Language

author avatar
12 Mar 2020 - 14:15
author avatar
12 Mar 2020 - 14:15

باچاخان وایي:” د کوم قوم ښځې چې بیدارې شي او د ملک د ازادۍ لپاره ملا وتړي، هغه ملت او قوم څوک غلام نه شي ساتلی” د اسلام له راتګ څخه مخکې چې د جهالت زمانه وه د ښځو حقوق په ښکاره ډول سلب و، د ننګ او عار نښه وه، بلکې د خلکو د پېغور له ډاره ژوندۍ خښول کېدلې، خو اوس چې تر ډېره موږ وایو چې د جهالت زمانه لاړه او روڼ وخت دی په ښکاره توګه د ښځو لپاره ټول حقوق ثابت او قوانین ورته تصویب شوي او په ظاهري بڼه له هر راز حق څخه برخمنې دي،خو ایا دا حق په حقیقي او واقعي توګه ورکړل شوی!؟

تر ډېره بریده ویلی شو چې نه،! زموږ په ټولنه کې په فکري او رواني لحاظ ښځې چې د کوم حق لرونکې دي نه دی ورکړل شوی، زموږ ذهن او فکر یې حق ورکولو ته چمتو نه دی، کومې ښځې چې له کوره د باندې وځي د اکثرو په فکر سم کار نه دی، ډېرى مېرمنې دښه تعلیم لرلو سره سره دندې نه ترسره کوي.

 ایا په لامل یې پوهیږئ چې ولې،!؟ ځکه چې په رښتیا هم خوندیتوب نه شته، وظیفوي او کاري ډاډ او امنیت شتون نه لري،لا تراوسه مو ټولنه محرومه ده، زموږ نظرونه لا تراوسه د ښځو په مقابل کې غله دي. هرڅومره چې محرومیت په ټولنه کې ډېر وي په هماغه اندازه ټولنه د پرمختګ پر لور له حرکته وروسته پاتې کیږي، لکه باچاخان چې وایي: ” ښځه او نارینه د موټر دوه پایې دي، که یوه هم خرابه شي موټر حرکت نه شي کولی”.

د دولت قوانین، حکمونه او تصویبونه په خپل ځای، خو په ټولنه کې ښځو ته حقیقي او واقعي درنښت ورکول زموږ د وګړو کار دی، دا به په شعارونو او مسودې لیکلو ونه شي ترهغه چې له زړه څخه دا ونه منو. که چېرته ښځې زموږ  د ټولنې وګړو له خوا د هر راز ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي، سیاسي … لحاظ د هر اړخیزه مصونیت څخه برخمنې نه شي دا ستونزه به همداسې لاینحله تر پیړیو پیړو دوام ولري او پلار او ورور به دا ډاډ او سکون ونه لري چې لور او خور یې د باندې د امن په فضا کې یا زده کړې کوي یا هم کار او دنده.

نو راځئ چې خپله خپلو ځانونو ته ډاډمنه فضا رامنځته کړو، محرومیتونه له منځه يوسو، ټولنې ته دیوه کور حیثیت ورکړو چې ښځې په کې د خوندیتوب او امن حس ولري او نارینه هم دسکون او ارمۍ حس،!  خپل ذهن فکر او روان داسې وروزو چې ښځه په واقعي توګه د درنښت وړ ده، عزت، عفت او ډاډمن  ساتل یې زموږ دنده او مسوولیت دی، ښځه نیمه نړۍ ده دا نیمه نړۍ باید په تیارو کې پرې نه ښودل شي باید رڼا ته راوایستل شي، دښځو درنښت، احترام او مصونیت له ځانه پیل کړو، انساني کرامت ته یې ژمن شو او درنښت چې حق یې دی ور څخه ونه سپموو.

که هر نارينه  ښځينه قشر ته د  مور، خور، مېرمنې  او  نيا په سترګه وګوري، ښکاره خبره ده چې مېرمنې به نه يواځې خوندي کاري چاپيريال، بلکې د زده کړو لپاره به هم داسې  يو چاپيريال ولري، چې د کورنۍ له هيڅ نارينه غړي سره به يې له کوره د وتلو پرمهال د نه خونديتوب اندېښنه نه وي، او دې ته به وهڅول شي، چې خپلې لوڼې او مېرمنې زده کړو او دندې ته  په ورين تندي پرېږدي او د تګ لپاره يې اسانتياوې برابرې کړي.

که د يوه پلار ترڅنګ  چې اوس يواځې د ډوډۍ پيدا کوونکى دى، مېرمن يې هم ددندې او يوه يا دوه لوڼې يې هم د دندې خاوندانې واوسي، د کورنۍ پر مسوول (پلار) به څومره اقتصادي بار کم وي، او څومره به د کورنۍ اقتصاد د ودې په حال کې وي، معلومه خبره ده چې  دا ډول کورنۍ به  تر ډېره حده  له اقتصادي لحاظه په خپلو مټو متکي وي او د کورنۍ نظم او دسپلين به  يې د ډاډ وړ او له کورني تاوتريخوالي چې زياتره وخت يې اقتصادي ستونزې لامل دي، خوندي او په امن وي.

د مېرمنو د هڅو، همغږۍ، مبارزې ، يووالي او  عامه پوهاوي ترڅنګ د ټولنې او کور مسوول نارينه هم مسووليت لري، چې د خپلو مېرمنو ، خويندو لوڼو او ميندو د زده کړو، حرفو، مسلک او دندو په فکر کې شي او ښځينه د ژوند په چارو کې  د باور وړ مرستندويه وګڼي او  په مشوره ، همفکرۍ او اعتماد سره د ژوند ستونزو ته د مبارزې په موخه په ګډه اوږه ورکړي او بريالي مخ ته لاړ شي.    

موږ بايد ښځوته  په اسلامي او افغاني اصولو برابر خوندیتوب ورکړو، نه په ظاهري سمبولیک او شعاري بڼه، تر څو د ښځو تر څنګه د نارینو لپاره هم ډاډمنه او پرسکونه ټولنه ولرو.

که موږ ښځو ته د اسلام او  بشر حقونو او د وخت له شرايطو سره برابر خپل حقه حقونه ورکړو ، زه باوري يم چې له يوې خوا به موږ د ټولنې د نيم نفوس حق ادا کړى وي ، بلکې ورسره به موږ د سمې نيمې ټولنې ستونزې په بنسټيزه توګه د تل لپاره حل کړې وي،  د  ټولنې  د خنډونو د لرلو په برخه کې بريالي او ټولنيز ژوند به مو د ودې لور ته  بې عيبه حرکت کړى وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه