ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سولې روانې خبرې چې څو ورځې کيږي په قطر کې پيل شوې دي، عام ولس يې د تل پاتې سولې راوستلو لپاره خوشبين کړی دی او هيله لري چې په دې خبرو کې د سولې په برخه کې پرمختګ وشي.

د دې بين الافغاني خبرو په پيل کې هم د زياتو هېواد سفيرانو او استازو چې په حضوري او انلاين ډول يې ګډون لاره، د افغانستان سوله د ټولو هيوادونو لپاره په ګټه وبلله او دا يې د دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره يو ښه چانس وباله.

خو له دې خبرو څخه په لومړيو کې لويه هيله د خلکو او هم د دولت اوربند کول دي چې ټول يې د کولو هیله لري. خلک وايي له اوربند کولو سره د سولې نورو خبرو ته ښه موقع پيدا کېږي تر څو په اعتماد کې خبرې وشي.

خلک داهم وايي چې په اوربند کولو کې د دواړو لوريو اراده څرګندېږي چې سولې ته ژمن دي او دغه کار د ټول ولس له لومړيو ارمانونو څخه هم دی.

له بلې خوا وسلوالو طالبانو د پخوا په څېر خپلو جګړو ته ادامه ورکړې او په بېلابېلو ولايتونو کې پر امنيتي پوستو جګړې، د لويو لارو بندول او ماينونه ايښودل او نور جګړه ايز حرکتونه ترسره کوي او حتی په ځينې ځاونو کې موټر بم او ځانمرګي بريدونه هم ترسره کړی دي.

اوس سوال دا پيدا کېږي که چېرې طالبان په رښتيا سره غواړي د سولې خبرې ښې پرمخ لاړې شي، نو بيا جګړې ته کومه اړتياده او ولې په کې بې ګناه خلک ووژل شي. دوی بايد د دې خبرو د ښه پرمخ بيولو لپاره له جګړې لاس واخلي او يا لږ ترلږه په ښارونو او لويو لارو کې له بريدونو ډډه وکړي.

خو که چېرې د سولې د خبرو سره سره وسلوال جګړه کوي، نو دا د دې معنی لري چې وسلوال طالبان لاهم سولې ته ژمن نه دي او په دغه حالت د سولې روانو خبرو ته هم زيان رسوي. حال دا چې د سولې په راوستو کې افغان دولت د طالبانو ډېری غوښتنې منلې او د دوی ټول بنديان يې خوشې کړي دي.

په پای کې بيا هم په دې تاکيد کېږي چې د سولې بين الافغاني خبرو په جريان کې جګړې ته ادامه ورکول د سولې اراده ترسوال لاندې راولي او تر څو چې اوږد مهاله اوربند ونشي تر هغه به د سولې په خبرو کې شکونه موجود وي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Views: 1

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>عبدالمقصود عزیزي په لوګر کې د پژواک خبریال دی.</p>

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.