د ټایوان په ګډون نن ورځ د نړۍ ۱۹۶ هېوادونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د جګړې او سولې په معضله کې راګیر دي. ددې شمېر هېوادونو تر منځ ۴۶ هېوادونه د ۲۰۱۵ کال ترپایه پورې د جګړو په مختلفو بڼو کې ښکیل وو او باقي شمېر هېوادونه د ملګرو ملتونو د جوړښت، د ناټو د غړیتوب، او یا هم له شوروي هېواد سره د دوستۍ له امله د نړۍ په جګړه او سوله کې لتاړ دي. جګړه او سوله د نړۍ د اوسنیو ټولنو د ژوند رنګ جوړوي مګر په یاد مو وي چې جګړې تلپاتې نه وي. اوباما به ویل چې د عراق او افغانستان له جګړې مې دا زده کړل چې د جګړې د پيل کولو، د جګړې پای ته رسول ستونزمن دی، (لیکن ناشوني نه دي).
د غربي نړۍ مشهور څېړندوی جان پال لیکي چې د رښتيني ثبات لپاره (صداقت، عدالت، بښنه، او سولیزه انګیزه) اړین توکي دي. ددې فرمول نه داسې اقتباس کولای شو چې که څه هم د بیا پخلاینې او د سولې په معامله کې تېره ژبه، ځیرک هنر، او معقول استدلال یوه لور ته د لوړو امتیازاتو د اخيستو لامل ګرځي لیکن په ټوله کې د سولې د راتګ لپاره د جانبینو د اخلاص توکى حتمي دی.
موږ که د نړۍ هرې خپلمنځي جګړې او یا د هېوادونو تر منځ د کشمکشونو شالید ته وګورو، نو هرو مرو، هغه مهال چې تشدد، قتل او قتال، او د انسانیت پر وړاندې تعديَ اوج ته رسیدلې ده او په ځانګړې توګه هغه مهال چې د جګړې د دواړو اړخونو د زړه زور اوبه شوی دی نو بیا سوله رامنځته شوې. دا په حقیقت کې سوله نه بلکې د جګړې له ستړیا نه وروسته د اجبار مرحله وي چې دواړه لوري یې د بل انتخاب د نه شتون له مله ټاکي. ګټوره سوله هغه وي چې د وینو او یا ډیرو وینو د توییدو نه وړاندې جانبین سره روغه وکړي او سوله انتخاب شي، نه وروستی تحمیلي انتخاب.
بوسنیا-هرزګونیا ددې ادعا ښه ثبوت کیدای شي. بوسنیا د بالکان هېوادونو په جزیره کې پروت وړوکی هیواد دى چې یواځې ۳،۸ ميلیونه وګړی په کې اوسیږي. په دې هېواد کې درې ډلې یعني سربیان چې د یوګوسلاویا له مستقیم ملاتړ نه برخمن وو، بوسنیک یا بوسنیايي مسلمانان او کروشیایان چې مطلق اقلیت ګنل کېدل، مېشته دي. تر ۱۹۸۰ پورې چې لا ولسمشر (تیتو) ژوندی وو، سربیا، کروشیا، او بوسینا د یوګوسلاویا تر چغ لاندې ژوند تېراوه لیکن د نوموړي له مرګ نه وروسته، هر ملت غوښتل جلا جلا جوړښت او بشپړه خپلواکي ولري.
که څه هم د درې واړو ملتونو د جلا والي نظریه معقول دریځ وو لیکن د سربیا ولسمشر میلوسویک په ۱۹۹۲ کال کې د بوسینا او کروشیا د ځپلو پلان تر کار لاندې ونیوه. په دواړو هېوادونو کې شته سرب-توکمه ولسونه تحریک کړای شول ترڅو د کورني چاودون لپاره لاره هواره کړي. د بوسنیا-کروشیا د ازادۍ او د سربیا د ښکیلاک جګړه پیل شوه چې په ترڅ کې یې ۱۰۰ زره بې ګناه انسانان ووژل شول. په ۴ ميلیونه وګړو کې ۱۰۰ زره انسانان وژل د دويمې نړیوالې جګړې را وروسته چې په ترڅ کې یې هټلر ۶ ميلیوینه یهودان ووژل، دا په اروپا کې بې سارې بوګنونکې پیښه وه.
لکه د روندا قتل عام، د جنوبي افریقا اپارتاید ستونزه، د ګواتیمالا خپلمنځي جنګ او د بوسنیا جګړې ته هم نړیوالو په غټو غټو کتل تر څو چې د وینو سیلابونه وبهیدل او بیا وروسته د ملګرو ملتونو سوله ساتى ځواک سیمې ته ولیږل شو. همغه مهال، حتی د ملګرو ملتونو د نړیوالو پوځونو په حضور کې د سربیا پوځونو د سربرینیکا ټول وژنه ترسره کړه چې تر ۸۰۰۰ زیاتې ښځې، ماشومان او بوډاګان یې په ډیره بې رحمۍ له تیغه تېر کړل. له هغې وروسته، د ناټو تر چتر لاندې ۶۰ زره پوځونه بوسنیا ته راغلل او د بوسنیا د سولې لپاره یې په دوه پړاونو کې د ثبات هڅې وکړې.
په لومړي پړاو کې د نړیوالو پوځونو ځای په ځای کول، د جګړې درول او د ښکیلو غاړو ترمنځ د واک، نظامي قوت او سیاسي هویت ارزښتونه شریکول، د سولې د جریان اساسي برخې وي.
په دويم پړاو کې د امریکا د اوهایو په ایالت کې د ۱۹۹۵ کال د نومبر په میاشت کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د (ډيټن) تړون رامنځته شو چې رسمي بڼه یې بیا د همدې کال د دسمبر په ۱۴ نېټه په پاریس کې لاسلیک شو. که څه هم ددې تړون پر بنیاد د بوسنیا هېواد د سربیایانو او مسلمانو کروشي مېشتو ترمنځ په غیر منصفانه ډول وویشل شوه لیکن لږ تر لږه د وینو سیلابونه ودریدل. د تړون قوت د نړیوالو څارونکو په شتون کې وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وارن کرستوفر، ولسمشر بل کلنټن، ، د فرانسې ولسمشر جیک شیراک، د برتانیې صدراعظم جان میجر او د روسې د بهرنیو چارو وزیر ویکتور چرنومیردن دا پروسه وڅارله او د تړون د محتوی د تعمیل لپاره یې له خپل اغیز نه ګټه پورته کړه.
د بوسنیا د سولې په پروسه کې یو شمېر ستونزو شتون درلود .
- لومړی دا چې د جګړې ښکیلې غاړې تر ډيره حده بې واکه او وار د مخه تیار شوی متن پرې لاسلیک شو.
- دويم، د سولې له پروسې نه وروسته د بې پلوه، منظمو او مسلکي پولیسو نه شتون وو چې په خپله سیمه کې یې باید واړه واړه کشمکشونه مهار کړي وای.
- درېیم، د انتقالي عدالت د پروسې نه موجویت او د هغو جنګي مجرمینو بیرته په واک کې پاتې کیدل چې زرګونه انسانان یې له تیغه تیر کړی وو.
- څلورم، د بوسنیا د ولسونو تر منځ د کورنیو کلتوري ستونزو، د هویت د ښکته والي او پورته والي خبره او د بوسنیا د ملیتونو ترمنځ د ګډ ژوند په اړه د هراړخیزو ( رښتونو) تعلیمي پروګرامونو نه شتون چې کیدای شي په اوږد مهال کې د تفرقو د بیا ځل پیلیدو لامل شي. دمګړۍ، بوسنیایان خپلو نسلونو ته درې ډوله ( کروشیایي، سربیایي، او مسلماني) تاریخ تدریس کوي چې نه یواځې د سولې په تامین کې نقش نشي اداء کولی ، بلکې راتلونګي نسلونه به د یوه بل پر وړاندې راپاڅوي.
که څه هم په تیرو کلونو کې د بوسنیا سیاسي جوړښت د اقتصادي صعود د تامین لپاره کوټلي ګامونه اخيستي او په اروپا کې ۵ نمبر هېواد دی چې ډير سیلانیان ورته درومي لیکن په دې ټولنه کې به د نفاق ژور درز هغه وخت حل کړای شي چې اروپایي ټولنه د بوسنیا غم خپل غم وګڼي او په خپله اتحادیه کې یې شامله کړي.
هغه مهال چې بوسنیا د کورنۍ جګړې په دوزخي اور کې لولپه کیده، افغانستان هم د خپلو بچو په بل کړي اور کې سوځیده. د افغانستان د ۱۹۹۵-۱۹۹۲ کلونه کټ مټ د بوسنیا د تیاره کلونو په څیر وو چې کورنۍ جګړه یې په څپو وه. په بوسنیا کې د ملیتونو ترمنځ بښل، هیرول او صداقت د رنځ کیمیا شوه، (هیله ده تر ډيره دوام وکړي) او دلته هم باید دا نسخه وکارول شي.
د بوسنیا د ستونزې لپاره د منطقې په کچه اجماع ته اړتیا وه او په افغانستان کې هم اړینه ده د پاکستان، چین، ایران او د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ سرتاسري هوکړه وشي ترڅو نه یواځې دوی د افغانستان د اړوندې پروسې نه بیرون پاتې نه شي بلکې په تمامه معنی ورته د رغنده سوله ییز نقش د اداء کولو فرصت میسر شي.
هیله ده زموږ د هېواد په سوله کې هم رښتينی سوله ییز دریځ، بې الایشه مرسته او د اړونده ملتونو ترمنځ د هڅو تلفیق رامنځته شي. دوکه، دوه رنګي او شرارت هیڅکله هم د طالب-دولت ترمنځ ستونزه نه شي حل کولای، اوکیدای شي په راتلونکې کې کوچنۍ سهوې هم موږ د خپل مقدس ارمان او د سولې له اصلي مسیر څخه منحرف کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.