Language

author avatar
2 May 2020 - 20:46
author avatar
2 May 2020 - 20:46

يو ډاکټر د خپل ناروغ له مړينې داسې ډارېږي لکه يو ماشوم له تيارې څخه، د ناروغ مړينه د يو ډاکټر لپاره یوه ناغوښتونکي پيښه ده، خو دا غير ممکنه ده چې يو ډاکټر په خپل کاري ژوند کې د خپل ناروغ مړينه تجربه نه کړي. ډېر ډاکټران داسې پيښې د خپل طبي ژوند يوه غمجنه برخه ګڼي. په ځينو ډاکټرانو کې ناروغ له لاسه ورکول د دې سبب کېږي چې هغوی عصبي فشارونو لاندې راشي او په مسلکي چلند يې منفي اغېزې پرېږدي. د کويد ۱۹ ناروغي تر اوسه په نړۍ کې ۲۰۷۳۰۰مړينې لري او دغه شمیرې په لوړېدو دي. په دغو مړینو کې ډېرې مړينې په روغتونونو کې د ډاکټرانو او نورو روغتياپالانو ترمخ رامنځته شوي دي چې په ډاکترانو یې خپلې ځانګړې عصبي اغېزي پريښي دي.

د کويد ۱۹ ډېر ناروغان چې د ناروغي وروستي سټيج ته رسېږي له وړاندې د زړه، سږو، ګردې او يا د سرطان بیلابیلو ناروغیو باندې ککړ وي. د دغو ناروغانو مړينه د پخوانی ناروغي د بدتر کيدو له کبله د څو ساعتونو په منځ کې پېښېږي. ډېر روغتيا پالان نوموړی حالت داسي بيانوي، دوی وایي چې ناروغ به يوه شيبه کې د دوی پوښتنو ته ځواب ورکوو خو لږ شیبه ورسته به يي ساه خښتلې وه. د کويد ۱۹ ناروغي د بدن بيلابيل غړي له کاره وباسي خو يوه نښه چي په ډېرو ناروغانو کې ورته ده، هغه د تنفسي سیستم ناکامېدل او له امله یې د ساه بندېدل دي. روغتياپالان د کويد-۱۹ په وروستي سټج کې د ناروغانو د ساه بنديدل، وارخطا کېدل او یا هم د زیندۍ کېدو ته ورته احساس ډېر ډارونکی او زړه ماتېدونکی بیانوي.

اوس چي ډاکټران د نارمل حالت څخه ډېرې مړينې تجربه کوي نو دا د ډاکټرانو په عصبي حالت څه اخيزي پرېږدي؟ دغو منفي تاثيراتو سره بايد څه ډول چلند وشي ترڅو ډاکټران داسې حالت کې ځان د عصبي فشارونو څخه وساتي؟

ډاکټران په بيلا بيلو روغتیایي برخو کې دندې تر سره کوي او بيلا بيلو ناروغانو سره مخ کېږي. ځينې ډاکټران د ناروغ سره اوږد مهاله مسلکي اړيکه لري او ځیني بيا لنډ مهاله. د ناروغ د مړينې اغيز په ټولو ډاکترانو څه ناڅه يو بل ته ورته دي. دا اړينه ده چې ډاکټران د دغو پيښو سره د مخامخ کېدو او زغملو ميکانزمونو باندې پوه اوسي. د کار په ترڅ کې روغتياپالان د عصبي فشار سره مخ کېږي او دغه عصبي فشار د دوی په بدن خپل منفي تاثيرات پرېږدي. (1) د عصبي فشارونو په صورت کې د انسان په بدن کې د (Cortisol) کورتيسول په نوم د ستريس هورمون جوړېږي. د دغه هورمون مقدار د عامو انسانو په پرتله په روغتیا پالانو کې لوړ وي، ځکه چې هغوی هره ورځ د کار په وخت کې د ستريس يا عصبي فشارونو سر مخ وي. اوس د کرونا وبا کي دغه عصبي فشارونه څو واره لوړ شوي دي. روغتیا پالانو کې د ځان ساتني ډار، د ناروغ د ژوند ژغورنې کوښښ او د امکاناتو نشتوالي ستريس د هغوی د کاري او شخصي ژوند فکري نړۍ ګډه وډه کړې ده.

د امريکا د متحده ایالاتو د مايو کلينک د څیړنو له مخې ستريس ډاکټرانو ته فزيکي، روحي، چلندې او مسلکي زيانونه رسولی شي. سر دردي، ځان دردي، بي خوبي او اندیښنه کول د عصبي فشارونو له فزيکي نښو څخه دي. د یو ډاکټر په طبعیت کې بدلون ښکاره کېدل لکه ډار، ناارامي، غصه، زړه تنګوالی، ځان تجريدول او ژورخپګان هم د سترس یا عصبي فشار نورې نښې دي. د ډاکټرانو په کړو وړو کې توپیر راتلل لکه ډېر يا لږ خوړل، ډېر یا لږ خوب کول، د نشه یي توکو کارول، کورنی تاوتريخوالی، فزيکي زورزياتی تر ټولو پرمختللې نښې دي. (2)  په روغتياپالانو کې د ډيريدونکو عصبي فشارونو له امله ځان وژنه یو ډارونک‍ی حقيقت دی. په ناروې کې د شوې یوې څيړنې له مخې په هرو ۱۰۰۰ کسانو کې  ۱۱۱ ډاکټرانو د ډېریدونکو عصبی فشارونو له امله ځان وژنې ته مخه کړې ده. د دغه ډول ځان وژنو کچه په روغتونونو کې د ناروغانو د لوړ فشار په وخت کې ډېره ده.  (3) د دې څیړنو پر بنسټ اټکل کولی شو چې که په وخت پاملرنه ونه شي نو د کرونا وبا په اوږدو او له هغې وروسته به د عصبي فشارونو له امله په روغتیاپالانو کې ځان وژنې ډيرې شي.

دغه عصبي فشارونه د ډاکټرانو څلور ځانګړي ارزښتونه لکه چوپړ، غوره والی، معالجوي وړتیا او شفقت کمزوري کوي او د بي کفايتي او د ناوړه مسلکي چلند سبب ګرځي. پورته یادې شوې نښې د وخت په تیریدو سره د صدمې څخه وروسته فشار PTSD, له خواخوږي څخه ستړیا Compassions fatigue، فکري ستړیا Burn out او اخلاقي نیستي Moral distress منځ ته راوړلی شي. که د دغو فشارونو په وخت مخنیوی ونشي نو ډاکتران خپل مسلک او خپل روغتیایي لیسانس له لاسه ورکولی شي.

د ناروغانو د مړینې په وخت کې د ډاکترانو چلند باید د علمي څیړنو په رڼا کې وڅيړل شي. په ایرلند کې په یوسل او لس ډاکټرانو د شوې څيړنې ستاتیستیک ښیي چې ۸۶،۴ ٪ ډاکټران د خپل ناروغ د مړینې له امله غمجن کيږي. په دې کې بیا ۵۱،۸ ٪ باندې دغه حالت لنډ مهالی او په ۴٪ باندې دغه حالت اوږد مهال اغیزې لري. ۲۴٪ بیا د صدمې څخه وروسته فشار یا PTSD  ناروغي اخته کيږي. صدمه رسیدونکي ډاکتر ته د ناروغ د مړینې د وخت شیبه تکرارآ(Flashback) فکر ته راځي چې دغه حالت یې د غصې او کمزوری احساس سره مخ کوي. (4)

په سویډن کې شویو څېړنو له مخې کله چې ډاکټران د ناروغ د کورنۍ غړو ته د ناروغ د مړينې احوال ورکوي نو په خپل ځان او په خپل مسلکيتوب بی باوري او د ناروغ په ژغورلو کې د ناکامي احساس لرلو سره مخ کېږي. (5) یوه بله  څېړنه چې په ترکيې هېواد کي تر سره شوي ده او موږ ورته د اوسنۍ کرونا وبا سره اړيکه ورکولي شو، هغه د درملو کموالی يا نشتوالی دی. دا څېړنه د سرطان د وروستي سټيج ناروغانو باندې چي د (Palliative) پالياتیف درملني لاندي وو تر سره شوي وه. ترکيه کې داسې ناروغانو ته د قوي (Analgesic) انلجيزیک لکه مورفين او دي ته ورته درملو کموالي او د ناروغانو د مړيني وروستیو شيبو د روغتياپالانو په عصابو ژوري منفي نښي پريښي دی. د پورته څېړنو پایلې ته په کتو اوس د کرونا وبا د درملو نه شتون روغتياپالان له ورته ستونزو سره مخ کولی شي. (6)

د روغتياپالانو لپاره د عصبي روغتيا ساتنې په موخه بيلا بيل ميکانيزمونه شتون لري چې ځينې يې فردي او ځيني يي ګروپي ميکانیزمونه دي. په فردي ميکانیزمونو کې لاندې څلور یادولی شو:

Mental training فکري تمرين

Mental reforming فکري رغونه

Self awareness ځان پيژندنه

Self care ځان ساتنه

Mental training فکري تمرين

یو ډاکتر باید د مسلک له پیل څخه د فکري تمریناتو له میکانیزم سره بلد وي. دغه تمرینات د یو روغتیاپال عصبي حالت د غمجنو پیښو په وخت کې قوي ساتي. ډاکتران بايد د هر ناروغ په اړه ژور او شعوري فکر وکړي، تر څو یې د ناروغي په هر ارخ پوه او د ناروغ د له منځه تلو د مخنیوي ټول ممکنه چانسونه وڅېړلی شي. دغه فکري تمرينات باید د هر ناروغ لپاره په منظم ډول ترسره شي. دغه ميکانیزم سره بلدېدل په پیل کې وخت نيسي خو بيا ورسته د ورځني کار یوه برخه ګرځي. دې پروسې ته باید د فزیکي روزنې په څېر وکتل شي. لکه څرنګه چې انسانان د عضلاتو د قوي کولو لپاره فزیکي تمرينات کوي همداسې فکري تمرينات د مغز حجرې قوي کوي او انسان د عصبي فشارونو څخه ساتي.

Mental reforming فکري رغونه

فکري رغونه یو بل تخنیک دی چې کولی شي د فشار‌ په حالت کې ګټور تمام شي. کله چې د وبا په وخت کې ډاکټران د ګڼ شمير مړينو سره مخ کېږي نو ځانونه ورته کمزوري او نالايق ښکاري. د دې احساس په پایله کې ډاکټران په ځان زړه خوږي سره مخ کېږي، په خپلو امرينو يې غصه راځي چي ولي یې ورته مړینې ته نيږدي ناروغ وسپاره. په دې وخت کې ډاکټران د زړه تنګوالي سره مخ کېږي، ځکه چي د ناروغ د ژغورلو غرور ته يې صدمه رسېږي. د داسې فکرونو راتګ سره سم ډاکتران کولی شي چې خپل منفي فکرونه مثبت لوري ته واړوي او داسې فکر وکړي چې: که ما د ناروغ ژوند ونشوو ژغورلی خو د ژوند تر وروستۍ شيبې يي په خدمت کي وم او خپله مسلکي او انساني دنده مي سرته ورسوله. زما چلند د ناروغ په وړاندې له خواخوږي ډک و. بل دا چې ډاکټران کولی شي د خپل ناروغ د مړينې څخه وروسته د لنډ مهال لپاره له دندې رخصتي واخلي او د خپلو عصبي فشارونو کمولو په موخه ځانته له خپل مسلک لرې نورې بوختياوي ولټوي. د یاده ونه ویستل شي چې د فکري رغونې میکانیزم هم وخت او تمرين ته اړتيا لري.

Self awareness ځان پيژندنه او  And Self care ځان ساتنه

دغه دوه میکانیزمونه چې د عصیي فشارونو په وخت کې ګټور ثابیتیدلی شي ځان پیژندنه او ځان ساتنه دي. په دې پوهېدل اړین دي چې پورته یاد شوي میکانیزمونه قوي دسپلین لرلو ته اړتیا لري. يعني د ناروغ په حالت ځان پوهولو سره سره بايد ډاکټران د خپل عصبي حالت څخه هم خبر اوسي. خپلي نيمګړتياوې او کمزوتیاوې وپیژنې او د پياوړتيا لپاره يي په ټاکلو میکانیزمونو باندې برلاسی اوسي. د ځان ساتنې لپاره باید د خپلو فزیکي کاري وړتیاوو څخه خبر اوسي او د فشار د مخنیوي لپاره د (نه) ویلو جرئت ولري. د عقلي او عصبي ډاکټرانو ترمنځ ځان پیژندنه او ځان ساتنه د عصبی ناروغیو د مخنیوي لپاره تر ټولو ارزښتمن میکانیزمونه ګڼل کېږي.

د ناروغ د مړینې د پيښې څېړل(Psycological Debriefing):

په روغتونو کې د ناروغ تر مړينې وروسته د ناروغ طبي ټیم په ګروپي ډول د ناروغ د مړینې پيښه څېړي، چې روغیتاپالان ورته Psycological Debriefing وایي. په دغه کتنه کې دوی کولی شي چې د ناروغ د مړيني د علت په باب خبري وکړي. لومړۍ کتنه د ناروغ د مړينې په ورځ تر سره کېږي، دویمه کتنه ۲۴ ساعته وروسته او نورې کتنې د اړتیا له مخې تر سره کېږي. د روغتياپالانو ټيم کې داسې غړي هم وي چې د ناروغ مړينه پرې له حده ډېر تاثير کوي. هغوی ته اړينه ده چې د یو ارواح پوه او يا عقلی اوعصبي ډاکټر سره اړيکه ونيسي. د د ندې په ترڅ کې د همکارانو سره د ټر منل ناروغانو د برخلیک په هکله خبرې کول او خپل ذهين راتلونکو پېښو ته تیارول د عصبي فشارونو څخه ځان ساتنې لپاره بله غوره لار ګڼل کېږي. د ناروغ د محرمیت د راز ساتنې په شرط د ناروغ تر مړیني ورسته د عصبي فشارونو د کمولو په موخه د کورنۍ غړو سره خپل خپګان شريکول هم د عصبي فشارونو کمولو سره مرسته کولی شي.

د وبا په حالت کې ډېره اړينه ده چې روغتياپالان خپل عصبي حالت پياوړی وساتي، ځکه ټولنه دوی ته اړتيا لري. د عصابو د پياوړتيا لپاره له فردي او ګروپي ميکانزمونو څخه ګټه اخستل يو اړين ګام دی. د نه زغميدونکي او منفي تاثير پريښودونکو عصبي فشارونو په وخت کې له عقلي او عصبي ډاکټر څخه مرسته غوښتل دومره اړین دې لکه د کرونا ويروس د خوریدو مخنیوی چې اړین دی.

References/اخځلیکونه

  1. Moores, T. S., Castle, K. L., Shaw, K. L., Stockton, M. R. and Bennett, M. I. 2007. Memorable patient deaths’: reactions of hospital doctors and their need for support. Medical Education, 41: 942-946.
  2. How Stress Affects Your Body and Behavior.” Mayo Clinic. April 04, 2019. Accessed April08, 2019.
  3. Hem E, Haldorsen T, Aasland OG et al. Suicide rates according to education with a particular focus on physicians in Norway 1960 – 2000. Psychol Med 2005; 35: 873 – 80
  4. Linane, Hannah, Fergal Connolly, Lyle Mcvicker, Sharon Beatty, Orla Mongan, Eileen, Mannion, Dympna Waldron, and Dara Byrne. “Disturbing and Distressing: A Mixed Methods Study on the Psychological Impact of End of Life Care on Junior Doctors.” Irish Journal of Medical Science (1971 -), 2018. doi:10.1007/s11845-018-1885-z
  5. Friedrichsen Maria, and Milberg, Anna. “Concerns about Losing Control When BreakingBad News to Terminally Ill Patients with Cancer: Physicians’ Perspective.” Journal of Palliative
  6. Tanriverdi, Ozgur, Tugba Yavuzsen, Tulay Akman, Filiz Cay Senler, Burcu Yapar Taskoylu, Serdar Turhal, Seref Komurcu, Ruksan Cehreli, Arzu Yaren, and Ozgur Ozyilkan. 2015. “The Perspective of Non-Oncologist Physicians on Patients with Metastatic Cancer and Palliative Care (ALONE Study): A Study of the Palliative Care Working Committee of the Turkish Oncology Group (TOG).” Journal of Cancer Education 30: 253-259.

 

 

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>مسکا سيدي په کابل ښار کې زيږيدلې خو خپلې ټولې زده کړې يې له هېواده بهر په اروپا کې پای ته رسولي دي، اوس د ناروې هېواد په Reinsvoll عقلي او عصبي روغتون کې دهمدې برخې ډاکټره ده. له اره پښتنه لياس خېله او د کابل ولايت د چهار اسياب ولسوالي اصلي اوسيدونکې ده.</p>