Language

شاوخوا شپږڅلوېښت کاله وشول چې افغانان د تحمیل شوو جنګونو قربانیان دي. د افغانستان جنتي خاوره، د شرق او غرب زبرځواکونو د قدرتونو په تمرین بدله شوې، د وخت اتحاد جماهر سوسيالستي شوروي چې د هند تودو اوبو ته د رسېدو او د جاناتا ګوند په همکارۍ د ټولې اسیا او د اسیا له لارې په ټوله دنیا د حکومت کولو په خیال د خپلو افغاني عقیدوي ملګرو په مرسته په افغانستان یرغل وکړ. که څه هم د شورویانو مشرتابه نه تنها په افغانانو هر ډول پرمختللې وسلې استعمال کړې، بلکې دافغانانو تر منځ يې د بې اتفاقۍ اور ته لمن وهله، خو بیا هم د افغانانو له کلک مقاومت سره مخ شول، غاښ ماتوونکی او د نړۍ په تاريخ کې يې شرموونکې ماتې ورکړه، اتحاد يې ورته مات کړ، ټوټه ټوټه شرمېدونکي ولاړل.

د پرديو په اشاره یو شمېر جهادي مشرانو بیا د هېواد ړنګولو ته ملا وتړله، ښارونه يې ویران کړل، باغونه يې وسوځول، یو کابل کې څو حکمرانۍ روانې وې، لسګونه زره بېګناه افغانان په کې شهیدان، ټپیان او مهاجر شول.

د امريکا په مشرۍ ناټو او ایساف ځواکونو بیا د نړیوال تروریزم د ختمولو په پلمه دې پاکې خاورې ته قدم کېښود، هغه خاوره کې يې د تروريزم د ختمېدو په نوم جګړه پيل کړه، کوم چې خپله د کلونو راهيسې د تروريزم قرباني و، هغه خاوره چه فرد فرد يې د سولې، مينې او ارامۍ ارمانجن و.

د امریکا په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه د افغانستان جګړه ده، میلیاردونه ډالر يې مصرف کړل، زموږ سلګونه زره هېوادوال يې شهیدان کړل او ډېری په کې په ابدي دښمنۍ واوښتل.

دا چې په افغانستان کې جنګ درې اړخیزه (امریکا، دولت او طالبان) چې په مجموع کې یې افغانان قرباني ورکوي باید سوله هم درې اړخیزه وي :

۱ـــ کله چې دافغانستان په ۹۵٪ خاوره اسلامي امارت حاکم و اود امریکایانو له خوا ړنګ شو اوس چې امریکایانو د جنګ حوصیله له لاسه ورکړې او سوله غواړي دا د طالبانو ملي او اسلامي منل شوی حق دی چې منحیث امارت  له امریکایانو سره خبرې وکړي، خو زموږ  د خلکو غوښتنه دا ده چې وخت عبث تېر نه کړي، ترڅو ډېر ژر د افغانانو د له منځه وړلو مخنیوی وشي.

۲ــــ د دولت او طالبانو ترمنځ روغه جوړه: دا چې په افغانستان کې د یو نظام ډانچه شتون لري هېڅ افغان نه غواړي چې دغه ډانچه تخریب کړي، اکثریت افغانان کوښښ کوي چې دسولې او اصلاح له لارې دغه ډانچه محکمه او فعاله کړي لاکن د سولې لپاره بېلا بېلې ډلې او متفاوت نظرونه موجود دي.

البته، چې د سولې په اړه افغانان په درېیو برخو وېشلی شو:

لومړۍ ډله: د دولت په دننه کې هغه ډلګۍ چې په سوله کې خپل خیر نه ویني او ګټې یی په خطر کې وي، ملت يې له پامه غورځولی دی، عام افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، عزت يې لیلام کېږي، بې کوره شي، بې وروره شي او حتی له کلي کډه وکړي، ولې د دوی بچیان د ساتوونکو په شتون کې په لوکسو او زرهې موټرو کې ګرځي او یا په بهرنيو هېوادونو کې مزې او چړچې کوي.

مرحوم ګل پاچا الفت وايي

ګیرچاپیر چپې وهي خپله مستي کړي د کشتۍ په ډوبیدو د سمندر څه

چه ماشوم پرکټی مري د مورپه غیږ کې په وړو وړو سلګویی د پلندر څه .  

همدوی دي چې په مختلفو لارو چارو د سولې تر شعار لاندې د سولې مخالفت کوي، شرطونه ږدي او بیا کله کله خپله د شرطونو د تطبیق مخالف کېږي هم، دوی وایي طالبان باید اول اوربند وکړي، بیا وایي موږ هغه سوله غواړو چې اتلس کلنې لاس ته راوړنې ضايع نه شي، کله کله دا هم وایي موږ دايمي سوله غواړو او کله بیا طالبانو سره د مخامخ خبرو شرط را وړاندې کړي. همداء ډله ده، کله چې د سولې خبرې را ژوندۍ شي په مختلفو لارو چارو (رسنیو، خواله رسنۍ او نورو) له لارې اوازې خپرې کړي، نفرتونه ایجاد کړي، نفرتونو او یو بل څخه د لرې والي غږ پورته کړي او بالاخره د جنګ په اوږدوالي کې خپل خیر ويني.

