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د واکسين ساتنې خونې اور اخيستى

په کونړ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د واکسين ساتنې خونې اور اخيستى

author avatar
23 Jun 2021 - 11:22
په کونړ کې د هاوان مرمۍ لګېدو له امله د واکسين ساتنې خونې اور اخيستى
author avatar
23 Jun 2021 - 11:22

اسعد اباد (پژواک، ٢ چنګاښ ١٤٠٠): د کونړ حکومتي مسوولين وايي چې په مرکز اسعداباد کې د هاوان څلور مرمۍ لګېدلې دي چې په ترڅ کې یې پنځه کسان ټپيان شوي او د ولايتي روغتون د واکسين ساتنې خونې هم اور اخيستى دى.

د کونړ والي محمد اقبال سعيد د چنګاښ په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار پر مرکز اسعداباد څلور د هاوان مرمۍ توغولې دي.

هغه وايي چې د هاوان مرميو لګېدو له امله پنځه ملکي کسان ټپيان شوي او نورو خلکو ته ماليي زيانونه هم اوښتي دي.

په ورته وخت کې د کونړ د عامې روغتیا ریيس ډاکټر عزیزالرحمن ساپي پژواک ته وويل چې نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ولایتي روغتون د واکسین ساتنې پر خونه د هاوان مرمۍ لګېدلې ده.

هغه زياته کړه: ((په دې پېښه کې د واکسين ساتنې خونې يخچالونه او لس ډوله واکسين له منځه تللي دي.))

دى وايي چې د هاوان د يادې مرمۍ د لګېدو له امله ولايتي روغتون ته شاوخوا لس ميليونه افغانۍ زيان هم اوښتى دى.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې ملکي وګړو او ملکي سيمو ته هم زیانونه اوړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.