لیکوال: استاد دکتور مصباح الله عبدالباقي
په دې کې شک نشته چې اسلام د رحمت دین دی، او په دې کې هر حکم او هر عبادت د یو مقصد لپاره وضع شوی دی، چې د هغې له جملې څخه د جُمعې لمونځ او د جماعت سره لمونځ د دین د ساتنې او حفاظت لپاره وضع شوی دی، همدا راز د شریعت د ضروري مقاصدو څخه یو هم د نفس حفاظت دی، الله تعالی فرمايي: {وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا} [النساء: 29] او ددې په څیر بې شمیره نصوص په قران کریم او نبوي سنتو کې راغلي دي، او لکه څرنګه چې خپل ځان ساتل فرض دي همدا راز نورو مسلمانانو ته د مرض انتقال هم حرام دی او ځان ترې ساتل فرض دي، په دې هم ډیر نصوص دلالت کوي.
په فقهي کتابونو کې د هغه اعذارو په اړه ډیر څه ذکر شوي دي چې د جُمعې او د جماعت د لمانځه د پریښودلو لپاره عذر ګڼل کیږي، لکه حجاوي په خپل کتاب الاقناع کی وايي: (ويعذر في ترك الجمعة والجماعة مريض وخائف حدوثه أو زيادته أو تباطؤه … ومن هو ممنوع من فعلها كالمحبوس ومن يدافع الأخبثين أو أحدهما أو بحضرة طعام يحتاج إليه وله الشبع أو خائف من ضياع ماله كغلة في بيادرها ودواب أنعام لا حافظ لها غيره ونحوه أو تلفه كخبز في تنور وطبيخ على نار ونحوه….) د جُمعې او جماعت په پریښودلو هغه څوک معذور ګڼل کیږي چې مریض وي، یا ورته د مرض د رسیدو ویره وي، او یا هم د مرض د زیاتوالي او یا شفاء د تأخیر ویره ورسره وي… او هغه څوک هم معذور ګڼل کیږي چې د جُمعې او جماعت څخه جبرا منع کړی شوی وي لکه زنداني او هغه څوک چې دواړه نوعه قضای حاجت یا یو نوع ورته ټینګ وي، او یا ډوډۍ یې مخ ته ایښي وي او هغه ورته اړتیا ولري، یوازې لږ خوراک خوړل نه بلکه هغه لپاره دا جایز دي چی ځان موړ کړي، او هغه چا لپاره هم د جُمعې او جماعت لمونځ پريښودل جایز دي چې د خپل مال د ورکیدو ویره ورسره وي لکه غله یې چې په تلي کې پرته وي، یا یې د څاروو لپاره له هغه څخه پرته بل ساتونکی نه وي او داسی نور، او یا د مال د تلف کیدو ویره ورسره وي لکه ډوډۍ یې چې په تنور پورې کړې وي، یا یې اینګولی په اور ایښی وي، او داسی نور…
همدا راز د حنفي فقهې مشهور کتاب حاشية الطحطاوي على مراقي الفلاح شرح نور الإيضاح کی همدا شیان د جُمعې او جماعت د پریښودو لپاره اعذار بلل شوي دي، په دې کتاب کې وايي: (“خرج به المريض” أي الذي لا يقدر على الذهاب إلى الجامع أو يقدر ولكن يخاف زيادة مرضه أو بطء برئه بسبب جلى وألحق بالمريض الممرض إن بقي المريض ضائعا بخروجه على الأصح جوهرة قوله: “لما روينا” أي من قوله صلى الله عليه وسلم: “الجمعة حق واجب على كل مسلم في جماعة إلا أربعة” الخ وعد منهم المريض قوله: “فلا تجب على من اختفى من ظالم” أفاد التعبير بظالم أنه مظلوم فإن كان اختفاؤه لجناية منه توجب حدا مثلا لا يسقط عنه الوجوب قوله: “المفلس” بالتخفيف الذي لا دينار له ولا درهم والمراد به هنا من لا يقدر على وفاء دينه قوله: “كما جاز له التيمم” أي فيجوز له ترك الجمعة كما جاز له التيمم…) د جُمعې او جماعت ته د حضور څخه د صحت په شرط ګڼلو مریض خارج شو، یعنی هغه څوک چې مسجد جامع ته نشي تللی او یا په تللو خو قادر وي مګر د مرض موږ روایت کړی دی د زیاتوالی څخه ویره ولري او یا د یو ښکاره سبب لامله د مرض څخه د شفاء د وروسته والي ویره ورسره وي، د مریض سره حکما تیماردار هم تړلی دی په دې شرط د هغه د تللو په نتیجه کې د مریض بې رعایته پاتې شي د صحیح قول سره سم، دلیل یې هغه حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: جمعه په هر مسلمان باندی په جماعت سره فرض ده مګر په څلورو تنو باندی چی ددی څلورو له جملی څخه یې یو مریض یاد کړ، په متن کی دا عبارت (فلاتجب علی من اختفی من ظالم) یعنی جمعه په هغه چا واجب نه ده چې څوک د ظالم څخه پټ شوی وي، دا عبارت په دې دلالت کوي چې هغه به مظلوم وي، نو که چیرته پټیدل د کوم داسې جرم او جنایت له امله وي چې حد پرې لازمیږي نو د هغه څخه د جمعې وجوب نه ساقطیږي، همدا راز (مفلس) د جمعې د لمانځه لپاره د حضور څخه معذور ګڼل کیږي، هسې خو مفلس هغه چاته ویل کیږي چې دراهم او دنانیر ونه لري مګر دلته ترې هغه څوک مراد چې قرض ورباندې وي او هغه یې د اداء کولو څخه عاجز وي، نو ددې لپاره لکه چې تیمم جایز دی همدا راز ورته د جمعې د لمانځه پریښودل جایز دي….
