احتمال لري چې د نړۍ نفوس به په ۲۰۵۰ میلادي کال کې کابو له لس ميليارده څخه لوړ شي، له بلې خوا د کرنيزو ځمکو څخه د حاصلاتو اخيستلو طريقه په دوديز ډول ده، خو دغه دوديز سيستم ته د چټک بدلون اړتيا شته؛ ځکه چې د تغذيې د نشتوالي له امله سخته لوږه رامنځته کېږي.
کارپوهان وايي چې پر ځمکه د نفوسو وده لاهم دوام لري، مګر د ځمکې ساحه ۲۴۰۰۰ کيلومتر مساحت لري چې د اوسني نفوس لپاره کفايت نه کوي، کرنیزې سیمې هم په تدریجي توګه کمې شوې دي؛ دا ځکه چې د ښارونو ساحه پراخه شوې ده. په دې وخت کې د ځمکې پر سر د لوږې کیفیت دا دی چې د هرو نهو کسانو له ډلې یو کس له تغذیې څخه محروم دى.
ساینس پوهان وايي چې د غنمو کموالي يو لوى لامل د حاصلخيزو ځمکو کمښت هم دى . ټولنیز کارپوهان په ښکاره ډول وايي چې د خوړو عرضه کولو بهیر کې د خلکو د ودې مخه نیولو پروسه له امکان نه بهر ده..jpg)
په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به د نړۍ نفوس شاوخوا اته ميليارده شپږ سوه میلیونه وده ومومي او په ۲۰۵۰میلادي کال کې به دا نفوس کابو له لس ميلیارد څخه لوړ شي، که چېرې نفوس په ورته سرعت کې وده وکړي، بیا به په راتلونکو اتيا کلونو کې له يوولس ميليارد څخه زيات خلک پر ځمکه ژوند کوي.
په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به د نړۍ نفوس اته ميلیارده شپږ سوه میلیونو ته ورسېږي او د خوړو يا تغذيې برابرولو پروسه به د روان حالت لپاره يو ستره ننګونه وي. ټولنیز متخصصین په دې باور دي چې په ځمکه کې خواړه نه دي کم شوي، مګر اصلي ستونزه داده چې د سپارلو سیستم په ښه چوکاټ کې نه دى مديريت شوى.
د متخصصینو په وینا، ډېر وخت خواړه د خوړلو پرځای ضايع کېږي او له دغه عمل څخه د لوږې چاپېريال منځته راځي، د تغذيې د ضايعاتو په اړه بايد جدي او کلک ګامونه پورته کړل شي، ترڅو د لوږې له منځه وړلو لپاره يوه اسانه پروسه په کار شي.
کرنيز ساینس پوهان وايي چې د چاپېریال بدلونونه ځمکې ته ادامه ورکوي او د دغو بدلونونو له امله ډېرې کرنیزې سیمې نور نه شي کولی کرنه وکړي. یو له اصلي لاملونو څخه هم تر ځمکې لاندې د اوبو کمښت او د مالګې زیاتوالی بلل کيږي. د ډېر دوامداره کښت له امله د وخت په تېرېدو سره ځمکه د حاصلاتو ورکولو لپاره کمېږي او کرار حاصلخېزه ځمکه مخ په کمېدو ده.
په اوسني وخت کې د هر کس لپاره د ځمکې له خېټې څخه څلور زره کالوري تولیدېږي چې دا د يو کس اړتیا نه زيات توليدېږي او زياتوالى يې زیان رسوي، که چېرې د نړۍ هېوادونه د تغذيې لپاره پاک سیستم جوړ کړي، نو د تغذيې رسولو ننګونه به نور د اوسني نفوس لپاره پاتې نه شي۔
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.