Language

د کابل ولایت د کلکانو په ولسوالۍ کی د واکسین د پروګرام د کتنې په مهال کې مې ډیر څاروي لرونکي ولیدل، چې د څارویو د واکسین کولو نه یی ډیر خوښ او منندوی وو. نن ورځ دکلیوالو په ګډون ډیر افغانان پدی پوهیږي، چې یو شمیر داسې  ناروغۍ شته، چې له څارویو نه انسان ته لیږدي او د مخنیوی غوره لاره یې د څارویو واکسین کول دی.

یو څاروي  لرونکو راته وویل، چې په تیر وخت کې موږ په رواجي او عنعنوی توګه د څارویو په اړه پاملرمه نه کوله دا ځکه، چې موږ فکر کولو چې دا کومه ستونزه نده. که څاروی ناروغه شی نو هغه به حلال کړو او په بدل کی به یی بل څاروی و پیرو. مګر اوس د څارویو د روغتیا او د هغوی د واکسین کولو په ارزښت پوه شوي یو. موږ خپل څاروی واکسین کوو او هغو ته پاملرنه کوو. موږ همدا ډول خپله ښه روغتیا باوري کوو.

د افغانستان اقتصاد تر ډیره بریده د څارویو په ساتنه پوری تړلی دی، او دا کار انساني نفوس د څارویو د مکروبونوپه وړاندې حساس کوی. همدا ډول افغانستان د څارویو د محصولاتو غټ واردوونکی دی، او دا به ډیره ښه وي، چې د افغانستان د څارویو لرلو برخه د څارویو د ښی روغتیا د لاری لاهم ښه شی، ترڅو په تدریج سره راوړل په لیږدولو او صادرولو بدل کړو. یو له دی ناروغیو نه د بروسلوز ناروغی ده چې ډیره خپریدونکی ده او د کورنیو څارویو نه لکه وزو، پسونو او غوایانو یا سپیو څخه انسان ته خپریږی. او د ککړخوړوپه ځانګری توګه خامی غوښی او نه پاستوریزه شوو شدو څخه منځ ته راځي. دغه باکتریا د هوا د لاری خپریږی او د نستی ټپ او پرانستو زخم او ان تر دی، چې د سالم پوستکی ته ننوزی.

برسلوز د مهمی ناروغۍ په نوم پیژندل شویده او باید د ناروغۍ د کنترول د ملی پروګرام لاندی کنترول شی، ملی پروګرام د کرنی ، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د پراخه نوښت په توګه روغتیا ته پاملرنه ده. د واکسین مبارزه د بروسلوز په مقابل کې په ۲۰۱۳ کال کې پیل او د ناروغۍ تر کمولو او کنترول پوری دوام کوي.

په تیر وخت کې واکسیني مبارزې نه وې، څاروي لرونکي اړ وو، چې ناروغه څاروی وساتی او دی کار د هغوی په لاسته راوړنو باندی ډیره منفی اغیزه لرله. اوس موږ په ولسوالیو او کلیو کی د وترنری تکړه داکتران لرو او د څارویو روغیتا یوه لومړیتوب لرونکې پالیسي ده ، د فارم څاروی په باوری توګه واکسین کولو ته لاسرسی لری. کوم وخت می، چې د څارویو لرونکو نه واوریدل چې د څارویو واکسین کول له هغوی سره مرسته کوی، د خوښۍ احساس مې وکړو چې د همدې مبارزی یوه برخه یم .

موږ د ناروغۍ د کنترول د ملی پروګرام له لاری څارویو لرونکو ته د څارویو د روغتیا په چارو کی روزنه او د ناروغۍ د اداره کولو او مخنیوی په اړه معلومات ورکوو. موږ دغه ډول روزنه هغوی ته په عامه ځایونو، لکه جوماتونو کی ورکوو او هغوی ته د  رسنیو د لاری تبلیغات کوو، ترڅو د هغوی د ګډون اکثریت برید باوري کړو. همداسی، چې موږ د واکسین د مبارزی د تطبیق سره پرمخ ځو په پرله پسی توګه د امنیتی، جغرافیاوي لکه غرني ځایونه ،د مناسبه سرکونو نه لرونکي کلي او د خلکو د پوهې د ټیټی کچی ستونزو او ننګونو سره مخامخ کیږو. د دی ستونزو سره سره موږ دغه پروژه په ټولو ولایتونو کې د ښو لاسته راوړنو سره په بریالیتوب سره تطبیق کړه.

د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ د پیښو شمیره ۵۰ سلنې ته را ټیټه شویده. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې د شپږ میلیونه دوزو په انداره واکسین وزو، پسونو او غوایانو ته په ټول هیواد کې تطبیق شویدي.

زما له پاره د پروژې د ټیم د غړي په توګه دغه په ځانګرې توګه په زړه پوری او د باور وړ وه، کوم وخت چې څاروي لرونکو د ناروغۍ د پیښو د لیدلو وړ کموالی په ځانګړې توګه په انسانانو کی راپور ورکړو. د عامی روغتیا د وزارت د سروی په بنسټ چې په ۲۰۱۵ کال کی ترسره شویده دغه راټیټیدنه یوازی د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي  پروژې د واکسیني مبارزی د تطبیق پایله وه. په ښکاره توګه عامه روغتیا د څارویو د تولیدولو او تولیداتو غوندې ښه شویده. د کرنې یو قوی بنسټ د هیواد په ثبات/ټینګښت کی شاید اوږده لاره ووهی او د کار دغه موخه ما هڅوي او زما د کار ورځنۍ اغیزې را یادوی.

د بڼوالۍ او مالدارۍ ملی  پروژه د ( د افغانستان د بیارغونې صندوق) په مالي مرسته د ناروغیو د کنترول د ملي مبارزې د پروګرام لپاره د تخنیکي مرستو، لکه زده کړو او تجروبو د شریکولو له لارې د کارکوونکو د ظرفیت  په جوړولو کې  همکارۍ کوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه