Language

author avatar
30 Sep 2015 - 22:18
author avatar
30 Sep 2015 - 22:18

د بن کنفرانس په پایله کې هغه کسان پر افغانستان واکمن شول چې ډېرو یې له دې وړاندې وسله وال فعالیت درلود. که څه هم دغو پخوانیو وسله والو، ځینې تکنوکراتان له ځانه سره مله کړل؛ خو له دې امله چې د چارو اصلي واګي د پخوانیو زورواکانو، جهادي مشرانو، پخوانیو وسله والو او تر یوه بریده قومي مشرانو سره و، تکنوکراتان هېڅکله په دې بریالي نه شول چې د خپلې خوښې حکومت رامنځته کړي، یا لږ تر لږه په اداراتو کې پر شته ستونزو برلاسي شي.

که له طبقاتي نظره وکتل شي، نو په تېرو دیارلسو کلونو کې تر ډېره بریده لومړۍ طبقه (هم د زور له پلوه او هم د زر له پلوه) پر ولس حاکمه وه. که څه هم ډېر له پخوا راهیسې د ټوپک له شپېلۍ واک ته رسېدلي و؛ خو داسې کسان هم په‌کې و چې په ډېر کم او لنډ وخت کې له دغې طبقې سره یوځای شول او په ګډه یې د حکومت سربېره تقریبا ټول نظام په لاس کې و. د لومړۍ واکمنې طبقې په اړه ویل کېږي چې د ټول نظام امکانات یې پر شخصي محور راڅرخولي ول او ترې استفاده یې کوله. دغه استفاده تر دې ځایه مخته تللې وه چې تمه وه د حکومت په پای ته رسېدو سره به هم دغه ډله واک ته ورسېږي. همدا تمه د ملي یووالي حکومت پر رامنځته کېدو تمامه شوه چې له یوې خوا ۵۰٪ حکومت پخوانیو کسانو ته ورسېد او له بلې خوا په یو ډول سره د دغې طبقې واک وغځېد؛ اما یو جدي توپیر موجود دی.

دا ځل د ټاکنو په پایله کې منځنۍ طبقه واک ته ورسېده. دا هغه طبقه ده چې له‌ دې وړاندې (د تېرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې) له واکه لرې ساتل شوې ده. نه یوازې دا چې په واک کې ورته ونډه ورنه کړل شوه؛ بلکې ټوله هڅه دا وه چې دغه طبقه د قدرت له محوره لرې وساتل شي. د اوسني حکومت جوړښت ته په کتو سره دغې طبقې ته تقریبا ۵۰٪ واک رسېدلی. پاتې ۵۰٪ سلنه قدرت د پخوانیو جهادي مشرانو، د پخوانۍ حاکمې طبقې او ځینو نورو ډلو ټپلو ترمنځ وېشل شوی دی.

باور دا دی چې منځنۍ طبقه دوه جدي ستونزې لري چې د حکومت د اوسنیو ستونزو اصلي لامل بلل کېږي: لومړی، د پخوانۍ حاکمې طبقې مخالفت او دویم، د حکومتوالۍ په چارو کې د تجربې نشتوالی.

لومړی: د پخوانۍ حاکمې طبقې مخالفت

د سپټمبر د ۱۱مې پېښې او د وسله‌والو طالبانو له نسکورېدو وروسته هغه مهال چې د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله او وروسته انتقالي حکومت رامنځته شو، د حکومت غوڅ اکثریت د پخوانيو جهاديانو او د نظار شورا غړيو لاس ته پرېوت. د اسلامي جمعیت او پخواني نظار شورا تر مشرۍ حامد کرزی واک ته ورسېد او له برهان‌الدین رباني څخه نوموړي په‌داسې حال کې قدرت ترلاسه کړ چې له یوې خوا د لویې جرګې خیمې په دننه کې زیات شمېر امریکايي پوځیانو حضور درلود او له بلې خوا د امریکا بي۵۲ الوتکو پر هوا الوت کاوه. یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د قدرت دغې تسلیمۍ ظاهري بڼه درلوده، ټول واک له شمال ټلوالې سره پاتې شو او کرزي سمبولیک رول ولوباوه.

د امریکا او لوېدیځو هېوادونو پرېمانه مرستې، کورنۍ سرچینې او دولت ټول څه د یوې طبقې لاس ته پرېوتل چې بالاخره په لنډه موده کې حاکمه طبقه پر میلیارډرانو بدله شوه؛ خو تېر کال د نوي حکومت په راتګ سره د پخوانۍ حاکمې طبقې، میلیارډرانو او د دوی د خواخوږو ګټې له خطر سره مخ شوې. د ګټو خوندیتوب مبارزه له همدې ځایه پیل شوه. یوه لوري ته هغه ډلې چې د دیارلسو کلونو لپاره یې د ولس پر مرۍ پښه ایښه وه، ولس یې یرغمل کړی و او د نظام ټول امکانات یې د ځان پر محور را څرخولي و او بلې خوا ته، نوې واک ته رسېدلې منځنۍ طبقه ده.

دویم: د حکومتوالۍ په چارو کې د تجربې نشتوالی

د افغانستان د نوي نظام د بنسټ ډبره د بن کنفرانس بلل کېږي. خو له هماغه لومړیو څخه پر دغه کنفرانس دا نیوکه وه د کنفرانس په پایله کې ټول واک د ټولنې یوې طبقې ته ورکړل شو او یوه لویه برخه له واکه محرومه پاتې شوه. په وروستیو کې د ناامنیو د زیاتوالي یو لامل هم، همدا بلل کېږي. د واک ته رسېدلې ډلې ټوله هڅه دا وه څو له یوې خوا قدرت په خپل انحصار کې ولري او له بلې خوا ټول امکانات د ځان پر محور راوڅرخوي. دغه چاره د دې لامل شوه چې د ټولنې د یوه لوی قشر د محروم پاتې کېدو سربېره، له ټیټې طبقې منځنۍ هغې ته نوې راپورته شوي کسان واک ته ونه رسېږي. واک او په دولتي بېروکراسۍ کې د منځنۍ طبقې نه موجودیت (په ځینو مواردو کې منځنۍ طبقه په واک کې وه؛ خو دغه شتون یا په ټيټه کچه و یا هم تت) د تجربو د نه ترلاسه کولو لامل شو. اوس‌ مهال چې منځنۍ طبقه واک ته رسېدلې د حکومتوالۍ په چارو کې د تجربې له نشتوالي سره مخ ده. د تجربې نشتوالي اصلي لامل هم تېر حکومت ته ورګرځي؛ ځکه نه یوازې دا چې په دولتي بېروکراسۍ کې یې ورته ونډه ورنه کړه؛ بلکې مخنیوی یې هم شوی دی.

څه باید وشي؟

اوس وخت کې حکومت له څو جدي ننګونو سره مخ دی: وسله وال مخالفین، سیاسي مخالفین (له مخالفته دښمنۍ ته یې رادانګلي دي) مافیايي ډلې، اداري فساد، ناامنۍ او …

د پورتنیو ټکو په پام کې نیولو سره منځنۍ طبقې ته ستونزمنه ده چې د پخوانۍ حاکمې طبقې پر وړاندې ودرېږي، ځکه نه يې امکانات سره برابر دي، نه یې زور برابر دی او نه یې هم زر. لا هم د حکومت له نیمايي زیاته برخه د تېرو ۱۳ کلونو په څېر اوس هم د پخوانۍ واکمنې طبقې په لاس کې ده.

د حل لارې په توګه دا وړاندیز کېدای شي چې په حکومت کې دننه منځنۍ طبقه دې د ټولنې په کچه له منځنۍ طبقې سره لاس یو کړي، همداراز له اقتصادي اړخه ټيټې طبقې ته په سمه توګه د عامه خدماتو وړاندې کول او د دوی د ملاتړ ترلاسه کول هغه څه دي چې کولای شي ستونزو ته رسېدنه وشي. په دې لړ کې د قدرت له مافیايي کړیو سره مبارزه باید د حکومت د کړنو په سر کې ځای ولري.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>محمد عیسی مومند په ۱۳۶۶ لمريز کال کې په ننګرهار کې زېږېدلی، لومړنۍ زده کړې یې د ننګرهار په عالي لېسه او ثانوني هغه یې په حبیبیه لېسه کې پای ته رسولې دي. نوموړى ۱۳۸۸ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له يوهنځي فارغ شوی دی. مومند په یوه خصوصي څېړنیز مرکز کې د تحلیلګر په توګه دنده ترسره کوي.</p>