د دوو یا ډېرو اړخونو تر منځ هغو خبرو اترو ته مذاکرات وايي ، چې پرېکړې ته د رسېدو لپاره ترسره کېږي. مذاکراتو کې ګټونکی واضح معلوم نه وي، بلکې دواړه خواوې د خپلو ګټو په نظر کې نیولو سره د خبرو له لارې تفاهم ته رسېږي او دا خبرې هغه وخت کېږي چې ښکېلې خواوې شخړه کې تاوان ویني يا هم هغه مهال کېږي، چې طرفونه د شخړو او دعوو لپاره کافي اسناد ونه لري.
مذاکرات کله د جانیبیونو تر منځ مستقیم وي او کله بيا د یو یا ډېرو منځګړو په حضور کې ترسره کېږي. مذاکرات فرق لري، یو ډول يې داسې دي چې درېيمګړي د لوريو ترمنځ یوازې د مذاکراتو زمینه برابروي او یو ډول داسې دي چې منځګړي یو طرف او بل طرف په مختلفو تکتیکونو سره پرېکړې ته د رسېدو لپاره رضا کوي.
د منځګړي له رول او تکتیکونو تېرېږو نېغه په نېغه د مذاکراتو پر تکتیکونو او ګټونکي لنډ بحث کوو، البته د لیکنې انګيزه اوس مهال د امریکا او طالبانو تر منځ مذاکرات دي. دغو روانو خبرو کې دواړه خواوې د ډېرې ګټې لپاره له مختلفو تکتیکونو کار اخلي.
زموږ ډېری هېوادوال چې له بېلابېلو ادرسونو د طالبانو، امریکا او افغان دولت خبرې واوري نو وارخطا شي، په ټولنیزو رسنیو کې مایوسه او یا هم په قهر وي. د روان حالت د ښه تحليل لپاره کېدی شي چې دا لنډه ليکنه تاسو سره مرسته وکړي.
د مذاکراتو تکتیکونه: لومړی دا چې تر مذاکراتو مخکې جانبین د شخړې د هواري لپاره هر اړخیزه مطالعه کوي او سره کرښه له ځان سره پټه ټاکي. د دې تر څنګ د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې پر غوره بدیل او بدترین بدیل فکر کوي چې په انګلیسي کې ورته Best Alternative to a Negotiated Agreement Worst Alternative to a Negotiated Agreement وايي، مانا دا چې د مذاکراتو د ناکامیدو په صورت کې به غوره بدیل او بد بدیل کوم وي. بدیلونه سره پرتله کوي، که د غوره بدیل تله درنه وي نو ډېر نرمښت نه ښیي، هڅه کوي چې تر خپل غوره بدیل ډېر څه لاسته راوړي.
که غوره بدیل یې کمزوری وي او بد بدیل ته د تګ امکان ډېر وي نو بیا ډېر نرمښت ښیي. دويم دواړه جانبین د مذاکراتو پيل کې د افراط تر کچې د یو او بل مخې ته وړاندیزونه او غوښتنې ږدي.
د بېلګې په توګه د پیسو معامله راوړو: که له یو لوري سره کرښه د مذاکراتو له لارې پنځوس ميليونه افغانۍ ترلاسه کول وي نو د پنځه سوه ميليونه افغانيو غوښتنه کوي، همدا شان دويم جانب، غواړي چې مخالف لوري ته تر سل ميليونه افغانيو پورې ورکړي او همدا یې سره کرښه وي نو د شل ميليونه افغانيو وړانديز کوي. دا ډول چانيز تکتیکونه امریکا کې ډېر استعمالېږي، افغانستان کې بيا تر دې کچې نه دي. که د طالبانو او امریکا اوسنیو مذاکراتو ته وکتل شي نو همدغه تکتیک په کې روان ښکاري.
طالبان لوړ غږېږي، امریکا يې جګه تړي او افغان دولت يې ټيټه نه وايي. معمول دا دی چې طرفونه تر لومړنيو وړاندیزونو او غوښتنو وروسته بیا د قوي دلايلو په وړاندې کولو او کوم لوري سره د څه اسنادو د لرلو په وجه یو او بل ته ټیټېږي او یو تفاهم ته رسېږي.
شاید پورتنۍ معامله د پنځوس ميليونه او یا هم اويا ميليونه افغانيو په ورکړې سره ختمه شي. په دې صورت کې دواړه خواوې فکر کوي چې دوی په ګټه کې شول، ځکه یو طرف فکر کوي چې ټاکلی هدف پنځوس ميليونه يې تر لاسه کړ او د اويا ميليونه افغانيو په ترلاسوي وايي چې شل ميليونه يې زيات هم ترلاسه کړل.
دويم جانب فکر کوي چې تر سل ميليونه افغانيو کمې پيسې يې ترلاسه کړ نو گټه يې کړې. که د دواړو خواوو غوره بدیل له شويو وړاندیزونو او غوښتنو گټور وي نو بیا مذاکرات اوږدېږي او زیات وخت نیسي.
که مذاکرات درېیمگړی لري نو دغه وخت له خپلو تکتیکونو کار اخلي، د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې دواړو جانبو ته ناوړه پایلې او تاوانونه په ګوته کوي، پرېکړې ته د رسېدو نوي اپشنونه ورته ښيي او دوی ته پر اپشنونو (اختیارونو) د فکر کولو وخت ورکوي. نورو ملګرو او ملاتړو سره یې غږېږي، د نه منلو په صورت کې منځګړی د کومې پرېکړې حق نه لري دا حق هم نه دی ورسره چې کوم لوري ته ګرم يا ناګرم ووايي. د
مذاکراتو ګټونکی: ما پورته يادونه کړې، چې د مذاکراتو ګټونکی معلومول ګران کار دی خو د جنګ په مذاکراتو کې بیا ګټنه په لاندې ډول اندازه کېږي:
د جنګ میدان د چا په کنټرول کې دی (طالبان پر ډېر افغانستان مسلط دي او که افغان دولت یا امریکا)، د ذخیرو او معدنونو استعمال د کوم لوري په لاس کې دی، څوک مالیه اخلي، خلک چا سره دي او څوک یې اداره کوي، د چا اردو یا جنګیالي له منځه تللي دي، د چا جنګیالي یا اردو منسجمه ده او سمه اداره لري، د چا تلفات ډېر دي، د چا مالي زیان ډېر کېږي،څوک ډېر ملاتړي هېوادونه لري او داسې نور…؟
اوس نو زما پر ځای خپله نتيجه ګيري وکړئ، دومره به زه ووایم چې د اړخونو مرکو او ليکلو پسې ډېر مه ګرځئ يا تشويش مه کوئ ځکه تبليغاتي ادرسونو نه د ډېرې ګټې لپاره تکتيکي کار اخيستل کېږي. قطر کې د بندو دروازو تر شا د روانو خبرو پایلې څنګه راوځي د وارخطايۍ پر ځای حوصلهمن انتظار پکار دی.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.