د افغانستان اوږد تاریخ د دې ګواه دی چې د کندهار سمسورتیا، پراختیا، دروند ځای ځایګی او تر نورو ولایتو یې ښه اقتصادي حالت په هېواد کې د ګټمنو خوځښتونو، اوښتونونو او کله نا کله بیا د ټپونو مرګونو او ورانیو لامل شوی. تېرو ته په کتو لوی باور مې دا دی چې له دې وروسته به هم دا تاریخی ولایت د ملک د ژوندۍ هستې په توګه خپل اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي ښه او بد خو ژور اثر پر ټول هېواد ولري. که تاسې هم باوري یاست چې رښتیا کندهار د ځینو ځانګړتیاوو له کبله د هېواد د لوړېدو او نړېدو څپاند زړه دی نو ښه دا ده چې دا خوځنده زړه له ځینو پخوانیو میراثي او اوسنیو ویروسي ناروغیو وژغورو. خو د ژغورنې لنډه لاره به دا وي څو په کندهار کې میراثي ناروغۍ له ویروسي ناروغیو سره په توپیر وپېژنو او هرې برخې ته یې لوی مرګونی افت ووایو.
لومړی: میراثي ناروغي
یادو ناروغیو ته د ناپوهۍ یا ټولنیزې ناروغۍ هم ویلای شو؛ ځکه دا ډول افتونه په ټولو هغو انساني ټولنو کې ورانی او وژنې کولای شي کوم چې اوسېدونکي یې تر اوسه هم د بې تعلیمۍ او ناپوهۍ له وجې په نژادی، ژبنی، سمتی،.مذهبي، قومي کرکې او په ځانګړي ډول نارینه یې پر ښځو باندې تر حقوقي حد لا ډېر د لوړوالي په میراثي لافو او ناروغۍ اخته وي. له بده مرغه!
دا له نېکونو راپاتې میراثي ناروغۍ زموږ د ګران هېواد په ګوټ، ګوټ کې خو په پاخه او منلي انداز د شاهانو په ټاټوبي، معنا د کندهار په ښاري او کلیوالي سیمو کې خپل خیرن له خځندو ډک، دروند او خورا تود بستر لري. نو ځکه تر اوسه په کندهار کې له هر ناپېژانده په جومات، دفتر، دوکان، هوټل پر پوله او پټي تر روغبړ وروسته د قوم په قوم کې د ښاخ او ان تر پرتوګاښه پوښتنه کېږي، خو دا کار له نېکه مرغه په ډېرو ولایتو کې له جګړو او نا امنیو سره سره خپل ځای له لاسه ورکړی دی. یو شمېر هېوادوال چې د دې وژونکې ناروغۍ (قوم او قوم بازي) تر شا په ځانګړي ډول په کندهار کې له رسېدلي زیان لکه نفاق، وژنې او ورانیو خبر نه دي نو دا هر څه د غیرت یا د قوم د ژوندي ساتنې لپاره چې هغه هم شرعي جواز نه لري، یو نه هېرېدونکی ښه دود بولي، بس همدا پوچ خیال او ګنا د ډېرو وروڼو، د ډېرو تعلیم لرونکو او ان د پخوانیو او اوسنیو طالبانو او دمګړی لا د سرکار چوپړ لرونکو په خبرو او کړو کې بېرحمه غلطه پاچاهي کوی.
که د دې ډول ناپوه سرکاري کارکوونکو کړه وړه په کندهار کې د ایمان په تله کې وتلو نو له ورایه به هر چا ته دا څرګنده شي چې ډېر کارونه یې د الله (ج) او قانون په خوښه نه بس د خپل قوم په خوښه کړي دي؛ نو ځکه د کرکې او بدیو غږ یې د کندهار د يو شمېر دفترو په تېره بیا له امنیې قوماندانۍ څخه تر لرې ځایونو د مجلسونو ترخه او خواږه جوړوي، تر دې هم لویه بده خو لا دا ده چې دا اور اچوونکې ناروغۍ له همدغه ولایته د هغو علتونو له مخې چې پور ته مې وویل، نژدې ولایتونو او ان تر کوېټې هم پښې او ریښې اوږدې کړې دي.
