دا یو څرګند حقیقت دی چې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې په ملي کچه ډېرې سیاسي ډلې فعالیت کوي او د هر هېواد اتیا سلنه وګړي کم او زیات له دغو سیاسي ډلو ټپلو څخه په یو ډول نه يو ډول ملاتړ کوي او همدا سیاسي ډلې د سیاسي مبارزو په ترڅ کې هڅه کوي چې د خپلو پلویانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي او د مبارزې لپاره د خپل سیاسي کمپاین شعار هم پر همدې اساس چمتو کوي چې ګواکې دوی د خپلو پلویانو د حقونو او په ټوله کې د هېواد ملي ګټې خوندي کوي او کار ورته کوي، نو همدا لامل دی چې ډېری سیاسي لیډران (مشران) خپلو موخو ته د نورو پر اوږو رسېږي او د خپلو کړو ژمنو د پوره کېدو لپاره هلې ځلې کوي. دغه راز خپلو پلویانو ته په نظام کې ډېر امکانات په لاس ورکوي؛ په لوړو پوستونو کې یې پر دنده ګوماري خو دغه کار په ډېرې هوښیارۍ او ځیرکتیا سره کوي څو د نورو سیاسي ډلو او په ټوله کې د هېوادوالو له سخت غبرګون سره مخ نه شي او خپل کار ترسره کوي.
دلته هغه کسان چې د باور وړ سیاسي حزب یې نوی بریالی شوی، په حکومت کې ځان لرې احساس نه کړي، همدغه ناکامه ډله بیا هم پر خپل سیاسي رهبریت باور لري او د ناکامۍ په حالت کې یې هم ملاتړ کوي او په ډېره کې هڅه کوي له موجوده حکومت څخه که څه هم د دوی د باور وړ سیاسي ډله په واک کې نه ده، ملاتړ کوي. په داسې هېوادونو کې چې خلکو ته تر هر څه وړاندې ملي ګټې ارزښت لري او ترهر څه ورته ملي ګتې وړاندې وي، د هغو هېوادونو سیاسي ثبات او پایښت یې تر ډېره تضمین شوی برېښي. که د نړۍ له هر پلوه د زبر ځواک هېواد امریکا حالت ته نظر وکړو په دغه هېواد کې تر ډېره ولس له نورو سیمو او هېوادونو ورکډه شوي خلک دي چې امریکا یې تشکیل کړې ده، په امریکا کې دوه ډلې جمهوري غوښتونکي او ديموکراتان له ډېرو کلونو راهیسې پر واک حاکمیت لري او د ټاکنو له لارې سیاسي نظام بدلون مومي خو ټاکنې د دې لامل نه کېږي چې هلته خلک تاوتریخوالي ته را وبلل شي، لکه دلته چې په تېرو ټاکنو کې د عبدالله له لوري د نظام د سقوط ګواښونه کېدل او د ټاکنو په پایله کې د هېواد سیاسي ثبات وګواښل شو.
داسې ګومان کېږي چې په امریکا کې څو لاملونه دي: یو دا چې د خلکو سیاسي شعور او پوهه لوړه ده او بله دا چې خلک داسې فکر نه کوي که چېرې د دوی ډله بریالۍ نه شوه هر څه به له لاسه ورکړي؛ ځکه هلته تر ډېره قانون پلی دی او څوک داسې څه نه شي کولای تر څو د قانون خلاف وي، ولس یې په هر حالت کې د دولت تر شا ولاړ وي او ملاتړ یې کوي. هلته ولس په شخص پسې نه، بلکې په سیاسي حزب پسې ځي، ولې بدبختانه زموږ په هېواد کې نه په رښتینې معنا سیاسي حزبونو ځان ښودلی او نه هم په اوسنیو شرایطو کې د باور وړ اشخاص په ټولنه کې چې ملي همغږي رامنځته کړي شته. موجود سیاسي مشران که هغه تنظیمي دي او که را وروسته ښکاره شوي مشران، په یو ډول نه یو ډول په فساد او نورو ناخوالو کې ښکېل دي، دا چې دا سیاسي خلا به څه وزېږوي وخت ته اړتیا ده.
د موجوده ملي یووالي حکومت مشران ولسمشر اشرف غني او اجرایه ريیس عبدالله چې په روانه زمامداري کې خپله ازموینه ورکړې او په دې وروستیو کې چې د دوی په اړه د هرې ادارې له لوري ټول پوښتنه کېږي، د خلکو کرکه او نفرت د دوی پر وړاندې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي او ولس نه غواړي په هغه چا چې خپل باور یې پر خپل لاس بایللی وي، بیا ځلې باور وکړي، همدا لامل دی چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر او اجرایه ريیس د ګډون او بریا چانس سفر شوی دی.
بل لور ته د پخواني ولسمشر او د هغه د نظام راټوکېدلې سیاسي څېرې دي چې هغوی هم ځان ته نه پت پرېيښی او نه هم عزت، د کرزي د زمامدارۍ تر ټولو ستره ناکامي او بدنامي همدا اداري فساد، د ځمکو غصب او له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه وه چې چې دا دی نن یې زموږ مظلوم ولس هغه زور ویني. د کرزي د نظام والیان او وزیران په ډالرو میلیونران او میلیاردران شول، ځمکې چور شوې او په ناقانونه توګه وپلورل شوې، د پخواني حکومت د یو ښاروال د خولې خبره ده چې ویلي دي، هوارې ځمکې څه چې غر مې هم نه دی پرېیښی چې بل ښاروال یې وپلوري، خو تر هغه را وروسته چې ښاروال راغی هغه چې نومرې پیدا نه کړې څو یې وپلورې نو د ښار په منځ کې د شنو ساحو په پلورلو یې پیل وکړ په زورواکو یې وپلورلې او ودانۍ دا دي نن هم پر دې ځمکه ولاړې دي.
د پښتو شعر یو بیت دی چې وایي:
چې اهسته درومي او پیوسته درومي فتحه هغه مومي نصرت هغه مومي
زموږ هر څه په منډه جوړ او په منډه ړنګېږي همدا لامل ده چې تر دې دمه زموږ د هېواد د سیاسي ثبات پښه نه ده ټینګه شوې.
باید وویل شي، په داسې یو نازک حالت کې سیاسي رهبریت هم خورا مهارت غواړي، په داسې وخت کې چې خلکو د خپل ژوند لاره ورکه کړې وي او د ژوندي پاتې کېدو په موخه له هېواده بهر تېښته کوي، خلکو ته په هېواد کې دننه د یو روښانه راتلونکې هیله ورکول ډېر ګران کار دی.
نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ته په کار ده تر څو د ژوند د لومړنیو اسانتیاو په برابرولو کې هلې ځلې وکړي، د انسان له مهاجرت او د غیر قانوني قاچاق مخه دې ونیول شي، نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د کار په برابرولو او په ټولنه کې د تېښتې د روحيې په کمولو کې مرسته وکړي څو یې خپل هېوادونه د مهاجرینو له روان ناورین څخه ژغورلي وي او په نړۍ کې يې د بشري ناروین د پېښېدو مخه نیولې وي.
په تېرو څو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان په بنسټیزو برخو کې هېڅ د پام وړ کار او مرسته نه ده کړې، په کار ده چې په هېواد کې بنسټیزې پروژې پلې شي او هېوادوالو ته د اوږدمهال لپاره کارموندنه وکړي، په هېواد کې د رسنیو له لوري په منفي تبلیغاتو دې یو څه کنټرول رامنځته شي او د دغه کار مخه دې ونیول شي، په هېواد کې دې په لویه کچه د باور رغونې فضا رامنځته او د خلکو او حکومت تر منځ دې باور ایجاد شي، په هېواد کې دننه په ژوند کولو سره دې خلکو ته ډاډ ورکړل شي، سیاسي مشران دې خلکو ته د رسنیو له لارې په هېواد کې دننه د دوی د کورنیو د شتون باور ورکړي.
د داعش او طالبانو لپاره دې په یو ډول نه یو ډول کېدونکي ګټور تبلیغات بند شي تر څو په فکري ناامني لري او ثبات رامنځته شي، د روښانه راتلونکي لپاره دې لاره هواره شي تر څو ولس ته د ژوند کولو لاره وټاکل شي او له رواني سر درګمۍ څخه وژغورل شي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.