Language

author avatar
14 Dec 2017 - 11:09
author avatar
14 Dec 2017 - 11:09

له نن څخه شاوخوا شپږ  یا اووه کاله مخکې که چېرته به د افغانستان په کوم ولایت کې د خوراکي یا نورو توکو بیې لوړې شوې، نو ټول خلک په دې پوهېدل چې پاکستان بیا پر موږ لارې بندې کړې دي. دا موضوع به زیات په هغو وختونو کې پېښېدله چې د دواړو دولتونو تر منځ به په کومه سیاسي موضوع اختلاف راغی .

همدا شان د هغه وخت دولت هم په دې نه شواى توانېدلی چې داسې یوه معقوله لاره ورته پیدا کړي تر څو دوى د پاکستان له انحصار څخه نجات موندلی واى، هغوى به هم د خدای هیلې ته ناست و، تر هغه چې پاکستان به د تورخم یا نورې سرحدي لارې پرانيستلې او خپلو صادراتو ته به یې اجازه ورکړه.

په دې معنا چې تر ډېره پورې زموږ  ولس ته د لومړنیو توکو د رسېدو واک د پاکستان په لاس کې وو او له سوداګرۍ څخه یې د فشار د الې په توګه کار اخيست او ګومان یې کاوه چې دا خوار  ولس به تل د دوى تر تجارتي کنټرول لاندې وي.

خو اوس شکر داسې نه ده، د نوي دولت د رامنځته کېدو راهيسې کله چې ولسمشر غني ته د پاکستان شوم اهداف معلوم شول نوموړي تر هر څه ژر په دې کار پیل وکړ چې څنګه د سوداګرۍ په برخه کې له پاکستان څخه ځان وژغوري. هماغه وو چې د چابهار بندر تړون یې لاسلیک کړ چی ددې بندر له لارې افغانستان، ایران او هند ګډ تجارت پر مخ وړلی شي همدا شان دا بندر د سوېلي اسیا هېوادونه له منځنۍ اسیا سره نښلوي.

ددې بندر له برکته اوس موږ  تر ډېره د خوراکي او نورو توکو په برخه کې د پاکستان له وارداتو خلاص یو او کولی شو خپلې اړتیاوې له هند او ایران سره په سوداګرۍ پوره کړو.

 بل د خوښى ځای خو دا دى چې  اوس تازه د پاکستان زیاترو رسنیو خبر ورکړی چې  افغانستان ته دپاکستان د صادراتو په کچه کې د ۲۰۱۰ م  کال په پرتله شاوخوا ۶۰ سلنه کموالی راغلی چې دې موضوع د نوموړي هېواد سوداګر او نور دولتي چارواکي اندېښمن کړي .

په راپورونو کې داسې هم راغلي چې کله به پاکستان د سوداګرۍ پر مخ سرحدي لارې وتړلې نو له دې سره سره چې افغان لوري ته یې زیان اړاوه، دوى هم ترې زيانمن کېدل، نو له همدې امله دوى د خپل تجارت مخه سنګاپور، دوبۍ او بنګلادېش ته کړه. بله مهمه خبره دا ده چې پاکستان داسې انګرله چې افغانستان ته به تجارت تل ددوى په  واک  کې وي مګر داسې ونه شول او ددوى د تمې خلاف عمل ترسره شو.

همداشان د وارداتو د زیاتوالي او صادراتو کموالي له امله د تېرې سه شنبې په ورځ د پاکستان پولي واحد(روپۍ) ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې د تېرو څلورو کلونو ریکارډ مات کړ او ارزښت یې راټیټ شوی، د دې کار لوى لامل دا هم کېدلی شي چې افغانستان ته  د پاکستان ۶۰ سلنه  صادرات کم شوي.

 نو که د یوه افغان په توګه د ولسمشر دې مېړانې ته وګورو موږ او تاسې پوهیږو چې نوموړي پاکستان په کومه برخه کې ونه ځاپه، په ټوله نړۍ کې یې نورې بې شرمۍ لا کمې وې چې اوس یې د سوداګرۍ په برخه کې هم لوى تاوان وکړ او اوس الحمد الله افغانستان ورو ورو د ځان بسیاینې لوري ته  روان دى  او لرې نه ده چې یو وخت به زموږ هېواد یو سوکاله او پر ځان بسیا هېواد وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه