ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: ټولې دولتي ادارې دې د NTA کارکوونکو کاري اغېزناک توب ترتیب کړي

حکومت: ټولې دولتي ادارې دې د NTA کارکوونکو کاري اغېزناک توب ترتیب کړي

author avatar
1 Jul 2021 - 17:20
حکومت: ټولې دولتي ادارې دې د NTA کارکوونکو کاري اغېزناک توب ترتیب کړي
author avatar
1 Jul 2021 - 17:20

کابل (پژواک، ۱۰ چنکاښ ۱۴۰۰): د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا  ټولو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله چې د مالیې وزارت په همکارۍ دې د خپلو ټولو NTA کارکوونکو کاري موثریت او پایله ترتیب او د شورا راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

له ارګ څخه د چنګاښ په ۱۰مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه وشوه.

سرچینې زیاته کړې، په پیل کې ولسمشر غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل وروستي سفر او د قانون حاکمیت، حکومتولۍ او فساد ضد مبارزې په برخو کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر د ښځو د حقونو خوندیتوب اساسي اړتیا وبلله ویې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو لوري د فساد ضد مبارزې په برخه کې واضح پیغام درلود. هغوی د دوه پورته یادو مواردو په اړه د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا پر رول ټینګار وکړ.

وروسته د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست عالي شوراګانو د چارو انسجام رئیس د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا کاري طرزالعمل وړاندې کړ چې د غونډې د غړو د نظریاتو په پام کې نیولو سره منظور او د میاشتنیو غونډو پر جوړولو ټینګار وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي، ورپسې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د تعقیب او څارنې ریاست مرستیال د دولت د څارنې او ارزونې واحدونو د وضعیت تحلیلي راپور وړاندې او د راپور د موندنو او موجوده ستونزو د بیانولو ترڅنګ یې د څارنې او ارزونې او په دې برخه کې د اړتیا وړ منابعو د تامین په موخه د متخصص کادرونو د روزنې په اړه خپل وړاندېزونه وکړل.

ولسمشر د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو تر اورېدو وروسته وویل، د پروژې مدیریت باید پر مسلک بدل شي. همداراز یې د حساب ورکولو پر بنسټ د بشري ځواک پر تغییر هم ټینګار وکړ.

د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا، د مالي او اداري انسټیټیوټ د پیاوړتیا لپاره د څارنې او ارزونې په برخو کې د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار وکړ او د احصایې او معلوماتو ملي اداره یې موظفه کړه چې په ادارو کې د ډیجیټلي کولو په برخه کې د ظرفیت لوړولو لپاره خپله مشخصه طرحه وړاندې کړي.

سرچینې زیاته کړې، د مالیې وزارت سرپرست د کارکوونکو د استخدام او NTA معاشونو په اړه خپل راپور غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه چې د NTA قراردادي کارکوونکو په معاشونو کې کابو یو میلیارد افغانۍ سپما شوې دي.

ولسمشر غنی په دې اړه وویل، د NTA سیستم پر موثریت او پایلې دې بیاکتنه وشي او قراردادونه دې په پایله محوره توګه ترسره شي.

هغه زیاته کړه، په وزارتونو او ادارو کې د چارو د کیفي سطحې لوړولو په موخه غوره انګېزه د وړتیاوو پر بنسټ د معاشونو لوړول دي.

د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا د NTA قراردادونو د حذفولو په اړه چې اغېزناکه نه وو، د مالیې وزارت وړاندېزونه تائید کړل، وزارتونه او ادارې یې موظفې کړې چې د NTA معاشونو د ازرونې په برخه کې مالیې وزارت سره همکاري وکړي.

غونډې په NTA سیستم کې د ښځو د حضور د سطحې لوړولو په اړه د ښځو چارو وزارت وړاندیز د تائید پر مهال وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارله چې د مالیې وزارت په همکارۍ دې د خپلو ټولو NTA . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.