دا ډول ډیر بسیط او عادي شیان دي چې فقهاو د جمعې د لمانځه او جماعت د پریښودلو لپاره عذر ګڼلي دي دا حالتونه خو د جُمعې او جماعت د ترک لپاره عذر ګڼل کیږي، مګر موږ چې د کوم حالت سره مخامخ یو په دې کې ددې وړو او انفرادي عذرونو په پرتله ډیر زیات او لوی مشکلات وجود لري، که له یو پلوه په دې حالت کې د جُمعې او جماعت لمانځه ته حاضریدل د هر فرد لپاره په وژونکي مرض باندې د مبتلاء کیدلو لامل ګرځي، نو له بل پلوه دا ډول تعامل د ټولې ټولنې لپاره د یو لوی مصیبت لامل ګرځي، نو له دې امله په دې کې هیڅ شک نشته چې ددې وبایي مرض د انتشار د ویرې له امله د جُمعې لمونځ او همدا راز د جماعت لمونځ پریښودل شرعي حکم دی چې په احادیثو کې یې ذکر راغلی دی او فقهاو پری تصریح کړې ده، په دې فعلي حالت کې د جُمعې او جماعت لمونځ پریښودل باید د یو شرعي حکم په حیث تلقي کړی شي، یوازې د یو رخصت او یو عذر په توګه نه، نو څوک چې مسجد ته د جُمعې او د جماعت لپاره ځي او د وایرس د انتشار لامل ګرځي هغه د ټیټ مقصد لپاره د لوی هدف د لاسه ورکولو لامل ګرځي چې دا کار د اسلامي شریعت سره په ټکر کی واقع دی، او شرعي قاعده وايي چې: یتحمل الضرر الأخف اتقاء الضرر الأکبر، دا کار هغه وخت نور هم لازم ګرځي چې د هیواد حاکم او مسؤول ددې کار حکم وکړي او د مرض د انتشار د مخنیوي لپاره دا کار اړین وګڼي، کله چې د جُمعې او جماعت لمانځه ته د حاضریدو حکم دا شو نو نور هر ډول تجمعات او مجالس کول خو اصلا جواز نه لري.
خو یوه خبره چې د هغې په اړه فقهي کتابونو څه نه دي لیکلي او یوه نازله بلل کیږي هغه دا ده چې ایا په مساجدو کې مطلقاً د جماعت لمونځ او همدا راز د جمعې لمونځ معطل کړی شي؟ چونکه اذان او جماعت او د جُمعې لمونځ د اسلام د شعایرو له جملې څخه دي نو دا بهتره معلومیږي چې اذان وکړی شي، او مؤذن او کوم یو نفر نیم چې هلته وي هغوى لمونځ وکړي، او مؤذن په اذان کې دا ووايي چې په خپلو کورونو کې لمونځ وکړئ، همدا راز د جُمعې د لمانځه لپاره هم یوازې که څلور تنه او یا لږ زیات چې ډیر لیرې لیرې سره و دریږي او د جمعی لمونځ اداء کړي، په دې شکل به دا شعایر هم د ټولنې څخه غائب نه شي او ددې مصیبت مخه به هم نیول شوې وي، خو که ددې درې څلورو تنو موجودیت هم د کرونا وایرس د انتشار لامل ګرځیده بیا په بشپړه توګه متوقف کول هم جایز او درست کار دی.
والله تعالی اعلم و علمه اتم
#اتحادملیمبارزهعليهویروس_كرونا #کروناسرهدمبارزیملی_اتحاد #NAF_Covid_19
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
د لیکوال په اړه : داکتر مصباح په تفسیر کی دوکتورا لری او د سلام پوهنتون ریس او د علماو د نړیوالی ا تحادیی غړ دی.