د ثور اتمه هغه ورځ ده چې افغان ولس د جهاد دروند پيټی منزل ته رسولی و. تمه يې درلوده چې خپل ارمانونه پوره وويني او په هېواد كې د قانوني حکومت، سياسي خپلواكۍ، ځمكنۍ بشپړتيا، اسلامي عدالت، ورورولي، پرمختګونو شاهدان واوسي او د بيا جوړونې لړئ پيل شي. خپل هېواد د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيال وويني او په خپل دسترخوان باندې د خپلې ډوډۍ له خوړلو څخه خوند واخلي. خو متاسفانه هغه ملت چې کم او زيات دوه ميليونه سرونه يې قرباني ورکړې وه او هېواد يې په يوه كنډواله بدل شوى و، د ځينو جهادي مشرانو لخوا واک ته د رسېدلو هوس له امله له داسې بوږنونکو كورنيو جګړو سره مخامخ شو چې موږ يې د خپل هېواد د تاريخ په اوږدو كې ساری نه لرو.
دې خونړيو جګړو دا ورځ د افغانستان د خلكو د بري ازادۍ او خپلواکۍ ورځ نه؛ بلكې د هغو جهادي مشرانو د بري ورځ وګرځوله چې د خلكو د بچيانو د سرونو په بيه واك ته ورسېدل؛ خو الهي احکامو، د ملت ارمانونو ته يې شا كړه او د شخصي ګټو د لټون په سمندر كې لاهو شول!
د غويي په اتمه د افغانستان خلكو هغه فكر ته ماتې وركړې وه چې له ديني معتقداتو، ملي ارزښتونو، قومي جوړښت او دودونو سره يې په تكړ كې وه او د هغه ستر نړيوال ځواك نړېدلو ته يې لاره هواره كړه چې د خپلو سترو موخو د عملي كېدلو لپاره يې، افغانستان ته په لسګونو زره پوځيان استولي وو.
متاسفانه چې دغه ستړی او ستومانه ولس د واک کورنيو مجنونانو او د ګاونډيانو لاسوهنو له داسې خونړۍ كورنۍ جګړې سره مخامخ كړ چې وچ او لانده يې يو ځاى وسوځول او د افغانستان پاتې مادي او معنوي شتمنۍ يې په سيند کې لاهو كړه.
افغانستان اوس هم له بده مرغه په هغه اور کې سوځي چې د لينن پلويانو دوه څلوېښت کاله مخکې بل کړی و او ځينو جهادي مشرانو دغه اور ته د سون توکي برابر او دوام يې ورکړ .
هغه جنګي مشران چې د واک په سر يې ناروا جګړه وکړه. افغانان يې ووژل، کابل يې کنډواله کړ، جهاد يې بدنام کړ او افغانان يې د نړيوالو په نظر کې د جګړه کونکو په توګه وروپېژندل انشالله د رب الجليل په نزد محکوم او د دغه وياړلي ملت په نزد منفور دي. ولس دغه ورځ د هغو مقدسو ارمانونو د خاورې کېدو ورځ ګڼي کوم چې د دوه ميليونه سرونو قرباني کولو په بيه هم پوره نه شول.
د جهادي سنګر اصيلو بچيانو خو مبارزه وکړه، منډې يې وکړې، په تشو نسونو يې ډېرې شپې سبا کړې، شکنجې او بند خونې يې وزغملې، برېښنايي شارټونو يې وينې وزبېښلې، په پوليګونونو کې لاس تړلي ژوندي تر خاورو لاندې کړاى شول، په کتارونو کې ودرول شول او مرمۍ ورباندې وچليدې، بمونو يې غوښې ونو ته پورته کړې، بمبارونو تر خاورو لاندې کړل. د ګران او خوږ وطن پرېښودو ته مجبور کړاى شول. د پردي وطن له محروميتونو, مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند يې هډوکي وراسته کړل. پرديو يې له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. د دوه ويشت لکه انسانانو قرباني يې ورکړه. شوروى يې مات او يرغلګر يې وشړل، د برلين ديوال ونړېده، د مرکزي اسيا هېوادونه يو پر بل پسې ازاد شول او د وارسا تړون مات شو، خو د ځينو جهادي مشرانو د واک غوښتنې له امله يې خپلې موخې ترلاسه نه کړاى شواى. اسلامي نظام يې قايم نه کړاى شو. هدف ته له رسېدو وړاندِ د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شول. د کورنیو جګړو له امله ناهيلي شو. د هيلو غوټۍ يې له سپړېدو وړاندې ږلۍ ووهلې او د شهيدانو ارمانونه يې نيمګړي پاتې شول.
اوس دا زموږ ديني او ملي دنده ده چې لږ شان خپل سرونه ګريوان ته ښکته او فکر وکړو چې که څو وږي تږي مشران د واک په سر جګړه کې ښکيل شول، کابل يې وران کړ او د جهاد د بدنامۍ لامل وګرځېدل، نو ايا مجاهد او جهاد ته به بد رد ويل مناسب کار وي؟
راځئ چې د هوا او هوس هغه مزدوران وغندو چې نه معیارونه لري او نه هم ستاندردونه. د دين او وطن نوم يې واک ته د رسېدو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره وکاراوه او لا يې هم کاروي.
زه د افغانانو ترمنځ د يووالي او د مشترکاتو په بنسټ خپلمنځي اختلافاتو ختمولو سخت پلوي يم. اوس موږ له جګړو څخه ستړي شوي يو. موږ ناهیلې شوي يو.
هو، زه له جګړو څخه ستړی شوی يم. زه نا هيلی شوی يم او زه له افغان وژنې کرکه کوم. خو د واک او شخصي ګټو لپاره له پروني دښمن سره په سپېڅلو نومونو ايتلافونه جوړول د ولس په سترګو کې د اغزي اچول ګڼم او دغه ناوړه کړنې له هېواد ولس، ديني مقدساتو او ملي ارزښتونو سره جفا بولم.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.