د دغه حا ل په لیدو ځني کارپوهان وایي: هر څوک پر دې پوهېږي چې د کندهار لږ تر لږه امنیتي ښه حال د قومونو د تربګنیو له برکته او سیالو له تلاښه نه دی. بېشکه دا زموږ د زړورو سرتېرو وړونو د سر ښندنط او ستړیاوو لاس ته راوړنه ده، لا پر دې باور دی که چېرې د هغه ځای پولیسو د قومي او تربګني تورو کرکجنو خبرو پر ځای هره ورځ مسلکي تخنیکي، د ملي یووالي او ورورۍ روښانه مجلسونه له خپلو مشرانو لیدلي او اورېدلي وای نن به کندهار تر دې هم ښه امنیت، د لوړ کیفیت تعلیم او د بیا رغونې په کارونو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودای چې اوس یې لږ لري. د ډېرو باور دا دی: په لوی لاس په کندهار کې د عطامحمد نور په څېر د تل حکمران پاتې کېدو لپاره د پولیسو قوت د طالبانو په څېر قهرجن بې اصوله کارول او په ښکاره د قومونو په نوم ویاړ او خبرې کول هغه ناروغیانې دي که درملنه یې ونه شي په را نژدو کې به د قومي دښمنیو له وجې د کندهار امنیتي حال دومره پېچلی شی چې نه به یې اوسني سرکاري لوبغاړی د چلونې او جوړونط وس ولري او نه به په لوړو واکدارانو کې د لګېدلي اور د وژنې توان وي. مطلب دا چی د یادو میراثي ناروغیو له کبله کندهار دا د لوی وطن زړه به په لوی ناورین اخته شي. له دې چې تېر شو نو
دويم: ویروسي ناروغي
ټولې هغه ناخوالې کوم چې له مشرانو موږ ته نه وې را پاتې خو د ځانګړو ورانوونکو موخو لپاره تش د انسان دوستۍ، اسلام پالنې، ورورۍ او په نورو بڼو د پردو له خوا د یوه نابللي لامل په توګه موږ ته د ګټې پر ځای زیان رسوونکی شي ویروسی ناروغۍ بلل کېږي. د بېلګې په ډول: د هېواد او هېوادوالو له اړتیاو لوړ او یا ډېر کښته په ظاهره د ځوانانو د روزنې خو په باطن کې د یوه نسل د روزنې وخت او ډېر کلونه خوشي تېرول او یا یې غلط روزل که سهوې هم وې نو ښه دا ده چې افت او ویروسي ناروغي وګڼل شي. لکه له ۱۴ کلونو را په دېخوا په کندهار کې د ښوونې او روزنې په لور د وروڼو او خويندو ور ماتېدل، په کوڅو، کلو او بازارو کې د مدرسو، ښوونځیو، پوهنځیو، پوهنتونونو او په لسګونه د شخصي کورسونو لیدل هر افغان ته دا زیری ورکوی چې کندهار به انشاالله ډېر ژر د ملک او ملت تر لوړ مقصده معنا د پوهط تر لوړو درجو ورسېږي او که خیر و نور به له دغه لوی تاریخی ولایته د پایلوچانو، د خروړو جنګي سپو، د چرسو او د غښتلي او بایللي قوم کیسې د یوې ګناه په څېر له انساني ژبې پاتې او هېرې شي لا مو هیله دا ده څو د کندهار له رڼا نژدې ولایتونه
د ارغنداب د باغونو په څېر د پوهې په خوږو مېوو بار لرونکي شي. خو کله چې د څو ورځو په اوږدو کې دا د نوي نسل د نیم ګړې روزنې منډې او تلاښونه هغه هم د پیسو موندلو لپاره ورسره پټ دامونه او په نتیجه کې لا دې بدمرغۍ ته پام شي چې له مدرسو مولوي او لیسانسه مو له پوهنتونو بې سواده، بې علمه او تر ټولو لا بده بې حلمه ټولنې ته وړاندې کېږي نو بې ویلو به په کندهار کې د میراثي ناروغۍ له څنګه د اټوم په څېر خطر لرونکي، چاودددونکي ویروسي ډول ډول ناروغیانو ته هم وژاړو. که له ما څخه دا پوښتنه وشي چې ته د دې ویروسي ناروغیو د غوړېدو او ډېرېدو اصلي لامل څه بولې او د درملېی لپار ه یې کوم پرهېز او درمل پېژنې؟ نو زه د انصاف له مخې دا ټولې ناخوالې د ځینو اوسني تنظیمي او سرکاري واکدارانو په څېر د (۳۰) کلن تېر جنګ په اور نه سوځوم. بس تر خپله وسه د هرې زړې او نوې ناروغۍ لامل د هغې په ینځ کې لټوم. د بېلګې په ډول:
د کندهار ولایت چلول (مدیریت) د لویښت، زړښت او درنښت له کبله هر وخت تر نورو ولایتونو دروند کار وو او دی، نه هېرېدونکې اړتیا ده چې هرو مرو به چلونکی دغه ولایت په خلاصو سترګو د زړه په خوږ خو په پاکو لاسو اداره کوي، هر چا چې دا سېیڅلتیا او نوښت په هرې ادارې او هر وخت کې هېر کړ نو زیان یې تر پېړیو پېړیو کندهار او ټول افغانستان زغملی. په ښکار باید ووایم چې له کندهاره معنا له افغانستان سره اوس همدا لوبه، او جفا روانه ده. خو زه به له ډېرو ګناوو او خطاوو څخه یوه وړه بېلګه له پوښه وسپړم:
نه پوهېږم د ښوونې او روزنی د ریاست ستړیا ده او که د هغه ریاست ډېره مجبوري یا اړتیا، نن سبا په سرکاري ښوونځیو کې د پوښتنې او کیفیت اندازه لږ شوي، شخصي ښوونځي خو د پوهنې د ریاست اړوند نه ښکاري، مدرسې او لا په مدرسو کې تر يو لک له ډېرو تنکیو پاکو ځوانانو سره کوم چې په زرګونو غټو او وړو مدرسو، مسجدو تر حد ه د ولایت له ښاره تر لرو سیمو او بانډو کې په دیني زده کړو بوخت دي، د میرې د زامنو په څېر چلند کېږي. د هغو پوهېدل او نه پوهېدل او د ستونزو حل یې په کندهار کې سرکار خپل کار نه ګڼي، د یادو ځوانانو د استادانو د پوهې او کرکټر، له زده کوونکو سره د هغو د چلند او د ښه پوهولو لپاره د مسلکي وړتیا څرنګوالی یې هېڅوک نه پوښتي. په تعلیمي نصاب کې نغښتې اړینې ګټورې خبرط (له وطن سره مینه یا حب وطن) په رسمي او منلې توګه چا نه دي ور ګډ کړي. د تعلیمي کال په درنښت پیل او پای، د ازموینو څرنګوالی او د ناکامه او بریالیو طالبانو د پېژندنې لپاره د هر کال نتایج د پوهنط په ریاست کې نه لیدل کېږی، له دې ټولو نیمګړتیاوو څخه دا دوېی خبرې ثابتېږي: یا خو د دغو ځوانانو په غم کې د کندهار دینداره اوسېدونکي او د حکومت کارکوونکي نه دي او یا خدای مه کړه یو بېګانه پټ تلاښ په کندهار کې شتون لري کوم چې غواړي کټ مټ د پاکستان په څېر زموږ له دغه لوی دیني قوته هغه هم د کندهار له لوړ عظمته په ګټه اخستو د مسلمانانو د بدنامۍ او د افغانستان د بیا او بیا ورانۍ لپاره ناوړه ګټه واخلي. په هر حال له زده کوونکو سره لږ مېنه ډېر لوی زیان منځ ته راوړي پر خپلو اولادونو ورحمیږئ د پلار او مور په صفت ستاسې دنده یوازې د کوچنیانو له کوره تر مکتبو او مدرسو لېږل نه دي. که هر څه په هوښیارۍ ونه څارئ لرې نه ده چې د یادې ویروسي ناروغۍ له امله به کندهار او بیا افغانستان وران شي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.