Language

author avatar
7 Jan 2019 - 10:54
author avatar
7 Jan 2019 - 10:54

د امریکا د متحده ایالاتو وېبپاڼې ډيلي کالر کې ( د افغانستان لپاره چین او پاکستان خپل پلان برسېره  کړ ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پي اچ ‌‌‌‌‌‌ډي لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ‌‌‌‌‌‌ډګروال دی، د ‌‌‌‌‌‌ډسمبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړې چې د هغې غټ ټکي ستاسو د معلوماتو لپاره خپروم . 

هغه لیکي: په چاینا ‌‌‌‌‌‌ډيلي کې چې یوه دولتي رسنۍ ده د چین د متحد پاکستان یوه لیکونکي ( پاکستان د افغانستان د سولې د بهیر کیلي ده ) تر عنوان لاندي یوه مقاله خپره کړې. هغه په کنایه او شرمونکې توګه د افغانستان د راتلونکي اړوند د چین – پاکستان د پلان په هکله څرګندونې کړې دي .

د دې څرګندونو ریښه د بېجینګ د حکومتي غیر تینک تانک څخه چې د چین او نړیوال کېدو مرکز نومېږي، منشا اخلي. دا مرکز  د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له خوا جوړ او مخته بیول کېږي چې یو له دوى، په نړیوال سوداګریز سازمان کې د چین د غړي کولو مشر مرکچي و . 

د نوموړي لیکوال مقاله په تېرو ۱۷ کلونو کې د بېځایه او له هغې څخه د ډ‌‌‌‌‌‌ډې کېدونکې جګړې ملامتي د امریکا پر غاړه اچوي . خو  په حقیقت کې دا پاکستان دی چې طالبانو ته خوندي ځایونه برابروي، د هغوى د لښکر ملا تړي کوي، کوم چې د نورو د ګټو لپاره جګړه پر مخ بیایي او بې شمېره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده . د لیکونکي د نظریې خلاف ، دا د افغانستان جګړه نه ده چې ټوله سیمه یې بې ثباته او په خطر کې اچولې وي، بلکې دا د پاکستان کورنۍ پالیسي ده چې اسلامي بنسټ پالنې ته وده ورکوي، د قومونو خود ارادیت تر پښو لاندې کوي او په بهرنۍ پالیسۍ کې له ترهګرۍ څخه د ابزارو په توګه د استفادې له امله  جګړه اوږدوي. 

لیکوال د پاکستان تر څنګ، له  سوېلي اسیا څخه په چټکۍ د امریکا د ایستلو په چاره کې د چین، روسیې، ایران او ترکیې رول ته ګوته نیسي. همدارنګه د یو کمربند او یوې لارې د باالقوه نوښت، په ځانګړي توګه د چین –  پاکستان د اقتصادي دهلیز لپاره چې یورو اسیا، یانې روسیه او منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې د ګوادر بندر سره نښلوي، د امریکا وتل اړین ګڼي. لیکوال ادامه ورکوي، دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې د ویتنام په څېر امریکا له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي او پاکستان کولی شي د هغوى د خوندي وتلو اسانتیا برابره کړي. تر څو چې امریکا وتلو ته غاړه کېنږدي، تر هغه به طالبان په افغانستان باندې خپل بریدونه جاري ساتي. د لیکوال په نظر د کیسې په پاى کې د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت او د شانګهاى د تړون اهداف هغه وخت ترلاسه کیږي چې د چین –  پاکستان پلوي باثباته افغانستان را منځ ته کېدل یقیني شي .

دلته د چین – پاکستان پلان داسې ‌‌‌‌‌‌ډاګیزه کېږي :

د چین متحد پاکستان به په افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات کړي چې د هغه هېواد حکومت کمزوری شي او په امریکا به دومره زور راوړي چې هغه د وتلو معاملي ته غاړه کېږدي. د پاکستان، ایران، روسیې او ترکیې سره جوخت به چین هم د منځګړتوب رول خپل کړي.

د افغانستان لپاره به یو ایتلافي حکومت چې د طالبانو، منځلارو پاکستاني – چینایي پلوه افغان سیاستوالو څخه جوړ وي، وړاندیز شي. له دې سره جوخت به د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو مهالوېش هم تیاریږي.

افغانستان ته به د چین – پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د اشتراک بلنه ورکړل شي، د شانګهاى د سازمان اصلي غړیتوب ته به پورته شي چې د هغه هېواد د بیا جوړونې او ودې اساس برابروي .

پاکستان به د طالبانو له ملاتړ څخه لاس اخلي او د چین – پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو سره چې نور طالبان له افغانستان څخه لرې باسي یو ځاى شي، د کوم څه لپاره چې لا له وړاندې مشترک تمرینونه تر لاس لاندې دي او له کله چې په کابل کې د چین او پاکستان پلوی حکومت تثبتېږي.

دسوېلي اسیا د اقتصادي ولکه کولو لپاره به چین په بلوچستان او عرب سمندرګي کې پوځي ا‌‌‌‌‌‌ډې جوړوي او په دې توګه به د هند سمندر د شمال او د فارس خلیج د اساسي سمندري لارو کنټرول په لاس کې اخلي . په جیبوتي کې چینایي سمندرې ا‌‌‌‌‌‌ډه به د جنوبي چین د سمندري ا‌‌‌‌‌‌ډو سره وتړي او هندوستان به کنج ته کړي . 

د انګېزې له مخې، د خبرو اترو میز ته په طالبانو تمرکز ، ښيي چې د امریکا حکومت د چین- پاکستان د پلان په وړاندې په سوېلي  اسیا د غلبې کولو کومه ستراتېژي نه لري .

یادونه :

که د لاورینس سلین لیکنې ته چې د پاکستاني لیکوال د هغې لیکنې په تړاو شوي چې سرچینه یې د بېجینګ تینک تانک د چین او نړیوال کېدو مرکز څخه منشا اخلي ، وګورو وینو چې پاکستان ، چین ، روسیه ، ایران او ترکیه د خپلو ګټو د خوندي کولو په موخه په مشترک ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان ځمکه کاروي ، جګړې ته ابعاد ورکوي او ان د سولې چاره په خپل لاس کې نیسي . د افغانستان لپاره د موقتي حکومت طرح راباسي او د افغانستان راتلونکی اقتصادي ټولنیز انکشاف پلانوي او چین ته په سیمه کې د امریکا د بدیل په توګه وړ ځاى لټوي .

د افغانستان د حکومت دننه، په سیاسي  ګوندونو ، مدني ټولنو او د عامو افعانانو په منځ کې یو تعداد کړۍ او ځينې مستقل شخصیتونه هم په یو شمېر کچو کې د ورته نظر پلوي او یا مشابه طرحو ته عملي کار کوي . ځکه په ‌‌‌‌‌‌ډېرو ملي پرېکړو کې د نظر تشابه او ورته والی کمزوری ښکاري . که د افغانانو اګاه کټګورۍ دغو حساسو او سرنوشت ټاکونکو مسألو ته له ملي افغاني ليدلوري پام ونه کړي ، ‌‌‌‌‌‌ډېره ستره تېروتنه به وشي چې د هغې جبران به بیا په هره بیه ناشونی وي .

له دې کبله د سولې د بهیر ، له نړیوالې ټولنې سره د مشارکت ، د افغانستان د هر اړخیز انکشاف او سلامت مسألې زموږ ټولو هېوادنى چلن ایجابو! 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه