Language

author avatar
29 Jul 2020 - 11:12
author avatar
29 Jul 2020 - 11:12

هو! موږ په تېرو دواړو دورو ولسمشريزو ټاکنو کې د غني ملاتړ کړی ده. غني هغه مهال هم تشې او ستونزې درلودې او اوس يې هم لري. عيني شرائطو او ځمکنيو حقایقو ته په کتو موږ متاسفانه داسې بديل نه درلود او لا يې هم نه لرو چې له غني څخه خلاص شوي واى، ورباندې نسبي ولسي اجماع راغلي واى او هم نيمه نيم ښوره قانوني غوښتنې هم پوره شوې واى. په رسنیو، د ټاکنيز کمپاين په رسمي ناستو او ولسي غونډو کې مو هم مکرراً ويلي دي چې موږ هغه ملت يو چې د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوي امکانات نه لرو، بلکې د بد او بدتر ترمنځ د بد انتخاب ته مجبور يو ترڅو د بدتر د مشرتابه مخه ونيسو.

موږ پښيمانه نه يو. پوهيدو چې بله لاره نه لرو. د شخصی درنښت، فکري او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا په تله کې عبدالله عبدالله له غني څخه په مراتبو بهتر ګڼو، خو له عبدالله عبدالله سره ملو مشرانو د افغانستان لپاره داسې پلانونه، تګلارې او ارادې درلودې چې د غني په پرتله نه يوازې د فساد او جګړو د پراختیا لامل ګرځېدلي، بلکې د هېواد لوړو ملي ګټو ته يې هم زيان رساوه.

ولسمشر غني ته مو مخکې هم ويلي دي او اوس هم ورته وايو چې په هغو مسائلو, مواردو, تګلارو او کړنو کې درسره مله يو چې له ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي. غره ته ختل ستونزه نه خلاصوي او جګړه د حل لاره نه ده، خو د داسې کړنو او تګلارو پلوي دې قطعاً نه کوو چې ديني او ملي پولې شاته پريږدي، بلکې مخالفت يې کوو.

موږ ته د کورنیو جګړو په مهال د کابل او هيواد جنګي حالت ياد ده. موږ ته د چهاراسياب، بالاحصار، چنداول، کوته سنګي او خيرخانې د حکومتونو پولې يادې دي. موږ ته د کابل په سړکونو او کوڅو کې د خپلمنځي جګړو له امله د ولس چيغې فرياد او واويلا اوس هم په غوږونو کې ځوږ جوړوي. نو ځکه بيا هم وايو چې له ړنګ نظام او نسکور حکومت څخه بد او فاسد حکومت په مراتبو ښه ده.

سياست هر وخت د سمون او بدلون په موخه خپل تکاملي پړاوونه وهي او همدغه پړاوونه د انتقادونو او وړاندیزونو د څېړنو او ارزونو په پايله کې شونتيا مومي. فکر نه کوم چې اوس هم د ستالين او يا هم د بريژنيف دوره وي چې د حقائقو په راسپړلو هم کوم منتقد د جرم او جنایت مرتکب وګڼل شي. هغه څه چې حکومت يې د مختلفو ګوندونو، بېلا بېلو فکري بهيرونو، ټولنيزو بنسټونو او شخصيتونو په توګه په يو محور راټول کړي وه، معتقدات، ملي ګټې، ولسواکي او له اساسي قانون څخه د مشروع دفاع اصل ده.

په سياست کې ملګرتيا د اشر په معنا نه ده، بلکې د مشارکت په تله کې تلل کېږي. موږ د مشارکت په مفهوم هم پوهېږو او په سياسي مشارکت کې د شريکانو په ستونزو او نيمګړتياوو ډير وخت سترګې پتوو، ځکه چې زموږ بنسټيزه موخه د هېواد او ولسي ګټو خونديتوب ده. موږ له ژور فکر، کره ارزونو او اوږدو بحثونو وروسته له نظام څخه د حمايت کولو پرېکړه کړې ده او لا هم دوام ورکوو، خو زموږ ملګرتيا د ړوند تقليد مفهوم نه لري. موږ له دې سره سره چې طوعاً و کرهاً د پورتنيو موخو لپاره د نظام پلوي کړې ده او لا يې هم کوو خو دا حمايت قطعاً داسې نه ده چې موږ د حکومت هغه پرېکړې چې د کعبې پرځاى مو ترکستان ته رسوي او نيمګړی مديريت هم توجیه کړو. د مشروعیت لپاره يې بيځايه استدلال وکړو او نيمګړتياوې يې مثبتې لاس ته راوړنې وانګيرو. نه داسې نه ده. موږ په سياست کې سپين چک چاته هم نه ورکوو او نه هم د چا ړوند تقليد کوو.

ړانده مقلدین يوازې د پېژندګلوي، تربورولي، ژبې او سمت په نوم له ارزونې، شننې او څېړنې پرته په پټو سترګو د مشرانو ترشا ولاړ وي.

د پيو مجنونان هغه دي چې په لوړ پوست د ګومارنې په بدل کې د کوم مشر تر شا ولاړ وي. نور هيڅ ډول فکري او معنوي لومړيتوبونه او موخې نه لري. لکه نن سبا د غني لخوا پخواني شړل شوي چارواکي چې تر پرونه يې ورته بابا ويل د زرکلن او سل کلن کيدو دعا يې ورته کوله، خو نن ورته ښکنځل کوي.

بله ډله د ويښو پلويانو ده. دا هغه خلک دي چې د ستونزو او مسائلو په هکله درک او درد لري. ملګرتيا او مخالفت يې د معتقداتو، ولس، هيواد، خاورې او ملي ګټو د خونديتوب پر بنسټ وي.

ړانده مقلدین لکه څاروي هر وخت په خپل مشر پسې روان وي. د پيو مجنونانو ته چې شيدې نه رسيږي، نو عقدې يې په سر واخلي. ښکنځل کوي او چيغې وهي.

ويښ پلويان د مشرانو د تکراري انحرافاتو په صورت کې غږ پورته کوي مشرته وايي چې لاره سمه کړي خو د مصلحتونو په موخه احساساتي غبرګون نه کوي. د ولسمشر غني انحرافات مکرر شول. داسې ښکاري چې د سمون وړتیا يې له لاسه ورکړي او يا هم نه غواړي سمون راوړي.

په معتقداتو ملنډې وهل کېږي ملي ارزښتونه مو وننګول شول او ملي بنسټونه مو بدنام شو. بيکاري ځوانان د نشو لوري ته يوړل. پانګه وال له هيواد څخه تېښتې ته اړ شوي دي. ټاکنو مو په نړۍ کې د رسوايي له امله د ملت سرونه ښکته کړل، ايران روسيه او چين له امریکا سره په افغانستان کې ډغره وهي. پاکستان له هند سره د کشمیر شخړه کابل کې لمانځي او له پردیو سره امنيتي تړونونه بې ګټي پاتې دي.

ولسمشر غني د کمپاين په مهال ژمنې کولې چې دا ځل ځان ته د په خوا په شان داسې خلک له ځان سره نه ملګري کوي چې پلانونو ته يې چيلکونه واچوي. نوموړي دا هم وویل چې په قانون معامله نه کوي او دا ځل سهامي شرکت نه جوړوي. د فساد په وړاندې به سخت کوټلي او هدفي ګامونه اخلي.

ليکن که د عمل په ډګر کې د نوموړي کړنې درته ترسيم کړم، نو په قانون، ولسي ژمنو او د بيچاره ولس په ووټونو باندې يې بيا دويم ځل لپاره سودا وکړه!

سهامي شرکت يې جوړ کړ او بېرته له هغو خلکو سره بيا هم يو ځاى شو چې نوموړي ورته چيلک اچونکي خطاب کاوه.

د فساد د مخنیوي په برخه کې د ولسمشر د کړنو ريکارډ د دغې شومې پدیدې د کمولو په موخه د نوموړي ژمنې او قانوني مسوولیت ته ژمنتيا تر پوښتنو لاندې راوړي. د فساد د مخنيوي په برخه کې د نوموړي ننداره یيزې او علامتي کړنې د هغه په لمن باندې هغه تور داغونه نه شي پاکولاى چې په ملي او نړيواله کچه له دوهم ځل ولسمشر کيدو وروسته ورباندي لګيدلي دي.

که يې نور هر څه ومنو چې چپلکونه وه, ستونزه وه او نوموړی نه خبريده، نو دا خو قطعاً د منلو نه ده چې ولسمشر په ارګ کې هم له شته اخلاقي او مالي فساد څخه ناخبره وه. هغه په هرڅه باندې خبر شو. سلاکارانو يې چيغې وکړې او نړيوالو خبري اژانسونو په ارګ کې له شته فساد څخه پرده پورته کړه.

د ارګ سپیڅلتیا چټله شوه. د خلکو کور داسې بدنام شو چې زما قلم ژبه او ګوتې د هغو شرموونکو او ننګونکو کيسو د بيان وس او تاب نه لري.

ولسمشر غني څه فکر کوي چې دغه ملت به د اخلاقي فساد په هکله د نوموړي د پخواني سلاکار جنرال احمدزى تورونه او د بي بي سي راپورونه هير کړي؟

ايا دا هم د چيلک اچونکو پروپاګنډ وه؟ ايا د دغه هېواد په ځانګړې توګه د ارګ تقدس ساتل د نوموړي له دندو څخه نه وه؟ ايا ولسمشر د هغې بدنامي په تړاو د عمل په ډګر کومه ملموسه کړنه راته ښودلاى شي چې له ژمنو سره سره يې د ټاکنيز کمپاين پر مهال د پراخ مالي فساد په تړاو له خبريدو وروسته کړې وې؟

غني خو “حساب غواړو او حساب ورکوو” د ټاکنیز شعار په توګه وکاراوه خو ولس واقعاً حساب غواړي او نوموړی يې يقيناً نه شي ورکولاى.

که نور هم وغږيږو نو د ولسمشرۍ له دوهم ځل لوړې وروسته د غني د ناوړه ناروا مبهمو او مشکوکو کړنو له امله په نوموړي او د هغه په حکومت باندې د ولس د بي باوري کچه تر اسمان پورې ورسېده. غني پخواني مفسدين لانور هم په لوړو پوستونو باندې وګومارل او هغوى يې نور هم ونازول. يوې تلپاتي سولې ته د رسېدو لپاره يې نه يوازي ملى او سياسي اجماع ته د رسيدو لپاره هڅه ونه کړه بلکې ورځ تربلې يې دغه پروسه پيچلې کړه. کله د بندیانو ستونزه کله د استعفأ خبرې او کله د موقت حکومت په هکله مبهم دريځ ولس نور هم ناهيلی کړی دی.

د غني لخوا د يوه داسې مجهول الهويت شخص چې ويل کېږي لبناني او متاسفانه د نوموړي د ميرمنې وراره ده د افغانستان بانک د ريئس په توګه ګومارل او د بانک له پخوانیو چارواکو سره د هغه ناوړه چلن، له هغه وروسته د ځينو رسنيو په حواله د څلور ساعتونو لپاره د افغانستان بانک د برېښنا پرچاوي او د څارنيز سيستم (نظارتي کامرو) له کاره لوېدل او په دغه ټولو جرياناتو باندې د غني او د ارګ مرموزه چوپتيا د ابهاماتو او شکونو ګراف لاهم لوړ کړ او نور دغه ناورین ځپلي ولس او کړيدلي ملت ته د زغم وړ نه ده.

موږ د ملي ګټو د خونديتوب، سمون او بدلون په موخه په مختلفو ډولونو او مختلفو لارو هڅه وکړه خو نتيجه يې ورنه کړه. کيداى شي زموږ په هڅو کې به نيمګړتياوو شتون درلوده، خو زموږ په باور ولسمشر د دوهم ځل ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته ځان مطلق العنان ګڼي او د هيچا، هيڅ ډول مشورو ته غوږ نه نيسي.

حکومت او طالبان بايد پوه شي چې بين الافغاني جګړه قطعاً په هېڅ ډول د منلو وړ حل لاره نه ده. په افغانستان کې د واک د انحصار فارمولا د چلن وړ نه ده. هغوى دې کله هم هڅه نه کوي چې په يوازې سر د نورو خواوو له اغيزمن ګډون پرته حکومت وکړي. په افغانستان کې نه د طالبانو امارتي طرز او نه هم د وارده شوې ډيموکراسي نسخه د چلن وړ ده. د زعامت او واک ته درسېدلو ستونزه د ټاکنو د يو منل شوي سيسټم د رائجولو په صورت کې د حل يوازنئ لاره ده.

اوس چې د غني حکومت د نوموړي د نيمګړتياوو له امله کاواکه شوی . ښه به دا وي چې ولسمشر اوس په واک کې د پاتې کېدو د بيځايه هلو ځلو پرځاى له خپلو متحدينو او د ذيدخله نړيوالو هيوادونو له مشرانو سره د مشورو په پايله کې له طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د يوه ميکانېزم له لارې د موقت حکومت جوړولو ته داسې لاره هواره کړي چې لږترلږه نظام له ړنګون او نسکوريدو څخه خوندي شي او د نوموړي د حکومت د باعزته پای ته رسيدل هم يقيني کړى.

دغه ډول ميکانېزم د افغانستان دننه د ملګرو ملتونو له چتر او د امنيت شورا د پنځو واړو دائمي غړو تر څارنې لاندې د ممثلې لويې جرګې په جوړښت کې تحقق موندلاى شي.

د دغې جرګې د غړيو د غوراوي لپاره يوه لاره داده چې حکومت او طالبان دواړه خواوې په مساوي توګه د ولايتونو، قومونو, سمتونو، قشرونو، جنسيت او ژبو ترمنځ د اړين انډول ساتلو په اساس داسې خلک راولي چې اوسني شرائط تحليل کړاى شي, په حساسيتونو باندې بلديت او د سولې په اهمیت او ضرورت باندې علم ولري.

درېيمه ډله چې همدغه وړتياوې ولري باید د افغانستان له هرې ولسوالۍ څخه يو شخص د سياسي ګوندونو لخوا د غې ممثلې لويې جرګې کې د غړيو په توګه ګډون وکړي. حکومتي لوری د طالبانو اسلامي تحریک او درېيم ځواک د ګوندونو د غړيو شمير برابر، مواصفات يې باید دقيق وکتل شي. هره ډله د موقت ولسمشر د څوکۍ لپاره لس لس اشخاص نوماند او هيڅ ډله خپل نوماند ته رأيه نه ورکوي، بلکې د بلې ډلې نوماند ته ووټ ورکوي. موقت حکومت به د سولې د هوکړې د تطبيق او ازادو ټولټاکنو ته د روڼ تاکنيز سيستم او ټاکنو سرته رسولو دنده ولري. ولسمشر کابينه او واليان به د نوماندۍ حق نه لري.

دغه يوازې يو وړانديز چې سمون او بدلون په کې راتلاى شي.

په اخر کې د لوى اختر د مبارکو ورځو په مناسبت د طالبانو له خوا درې ورځني اوربند په نيک شګون نيسو او له رب الجليل څخه رموږ په هیواد کې د تلپاتې سولې لپاره لاسونه لپه کوم.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه