تېره اونۍ په امریکا کې پاکستاني سفیر وویل چې افغان حکومت څلوېښت سلنه خاوره له لاسه ورکړې ده او ورځ تر بلې یې حاکمیت کمزوری کېږي. نوموړي دا خبرې په داسې حال کې وکړې چې له یوې خوا طالبان غواړي د تېر په څېر پسرلني عملیات پیل کړي او له بل پلوه په وروستیو کې روسيې د طالبانو ملاتړ ته د پاکستان په منځګړتوب را دانګلي خو اوس مهال کله چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار روسیې ته سفر وکړ نو روسیې وویل چې غواړي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي او تر څنګ یې هم مهاله اعلان وکړ چې په اپرېل کې د سیمې او ګاونډیو ۱۲ هېوادونو تر منځ د افغانستان په تړاو کنفرانس هم را وبلي، نو دلته د پاکستاني سفیر خبرې په څه معنا؟ غواړم لږ بحث پرې وکړم.
لومړی- تېر کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کېدې او دا هغه څه و چې د امریکا د سیاستوالو زیاته پاملرنه یې په کور دننه امریکایي مسایلو او ټاکنو ته اړولې وه او د امریکا بهرنی سیاست او په ځانګړي ډول د افغانستان مسئله ډېره لږه یاده شوه نو په نړیواله او سیمه يیزه کچه دا فکر کېده چې ګواکې افغانستان نور د امریکا له پامه غورځېدلی یو هېواد دی، په ځانګړي ډول طالبانو او پاکستان فکر کاوو چې دوی اوس په اسانۍ سره کولی شي افغان حکومت سقوط کړي او یا هم تر خپل اثر لاندې راولي.
دويم- د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ کله ناکله د واک او نورو مسایلو پر سر ناندرۍ او شخړې یو بل داسې علت و چې طالبانو فکر کاوو چې دوی توانېږي هغه څه چې د دوی ستراتیژک هدف دی، ترلاسه کړي؛ ځکه دغو مسایلو به زیات وخت پر امنیتي مسایلو سيوری غوړولی و او د سیاسیونو پاملرنه به د جګړې او امنیت پر ځای خپلو سیاسي مسایلو ته وه چې د بېلګې په توګه د کندوز سقوط هم یادولی شو.
نو طالبانو دې او دې ورته مسایلو ته په کتلو سره د پاکستان په مرسته په ۱۳۹۵ کال کې په خپل ستراتیژیک پلان کې روسیې ته ډاډ ورکړی و چې دوی کولی شي د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره لاندې کړي او د روسيې د ملاتړ په څنګ کې کې به دوی د امریکایانو ماتې او همدارنګه د داعش مخه هم ډپ کړي و اوسي او دوی دغه کار په اسانۍ سره کولی شي. روسيې هم د همدغه ډاډ له امله له طالبانو سره مسقیمې او غیر مستقیمې مرستې پیل کړې او باور یې پرې وکړ څو وکولي شي له دې لارې په افغانستان کې خپلو نفوذ زیات کړي او د امریکا او ناټو مخه ونیسي.
خو دا مسئله هغه وخت سرچپه شوه کله چې طالبان د ۱۳۹۵ کال په جریان کې د جګړې په ډګر کې له ډېر ځاني زیان سره مخ شول؛ لکه د کندوز، جوزجان، غزني او اروزګان لپاره د طالبانو د والیانو وژل کېدل، د میدان وردګو لپاره د طالبانو د نظامي مسوول وژل کېدل، همدارنګه په کندهار کې د طالبانو زیات شمېر ولسوالان ووژل شول، تر څنګ یې د طالبانو په ډله کې انشعاب رامنځته شو؛ ځکه ملا رسول د طالبانو له لیکو بېل شو او د ملا هیبت الله ډلې طالبانو پر ضد یې وسله واله مبارزه پیل کړه او طالبان یې زیاتره پاکستان ته پر جاسوسۍ او کار کولو سره تورن کړل.
همدارنګه د نړیوالو ځواکونو له خوا په تېر ژمې کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې هوایي بریدونو دوام وموند او طالب قوماندانان او د هغوی سرګروپان په نښه شول او له منځه یووړل شول.
د امریکا د نوې ادارې په راتګ سره په لومړیو کې دا فکر کېده چې د ټرمپ پاملرنه به افغانستان ته زیاته نه وي خو اوس چې ګورو د ټرمپ ادارې افغانستان ته پاملرنه زیاته کړې او په وروستیو کې له افغانستان څخه د دوی ملاتړ او اړیکې د دې لامل شوې دي چې د طالبانو او پاکستان د اندېښنې وړ وګرځي.
بله د یادولو وړ موضوع، په وروستیو کې پر پاکستان باندې د نړیوالې ټولنې له خوا ځانګړی فشار او د امریکا په ملي شورا او نورو سیاسي مجلسونو کې د پاکستان د بدنامۍ او هغې څېرې لا روښانتیا ده کومه چې د تروریزم په ملاتړ کې نړیوالو پېژندلې ده او د یو شمېر امریکایانو غوښتنه چې پاکستان باید د تروریزم ملاتړ کوونکو هېوادونو په لېست کې شامل شي هم د پوره اهمیت درلودونکې ده.
د پورته ذکر شوو موادو په نظر کې نیولو سره، ویلی شو چې اوس پاکستان کوشش کوي څو په نظامي برخه کې خپله ماتې جبران کړي او مخ تبلیغاتي او رواني جګړې ته واړوي، څو په جګړه کې د مات شوو طالبانو مورال بېرته ورغوي؛ ځکه داسې اوازې دي چې د جګړې په ډګر کې د طالبانو پراخ تلفات د دې لامل شوي چې هغوی اوس خپلو لیکو ته په اسانۍ سره ځوانان او یا هم طالبان جذب نه کړل شي. نو اوس دوی غواړي بېرته مورال ورکړي څو له یوې خوا طالبان غښتلي او له ځانه بېل وښیي او بلخوا نړیواله ټولنه بېرته پر ځان باوري کړي او پاکستان خپلې مرستې او اړیکې ورسره ښې کړي. بل دا چې غواړي روسیې ته په داسې وخت کې د طالبانو د غښتلتیا پيغام ورکړي چې روسیه په پام کې لري، د روانې میاشتې په ۱۴مه په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکی کنفرانس کوربنه شي نو دا مسایل یوازې او یوازې د تبیلغاتو په بڼه دي او بس.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.