په لومړي ځل په انلاین ډول د شلو هېوادونو سرمشریزه د نړۍ په ډېرو حساسو او بحراني شرایطو کې جوړه شوه. د روانې میلادي میاشتې په ۲۶مه یاده سرمشریزه په داسې حال کې جوړه شوه چې نړۍ د کرونا د نوي ویروس له سترې وبا سره مخ ده. دوی یو بل ته په مجازي فضا کې لاسونه ورکړل او د یادې ناروغۍ په له منځه وړلو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
دا سرمشریزه د کرونا د نوي ویروس له را پیدا کېدو څه باندې درې میاشتې وروسته، هغه مهال جوړه شوه چې کرونا ويروس یوازې د چین په محدودو کې ایسار نه و او د نړۍ تر دوو سوو زیاتو هېوادونو ته رسېدلی و. درې میاشتې وړاندې کرونا ویروس د چین په وهان ښار او څو کم شمېر سیمو کې د خپرېدو په حال کې و، چې هغه مهال یې نړیوالو یوازې نندارې کولې.
سرمشریزه داسې مهال جوړه شوه، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو اجتماعي، اقتصادي او سیاسي ژوند له ګواښ او بدلون سره مخ دی. په دې ناسته کې د چین (هغه هېواد چې کرونا نوی ویروس لومړی پیدا شوی) ولسمشر شي جین پینګ، له هغو هېوادونو چې له دوی سره یې مرستې او ملاتړ کړی و، مننه وکړه او د دې نړیوالې وبا د له منځه وړلو لپاره یې خپل وړاندیز په څلورو فقرو کې دارنګه وړاندې کړ:
لومړی، موږ بايد له ناولي کرونا ويروس سره ټينګه مبارزه وکړو. دويم، د دغه ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره دې ګډې هڅې وشي. درېيم، د نړيوالو سازمانونو له مثبتو رولونو څخه دې ملاتړ وشي. څلورم، د مختلفو هېوادونو عمومي اقتصادي تګلارې دې له يو بل سره همغږي وکړي. ده همداراز د کرونا ویروس په مقابله کې د چین د لاسته راوړنو او تګلارو یادونه وکړه او نړیوالو ته یې د پلي کولو په اړه سپارښتنې هم وکړې.

د شي جین پینګ په وینا کې ګډه همکاري او له زرهاوو کیلو مترونو لرې د لویو هېوادونو لاس ورکول او د کرونا ویروس د له منځه وړلو او اقتصادي پرمختګ لپاره د پنځه تریلیونو ډالرو ژمنه، د نړۍ د نجات او د نړیوال تعهد لپاره ډېر ښه اقدام دی چې کولای شي انسانان د مرګ له کومي را وګرځوي، خو په کار ده چې دا اقدام د خاورینې کُرې د نورو ستونزو لپاره یوه ښه پیلامه او دغه راز د یوې سلسلې او ادامې پیل و اوسیږي.
ښایي د بشریت په تاریخ کې به په دې کچه پانګونه او نړیواله ژمنه نه وي رامنځ ته شوې، ځکه پخوا به ستونزه او درد هومره سراسري شوی نه وي او نه به هم د نړۍ مشرانو په ذاتي ډول خطرونه داسې حس کړي وي، چې د ژوند واټن به یې په خپلو سترګو ختمېدونکی لیدلی وي.
د کرونا وبا د له منځه وړلو لپاره دارنګه ژمنه د نړیوالې ګرمۍ، تروریزم، سولې او پرمختګ او ظلم د له منځه وړلو لپاره هم ډېر اړین کار دی. بشریت چې اوس مهال د اقلیم له بدلون نه کوم رنځ وړي، ددوی له پیدایښت راهیسې به نه وي ورسره مخامخ شوی. په دې برخه کې چې څو شمېر تړونونه هم لاسلیک شوي، بیا هم د نړۍ یو شمېر قدرتونو ترې سرغړونه کړې، چې وروسته پاتې او مخ پر وده هېوادونه یې قرباني شوي دي.
د تروریزم او جګړو د شومې پدیدې کیسه پر خپل ځای ده. لا هم په لویه کچه انسانان د یادې ربړې بیه پرې کوي او لا هم د یوویشتمې پېړۍ د بشري حقونو دعواداران د مظلومو انسانانو وینو ته تږي او دوی یې د رنګا رنګ ناوړه پلانونو ښکار دي.
هغه وخت چې انساني قرباني په یوه لرې جغرافیه او محکومو او مظلومو ولسونو کې را منځ ته کیږي او ملاتړي یې هم د نړۍ لوی قدرتونه وي، څه ډول به یې جهانیان درد احساس کړي او کومه نړیواله خواخوږي به رامنځ ته شي، چې زرګونه میلیارډ ډالره یې د له منځه لپاره مخصوصه شي.
د کرونا وبا نړیوالې خپرېدو دا وکړل، چې د نړۍ یو شمېر نازدانه ملتونو هم د درد او تکلیف خوند وڅاکه. د دوی حاکمانو چې د نړۍ پر بېلا بېلو کمزورو ملتونو او هېوادونو راج چلاوه او پر هغوی یې تاراج ګډ کړی و، خو طبیعي کړاو د مظلومو له زړونو څه نا څه خبر کړل.
همداراز کرونا وبا دا هم وښودله، چې د نړۍ او انسانیت لپاره کار کوونکي، خواخوږي او هېوادونه چېرې او کوم دي او په کومه کچه رښتیني او پیاوړي دي.
موږ هیله لرو، چې د کرونا وبا د له منځه تلو وروسته به نړیوال نظم او برابري لږ څه سمه شي. دغه راز دا تمه هم شته، چې له یو بله ورک انسان به یو بل بیا ومومي او لکه چې له معنی یې معلومیږي، انسانیت به له کرونا مخکې نړۍ څخه ډېر ښه شوی او پیاوړی شوي وي.
یو ځل بیا غږ او هیله کوو چې لوی صنعتي او اقتصادي هېوادونه دې د نړۍ نورې لویې ستونزې د کرونا وبا په شان مهمې وبولي او په له منځه وړلو کې یې د تېرې سر مشریزې په څېر لاسونه او ژمنې ورکړي.
په همدې تمه
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.