کرونا وايرس له پيله مې ددې په اقتصادي موخو تنقيدي نظر درلود, خو کله چې آوازه شوه چې کرونا د کاغذي پيسو په واسطه هم انتقالېږي لا پسې زيات منتقد شوم.
د اپريل پر دريمه مې د FoxBusiness ويب سايټ کې يوه ليکنه ولؤستله چې ليکوال وايې د کاغذي پيسو له لارې د کرونا وايرس خپريدل په شعوري يا غيرشعوري ډول نړۍ ډيجيټل کرنسۍ ته آماده کوي. يو شی چې ټول يې منو هغه دادی چې نړۍ به له کرونا وروسته داسې نه وي, ډير شيان به تغيير ومومي چې يو له مهمو به يې اقتصادي تغييرات وي. تازه چين اعلان وکړ چې آماده دی د مئي مياشت په لومړيو کې خپله رسمي ډيجيټل کرنسي خپره کړي, چين لومړۍ هيواد دی چې د رسمي ډيجيټل کرنسي جوړولو خبره کوي, نړۍ کې تر اوسه له 6000 ډيرې ډيجيټل کرنسۍ جوړې شوي دي چې تر ټولو مشهورې يې بټکواين (Bitcoin) او د فيسبوک بنسټګر له لورې ليبرا (Libra) ډيجيټل کرنسۍ دي خو دا لومړۍ ځل دی چې د چين هيواد خپله رسمي ډيجيټل کرنسي چې مرکزيت به ولري او د چين مرکزي بانک به يې کنټرولوي ولري. ډيجيټل کرنسي چې کرپټوکرنسي هم ورته وايې د بلاک چېن (Block Chain) ټکنالوژۍ پر اساس جوړېږي او د عامو اسعارو (کرنسۍ) په شان کارؤل کېږي خو تر اوسه هيڅ هيواد يې تر شا ضمانت يا هم نظارت نه کوي يعني کنټرول يې هيڅ مرکزي بانک تر اوسه نه کوي فلهذا د ډيجيټل کرنسي کنټرول غيرمرکزي (Decentralised) او يا ويشل شوی دی.
چين چې تر اوسه يې هره ډيجيټل کرنسي غندلې او دا يې د چين او نورو مخ پر ودې هيوادونو ته د خطر زنګ ګڼلې دی, لدې سره سره به يې تاييد کول چې د هيڅ هيواد مرکزي بانک بايد ډيجيټل کرنسي خپره نکړي. ددې تر شا خو يو د ډيجيټل کرنسۍ بې باوره بيې وې; د بيلګې په ډول د 2013 کال په اپريل کې د يو بټکواين بيه له 233 نه 67 ډالر ته راولوېده, وروسته بيا په 2017 کال کې د يو بټکواين بيه له 1000 ډالر څخخ 3000 ډالرو ته ورسېده او څو ورځې وروسته بېرته 1869 ډالرو ته ولوېده.
د بيو په دومره تيزۍ لويدلو او پورته کيدلو دليل همدا دی چې تر شا يې کوم حکومت يا مرکزي بانک نشته چې ضمانت يې وکړي. په 2019 جون مياشت کې چې د فيسبوک بنسټګر د ليبرا په نوم خپله ډيجيټل کرنسي خپره وکړه, چين ددې د خپرولو سره سم وويل چې د نړۍ نږدې څلويښت فيصده نفوس فيسبوک کاروي او کچيرته دا ټول خلک ليبرا کارؤل پيل کړي نو دا به نړۍ د سرمايې دوران ته ضربه ورسوي چې دا بيا په ټوله کې د نړۍ اقتصاد ته زيان رسوي. بالاخره د 2019 کال نومبر مياشت کې لومړۍ خبر خپور شو چې چين ډيجيټل کرنسي جوړوي, وروسته بيا معلومه شوه چې چين له 2014 کال راهيسې کوشش کوي چې خپله ډيجيټل کرنسي ولري. چين تر اوسه دې کرنسۍ ته کوم رسمي نوم نه دی ورکړی خو ويب پاڼې يې فی الحال د (Digital Currency Electronic Payment (DCEP بولي, چين وايې ددې کرنسۍ ستر هدف د ډيجيټلي يا بريښنايي بټوې حيثيت لري او خلک به وکولې شي چې خپله سرمايه په بريښنايي ډول پکې خوندي کړي.
د چينايي ډيجيټل کرنسي د نورو ډيجيټل کرنسيو سره ستر توپېر په دې کې دی چې دا به د چين مرکزي بانک کنټرولوي يعني دوی به د پيسو راکړه ورکړه څاري او نظارت به يې کوي چې پيسې له کوم ځايه راغلي. چين وايې ددې کار کولو تر شا يې ستر هدف دادی چې راتلونکي کې چيرې د ډيجيټل تادياتو سيسټم له مخې غيرقانوني پيسې چين ته داخلې نه شي نو د خپل اقتصاد خوندي ساتلو لپاره دا کار کوی. دويم دا چې دوی غواړي غيرقانوني مالياتي کړنو څخه مخنيوی وکړي.
چين ته يې ستره ګټه داده چې يوان کرنسي به يې ټولې نړۍ ته خپره شي, هر هيواد چې له چين واردات کوي بايد ډيجيټل کرنسي ولري نو کرنسي به يې ټولې نړۍ ته خپره شي, دې کار سره چين له نورو ډيجيټلي کرنسيو ځان وساتي. د چين څلور سترو دولتي بانکونو وار دمخه ددې کرنسۍ ټيسټ پيل کړی او داسې ويل کېږي چې د مئي مياشت په لومړۍ يا دوهمه اونۍ کې به يې رسمي پرانيسته وکړي. څه وخت وړاندې مې يو راپور لوستل چې د کرونا وايرس تر شا يو ستر هدف دادی چې د کاغذي روپيو ځای به ډيجيټل يا بريښنايي کرنسي ونيسي.
د چين له لورې يې پيلؤل هماغه راپور تصديقوي او امريکا خو وار دمخه ورته تياری لري. مرکزي بانک يې دوه کاله وړاندې د سوداګري لپاره ډيجيټلي کرنسۍ جوړولو اعلان کړی وو. چين او امريکا ستذ اقتصادي هيوادونه دي, که دوی په ګډه او خوښه کوم کار پيلؤل وغواړي, کولې شي چې ټوله نړۍ کې يې رايج کړي. زما خپل تحيل هم دادی چې وخت به ونيسي خو نړۍ د کاغذي پيسو څخه ډيجيټلي کرنسيو ته کرار کرار آماده کېږي او دې کار لپاره کرونا وايرس ډيره ښه زمينه سازي کوي چې خلک دې د نغدي پيسو لمس کولو وروسته لاسونه مينځي. خلک ذهنا آماده کوي چې کرونا د پيسو له لارې هم سرايت کوي نو خلک بديل ګوري, بديل په دې وخت کې ډيجيټل کرنسي ده. بحرانونه ځينو هيوادونو ته فرصتونه زېږوي, زر ده چې امريکا او چين ته د ډيجيټل کرنسي پيلؤلو فرصت ورکړي چې کرار کرار به يې نور هيوادونو تعقيب کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.