باوري یم چې په دې ټول پوهه دي، چې کله هم سوله کېږي نو دښمن مستقیم له دښمن سره نه کېني، درېیم ګړی راځي، د دواړو تر منځ کېني او دواړه سره له مذاکراتو وروسته چمتو کوي چې یو بل ومني، البته منل وروسته له هغه کېږي، چې واوري کوم طرف څه غواړي او مقابل طرف څه ورکولی شي، ډېری وخت د دې لپاره چې یو بل ومنل شي او ملت ته يې خير ورسېږي دواړه اړخونه نرمښت ښيي او بالاخره له متواترو مذاکراتو وروسته چمتو شي چې یو بل ته غېږ ورکړي، د عزت پګړۍ يو بل ته پر سر کړي او د وروڼو په څېر یو بل ښکل کړي، تېر هېر کړي او د راتلونکي لپاره په ګډه کار وکړي.

دويمه ډله: هغه ډله ده چې په واقعي توګه سوله غواړي، ولې دا چې دوی له هېواد څخه بېرون او یا يې هم په ښارونو کې ژوند کړی، دافغاني دود، دستور او کلیوالي ژوند سره خاص بلدیت نه لري حتمي ده چې د سولې په میکانیزم یې سر نه خلاصېږي او په غیر شعوري توګه داسې اعمال ترسره کړي چې سوله ټکني کړي. داسې اشخاص ددولت په داخل او ځينې یی بیرون له دولت څخه موجود دي.

درېيمه ډله: ډېری افغانان په افغانستان کې سرتاسري سولې ته لېوال دي، دوی په سوله کې خپل خیر ګوري، سوله د افغاني وروڼو قومونو تر منځ د وحدت او یووالي سبب ګڼي او په سوله کې د سوکاله، ښېرازه، بېطرفه، ازاد، اباد او متحد افغانستان راتلوونکی ویني، سوله ددوی لپاره ژوند، مینه، سوکالي، پرمختګ او بالاخره هر څه دي، ولې د دوی غږ نه اورېدل کېږي، هدف ته نه رسېږي او د ټول افغانستان د خیر لپاره يې د قدم اخيستو مقابل کې خنډونه ایجاد کېږي.

د دې لپاره چې واقعي سولې ته ورسېږو، فرد فرد په کې ځان  وکتلی شي، د یوه سوکاله افغانستان څښتن شوي وسو، نو وړانديز کوو چې د افغانستان بېطرفه علماء کرامو، روحانیونو، ځوانانو او متنفذینو جرګه دې ایجاد او په دې برخه کې دې له افغان دود، دستور او عنعنو سره سم پرمخ ولاړ شي.

یاده ډله به وکولی شي، چې د واقعي منځګړو په توګه چې فعلاً يې تشه محسوسېږي او ورته سخته اړتيا ده. یاده ډله به دالله ج په فضل او د افغانستان د کړېدلي او ځورېدلي ملت د مټو په زور دغه روان ناورین ته دتل لپاره د پای ټکی کېږدي.

د همدغې جرګې غړي باید په تمامه معنی بېطرفه وي، د هیچا تر اغېز لاندې نه وي، حق ته حق او باطل ته باطل ووايي،له الله تعالی څخه اجر وغواړي، هېڅ اړخ ته په تمه نه شي، د اسلامیت او افغانیت له ارزښتونو څخه برخوردار وي، نه د کوم اړخ په تله کې کاڼي واچوي او نه یی په کاڼو وولي.

همدغه د سولې عالي جرګه مکلفه ده چې د ذیدخله اړخونو( دولت او طالبانو) مشرتابه سره کېني له دوی څخه واوري، لیکلی واک ترې واخلي، دوه اړخیزه اوربند اعلان کړي. د دواړو اړخونو مشروع غوښتنو ته ترجیح ورکړي او خپلې بېطرفانه، عالمانه او صادقانه پرېکړې اعلان کړي.

خدائ ج مکړه که چېرې یو له ذیدخله اړخونو څخه اوربند مات کړي او یا پرېکړې ونه مني جرګه به د اسلامیت او افغانیت د منل شوو ارزښتونو په رڼا کې متخلف ملت ته په ګوته کوي او د ولسونو په همکارۍ به ورته جزا ورکوي. 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>انجنير ګل اغا حسني صاحبزاده د عمل ولسی ټولنې مشر دی.</p>