Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پروان غوربند درې سلګونه کورنۍ د جګړې له امله بې ځایه شوې دي

د پروان غوربند درې سلګونه کورنۍ د جګړې له امله بې ځایه شوې دي

author avatar
28 Jun 2021 - 18:07
د پروان غوربند درې سلګونه کورنۍ د جګړې له امله بې ځایه شوې دي
author avatar
28 Jun 2021 - 18:07

چاریکار (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۰): د پروان شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو سلګونه بې ځایه شوې کورنۍ د دغه ولایت په مرکز کې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي او د مرستو غوښتونکي دي.

مسوولین وایي چې د طالبانو په لاس د پروان غوربند درې د دوو ولسوالیو (سیاه ګرد او شینوارو) د سقوط له امله سلګونه کورنۍ د یاد ولایت مرکز ته کډه شوې دي چې دغه دوه ولسوالۍ په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

د دغو ولسوالیو بې ځایه شوي اوسمهال د چاریکار ښار نهمې پارچې سیمه کې په خېمو او کونکسونو کې په دې ډول ژوند کوي چې په هره خېمه او کونکس کې له درېیو تر څلورو کورنیو اوسیږي او خپلو ماشومانو او مېرمنو ته د خوراک څښاک له کمښت نه شکایت کوي.

د سیاه ګرد ولسوالۍ د خشکي اوسېدونکی رحیم الله چې دوه ورځې مخکې له خپلو دوو لوڼو، څلورو زامنو او مېرمنې سره له خشکي نه چاریکار ته راغلی، وویل چې په یوه خېمه کې څلور کورنۍ چې ۲۵ کسان کېږي، ژوند کوي.

ده جګړه بده وبلله او ویې ویل: «اوبه نه لرو، خوراکي توکي نه لرو، تراوسه موږ سره هېڅ مرسته نه ده شوې، اوبه له ډېر لرې ځای نه راوړو، کمپلې نه لرو، د هوارولو لپاره څه نه لرو.»

د شینوارو ولسوالۍ د دره نمک اب اوسېدونکی مجیب الرحمن چې له خپلې کورنۍ سره چاریکارو ته کډه شوی، وویل: «د طالبانو او دولت ترمنځ جګړه زیاته شوه، موږ د خپل ځان له ډاره چې ونه وژل شو، وتښتېدو، هېڅ شی مو له ځان سره رانه وړل، ټول شیان مو پرېښودل.»

دغه بې ځایه شوي له دولت نه غواړي چې دوی سره مرسته وشي.

د پروان د بې ځای شويو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس عبدالواحد کریمي وویل، له یادو ولسوالیو څخه شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوي او اوسمهال په چاریکار کې اوسیږي.

د هغه په وینا، د کلیو ملکانو او حکومتي بنسټونو څخه یوې لس کسیزې کمېټې د جګړې ځپلو او اړو کورنیو د تثبیت لپاره خپل کار پيل کړی دی.

هغه په خبره، له اړمنو کورنیو سره به د خوراکي توکو او البسې مرسته وشي او د هغوی لپاره مناسب ځایونو پیدا شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.