Language

author avatar
4 Mar 2020 - 17:09
author avatar
4 Mar 2020 - 17:09

تر دې وړاندي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې دوه اړخیز تړون لاسلیک شي، د تاوتریخوالي د کمښت یوې اونۍ خلکو ته د سولې نوي هیلې ورکړې خو د دواړو لوریو ترمنځ د سولې له تړون سره د خلکو خوښۍ او اندېښنې هم ملګري وې، ځکه افغانانو د ۱۹۸۰ز لسیزې په وروستیو کې له دې ډول یوه بل بهیر څخه لیدلې ترخې تجربې لا نه دي هېرې کړي.

کله چې د افغان ولسمشر له لورې د امریکا او طالبانو په دوه اړخیز تړون کې د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کېدو خبره رد شول، طالبانو سمدستي پر افغان ملي امنیتي ځواکونو باندې بریدنونه پیل کړل چې د خلکو شته اندېښنې یې څو چنده کړې.

عام خلک چې د تلپاتې سولې په هیله شپې او ورځې شمېري، د امریکا او طالبانو د تړون د پټو ضمیمو په تړاو هم اندېښنې لري. د تړون د پټو ضمیمو خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په سي بي سي ټلوېزیون کې کړې او ویلي یې دي چې ګڼي دا مسئله یې د پټو او محرمو اسنادو یوه برخه ده. له هغه وروسته چې طالبانو له امریکا سره دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ، د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي اړین غړی، شیر محمد عباس ستانکزي هم له طلوع نیوز ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې د تړون د ضمیمو یادونه کړې ده.

که څه هم حکومت په ښکاره د امریکا او طالبانو د تړون د پټو ضمیمو په اړه څه نه دي ویلي، خو ښکاري چې د ۵۰۰۰ زندانیانو د خوشي کېدو ترڅنګ به یې دويمه اندېښنه همدا مسئله وي. د ولسمشر غني او د حکومت د نورو چارواکو له تازه څرګندونو ښکاري چې هغوی هم د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره یو شمېر شرطونه لري؛ له تړون وړاندي په پاکستان کې د مېشتو طالب رهبرانو له پاکستان سره د اړیکو څرنګوالی، د نشيي توکو مسئله او له القاعدې پرته له نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالی هغه شرطونه دي چې د حکومتي چارواکو له لوري څرګندېږي.

د طالبانو او حکومت دواړو له لورې مطرح شوي شرطونه د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندي اساسي خنډونه دي. که چیرې امریکا پر افغان حکومت فشار راوړي چې هرو مرو به اړوند شمېر طالب زندانیان خوشي کوي، بیا نو حکومت ته په بین الافغاني خبرو کې د فشار هیڅ ابزار نه ور پاته کېږي. که حکومت د امریکا له فشارونو سره مخامخ مقابله کوي، ښايي د هغوی له جدي نارضایتۍ سره مخ شي.

ولسمشر غني خبریالانو ته په رسنیزه ناسته کې وویل چې د پنځه زره بندیانو د خوشي کولو مسئله د افغانستان په خلکو پورې اړه لري، دا خبره د دې څرګندونه کوي؛ که ولسمشر د امریکا له ډېرو فشارونو سره مخ کېږي، نو هرو مرو به د سولې د بین الافغاني خبرو په تړاو یو ځل بیا څو زره کسیزه جرګه ور بولي تر څو د سولې د بین الافغاني خبرو نقشه په لاس ورکړي. که چیرې حکومت دا کار وکړي، دا به پر امریکا باندي هم یو ډول ولسي فشار وي.

که چیرې درې واړه لورې، امریکا، طالبان او افغان حکومت په رښتیا سره غواړي چې بین الافغاني خبرې پیل او بریالۍ شي، نو اړینه ده چې له مخکنیو شرطونو پرته بین الافغاني خبرې پیل کړي چې دواړه لورې د مذاکراتي پلاوي په تنظیم کې یو شمېر احتیاطي تدابیرو ته پاملرنه وکړي، چې په دې توګه دي؛

د طالبانو د سیاسي دفتر په غړو کې ځیني داسي کسان شته چې له روانې پروسې سره ډېر جدي برخورد کوي، طالبان اړ دي چې د خپل پلاوي په منځ کې مخالف نظر اصلاح یا عوض کړي. دې ته ورته، د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې او د خبرو په جریان کې د جګړې زیاتوالی له یوې خوا پروسه زیانمنوي، بل خوا، د افغانستان د خلکو باور پر روانه پروسه کم رنګه کوي.

په کور دننه حکومت، سیاسي رهبران، ګوندونه او نور ښکېل لوري، لا هم د نظریاتو جدي لیرې والی لري، حکومت باید په ټول توان هڅه وکړي چې د نظریاتو شته خنډونه لیرې کړي. د بین الافغاني مذاکراتو لپاره واحد پلاوی، له واحد نظر سره، همه شموله خو محدود پلاوی چمتو کړي. که چیرې د پلاوي د کوم کس نظر له عمومي نظر سره په مخالفت کې وي، هغه باید اصلاح یا هماغه کس تغیر شي.

ډېر شرطونه، ډېرې سرې کښې، د یو بل پر وړاندې له سختو الفاظو کار اخیستنه، د جګړې تېزوالی، په پروسه کې د بهرنیانو لویې مداخلې او پر یو بل د باور نه کول؛ هغه څه دي چې پروسه له خنډونو او خدای مکړه له ناکامۍ سره مخ کوي. ښه خبره دا ده چې دواړه لورې پورته ټکو ته پاملرنه وکړي، تر څو روانه پروسه له نوو خنډونو او ګواښونو سره مخ نشي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>اقامحمد قریشي د جرګې په نوم د سولې څېړنیز بنسټ رییس دی؛ هغه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د سیاسي او نړیوالو چارو، سولې او ټاکنو په اړه لیکني کوي. ښاغلی قریشی د افغانستان د ځوانانانو پارلمان پخوانی رییس هم پاتې شوی. </p>