نړۍ د ورځې په تېرېدو سره په دې لټه کې ده ترڅو د انساني ژوندانه د ښوالي په موخه اساسي او ګټور ګامونه پورته کړي، ډېر کلونه وړاندې نړیوال په دې وتوانېدل ترڅو د انټرنټ نوې نړۍ رامنځته او په نړۍ کې شته فاصلې له منځه یوسي په همدې پار یې انټرنټ رامنځته او د انسانانو د نښلولو په موخه په ټوله نړۍ کې د ګټې اخستنې وړ وګرځېد .
افغانستان چې د نړۍ له دې بهیر څخه د تېرې دېرش کلنې جګړې په پایله کې پاتې لکه څنګه چې د ژوندانه په نورو برخو کې ونه وتوانېد چې پرمختګ وکړي همدارنګه له انټرنټي خدمتونو څخه هم په وخت سره برخمن نه شو. زموږ هېوادوال د جګړو په تیارو کې همداسې پټې سترګې وساتل شول او د هرې روا او ناروا جګړې لپاره وکارول شول، دوی له نړۍ او نړۍ له دوی څخه بی خبره پاتې شوه.
افغانستان ته د نړیوالو راتګ د دې لامل شو ترڅو یولړ پرمختګونه رامنځته او د افغانانو ژوند یو ستر او نه هېرېدونکى بدلون وکړي چې دادى نن موږ په ټول هېواد کې له ۷ څخه تر ۸ میلیونو پورې د ګرځنده ټيلېفون (مبایل) او له ۲ څخه تر ۳ میلیونه پورې د انټرنټ ګډونوال لرو او دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې نن افغانان ډېرو امکاناتو ته لاس رسی لري.
د افغانستان برېښنا شرکت پر داسې یوې طرحې کار کوي ترڅو د مزو له لارې په ډېرې اسانۍ سره د برېښنا ټولو ګډونولو ته د انټرنټ خدمتونه وړاندې کړي.
باید یادونه وشي چې د برېښنا شرکت دغه طرحه له افغانستان څخه مخکې د نړۍ په یو شمېر پرمختللو هېوادونو کې پلې شوې ده، نو اوس افغانستان برېښنا شرکت هم مټې رانغاړلي ترڅو هېوادوالو ته د برېښنا د چوپړ ترڅنګ د انټرنټ اسانتیا هم په اسانه او ارزانه توګه برابر کړي.
په اوس وخت کې په افغانستان کې د اتو په شاوخواکې مخابراتي کمپنۍ کار کوي او د هېوادوالو لپاره د ټیلېفون او انټرنټ خدمات وړاندې کوي، برېښنا شرکت غواړي د دې شرکتونو ترڅنګ هېوادوالو ته د انټرنټ چټک او اسانه خدمتونه وړاندې کړي او د برېښنا د شته مزو له لارې چې زموږ د هېوادوالو کورونو ته غځېدلي انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي او د هېواد د پرمختګ پر لور یوبل ستر ګام پورته کړي.
کېدای شي د دې انټرنټي سیستم یو ښه والی دا په ګوته کړو چې نور سیستمونه په ځينو حالاتو کې او یاهم په ناامنه سیمو کې د شپې له خوا د مخالفینو د ګواښونو په پایله کې بندېدل او د ګډونوالو اړیکې به له نورو سره پرې کېدې، دا سیستم چې برېښنایي ده او نه شې کیدای چې د مخالفینو له ګواښونو سره بند شي نو ویلای شو چې انټرنټ به ۲۴ ساعته د ګډونوالو په خدمت کې وي.
د افغانستان برېښنا شرکت د خپلو کارکوونکو، ملي او نړیوالو همکارانو په مرسته د دې طرحې تدارکاتي برخې ته رسېدلی او ټاکل شوې چې دا ستره ملي پروژه د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره چمتو او پلې کړي، ترڅو په دې کار سره د خصوصي سکتور لپاره په هېواد دننه د کار زمینه برابره شي. برېښنا شرکت به له دغې پروژې څخه پرته له دې چې کوم لګښت پرې وکړي په کلني انډول زیات عاید ترلاسه کړي او دا پروژه به په یوستر عایداتي سرچینې بدله کړي، نه یوازې داچې برېښنا خپل عواید لوړ کړي، بلکې له دې سره به د دولت په مالیې کې هم خورا زیاتوالی راشي.
دا چې په اوس وخت کې په هېواد کې د کاري زمینو نشتوالي خلک اندېښمن کړي دا ستره ملي پروژه به د هېواد په کچه په ډېر شمېر مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري زمینې برابرې کړي او خلکوته به د دوی د ژوند د کچې په لوړېدو کې ډېره مرسته وکړي.
برېښنا شرکت د دې پروژې د اصلي څښتن په توګه کولی شي په خپلو مرکزي او ولایتې دفترونو کې له چټک او وړیا انټرنټ څخه د خپلو چوپړتیاوو د برابرولو په موخه ګټه پورته کړي، د هېواد هغه سیمې چې هلته د انټرنټي خدمتونو رسول ناشوني برېښېدل وبه وکولی شي اسانه او ارزانه انټرنټ ترلاسه او خلک د خپلو ورځنیو چارو د ښه والي لپاره ځینې ګټه پورته کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.