د ګوانتنامو په زندان کې د کرونا ویروس په وړاندې ډېر یوازې یم، د دې لپاره نه وایم چې ځان ته مې خوا بدېږي خو ډېره لېوالتیا مې درلوده چې د مهاجرو په کمپ کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای وای؛ خلک په اروپا کې هر څه لري د ژوند ټول امکانات خو په افغانستان کې خلک له بدختیو سره مخامخ دي خپل ځان په روانه جګړه کې خوندي نه شي ساتلی، دوی په کافي اندازه ستونزې لري پرته له دې چې دا افت ورسره ګډ شي.
ډاکټران دلته راته وایي چې دا ویروس به د میلیونونو انسانانو ژوند واخلي او په داسې هېوادونو کې لکه افغانستان کوم چې لږو روغتیايي اسانتياوو ته لاسرسی لري، ډېره زیاته مړينه به ولري. خلک به ونه توانیږي چې کور ته خوراکي توکي راوړي او دولت به دا ونه شي کولای چې دوی ته په میاشت کې په زرګونو ډالر ورکړي؛ دا یو ډېر جدي دښمن دی او هېوادونو دغه دښمن جدي نه دی نیولی حتی امریکا چې په زرګونو نظامي ښځې او نارينه عسکر لري او همدغو عسکرو ته په نورو ځایونو کې اړتیا لري اوس مهال دوی هسې وخت ضایع کوي.
دا ناروغي یوه نړیواله معضله او افت دی، اوس دا ویروس ګوانتنامو زندان ته هم راورسېد او د لومړي ځل لپاره یې د زندان یو ساتونکی ونیولو، موږ د ورځې له خوا په دې موضوع وروسته خبر شوو، خو موږ ته دا چا ونه ویلې چې تردې وړاندې دا ساتونکی پنجرو ته داخل شوی او په قفلونو یې لاس لګېدلی و که نه؟ موږ په دې وېرېږو چې څرنګه د زندان له ساتونکو څخه ځان لرې وساتو.
زندانونه په دې مشهور دي چې وایروسونه په کې ډېر ژر ژر خپرېږي ما تېره ورځ له یوه ساتونکي سره ټوکه هم کوله چې زه نور تا ته لاس نه درکوم که څه هم دوی موږ ته کله هم لاس نه راکوي، خو فقط په زور او بد معاشۍ سره مې کشوي په شکنجو او ظلم سره مې په زولنو کې اچوي.
درې ډاکټرانو په دې وروستۍ اوونۍ کې زما له لیدنې انکار کړی، زه په دې توانیدی شم چې زه د ډاکټرانو له لیدلو نه انکار وکړم، ځکه دوی ماته هیڅ ډاډ نه راکوي چې ډاکټران به په دې ناروغۍ مبتلا نه وي او زه پرې خبر نه یم.
زه په خپل ځان نه ډارېږم په دې خاطر چې نه غواړم پنجرې ته د دې ویروس د انتقال لامل او سبب واوسم. دا منلی او زغملی شم چې ډاکتر و نه ګورم او روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی ونه لرم، خو دا نشم زغملی چي زه داسې یو څه را انتقال کړم چې نه ورباندې پوهېږم او نه یې کنټرولولی شم.
که دوی دا فکر کوي چې زه ډېر ژر له دې نړۍ ولاړ شم نو زه اخبار لولم په دې خبر یم چې تر یو میلیون کسان تیار دا مرض لري که امریکا نه غواړي ما له زندان څخه ازاد کړي حق لري چې ما تراوسه زندان کې وساتي حال دا چې دا دومره کاله دوی زه په زندان کې ساتلی یم او یو ځل هم دوی نه دي توانیدلي چې په ما کوم جرم ثبوت کړي یا مې محکمې ته حاضر کړي ،دوی باید زما د کورنۍ په اړه فکر وکړي زه په دې پوهېږم چې زه بې ګناه او کوم جرم مې نه دی ترسره کړی، خو زما کورنۍ د ټولو نړیوالو د سترګو پر وړاندې معصومه او بې وسه ده او زه فقط دا غواړم چې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم او بېرته ورته ورشم.
مېرمنې مې نږدې ورځو کې عملیات کړی اوس هم په روغتون کې ده هغه د ویټامین ډي د کمښت ستونزه لري د دې اوسني ویروس خلاف ده او دا نوره هم په خطر کې اچوي نه پوهېږم د دې لپاره درمل خوري او که نه؟ ارمان کوم کاشکې ورسره وم، زه نه غواړم چې هغه ډېره روغتون ته ولاړه شي ځکه چې هلته دا ویروس هم اخیستلی شي او خلک د دې ویروس په اړه هلته ډېر کم معلومات لري.
لور مې مریم تراوسه ښوونځي ته ځي که زه هلته وم نو ما به په کور کې درس ور زده کړی و، مکتب کې دا له نورو زده کوونکو څخه لرې او خوندي نه شي پاتې کېدلی، نو هلته د دې ویروس د انتقال ډېر زیات خطر شته که په دې ناروغۍ اخته شي نو پولیس به راشي هغه به په زور روغتون ته یوسي د دوه یا درې اوونیو لپاره، هغه کوچنۍ ماشومه ده او هیڅوک به ونه توانیږي چې په روغتون کې یې وګوري.
د پلار او مور مې عمرونه تر شپیتو کلونو زیات دي دواړو په خپل ژوند کې ډېرې ناروغۍ درلودې، کله چې بندي شوم په مور مې د زړه حمله هم راغلې وه او پلار مې د شکرې ناروغي لري، ټول داسې خطرونه دي چې د ویروس خلاف مقابله کمزورې کوي او زه په دې اړه ډېر وېرېږم او ماته په دې ګوټه قفلۍ کې کېناستل او نه توانېدل ډېر سخت دي چې د خپلې کورنۍ لپاره هېڅ مرسته نشم کولی. کاش دوی سبا زه محکمه کړی وای حتی که ماته له وړاندې نه هیڅ وخت یا احوال هم رانه کړي زه فکر کوم چې ډېر به په اسانۍ سره ازاد شم حتی که راباندې جرم هم ثابتیږي که دروغ هم وي لږ تر لږه زما سرنوشت خو به معلوم شي، خو دلته زه فقط او یوازې ساتل شوی یم. هېڅ نشم کولای که زما په کورنۍ کې څوک مړه شي دوی هېڅ نه پوهېږي چې زما عکس العمل او غم به څه وي، دا کرونا ویروس داسې یوه ناروغي ده چې خلک ورخطا کېږي په حانګړې توګه د هغه چا په حق کې چې ورباندې ګران او ورته نږدې وي.
د امریکا غږ راډیو کې د یو چا خبرې مې واورېدې چې له کابله غږېده او ویلې يې چې خلک له دې ویروس څخه نه ډارېږي، خو له هغه نه زیات د ټولنې د نظام له سقوط څخه وېرېږي، ما دا لوستي چې خلک په بریتانیا کې له ورخطایۍ څخه کاغذ تشناب اخلي دا به ډېر بې عقل کار وي، خو خطرناک نه ده خو په امریکا کې خلک ولاړل او ټوپکونه یې واخیستل دوی به یو بل په همدغو ټوپکونو و وژني.
افغان حکومت له طالبانو همکاري غواړي زه امید لرم چې خلک به متعهد شي او زموږ د ګډ دښمن د انسانیت خلاف به وجنګیږي دا ویروس حدود او سرحدونه نه پېژني او هر څوک وژني.
دلته زه هېڅ ډاډ او باور نه لرم چې زما کورنۍ به له دې خطرناکې ناروغۍ څخه خوندي وي.
په پای کې که زه وتوانیږم چې خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم، نو د دې لپاره ولسمشر ټرمپ باید د ولسمشر اشرف غني خبره واوري څرنګه له افغان دولت څخه دا تقاضا لري چې په زرګونو بندیان ازاد کړي، اما امریکا یوازینی اخیري افغان زنداني نه شي ازادولی؛ زه فکر نه کوم چې د امریکا ولس به زما له ازادۍ او کورنۍ سره مې د یوځای کېدو په اړه څه ستونزه ولري.
خلک به ماسره په زړه کې رحم ولري که یې حکومتونه ونه لري.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي