ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

ولسمشر: دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

author avatar
5 Jul 2021 - 19:49
ولسمشر: دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي
author avatar
5 Jul 2021 - 19:49

کابل (پژواک ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۰): ولسمشر غني وايي، انجیوګانې او بهرنۍ مرستندویه موسسې دې د دولت د لومړیتوبونو په چوکاټ کې د روښانه اصولو پر اساس خدمتونه وړاندې کړي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ له وچکالۍ سره د مبارزې او کورنیو بېځایه شویو ته د رسیدګي په اړه غونډه نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه.

سرچينه زياتوي، په پیل کې، د چارو ادارې لوی رئیس، طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د کلیو او پراختیا، د کرنې او مالدارۍ، د عامې روغتیا او مالیې وزارتونو مسوولینو او د سیمه ییزو ارګانونونو خپلواکې ادارې استازي خپل راپورونه وړاندې کړل.

سرچينه کاږي، ولسمشر د راپورونواو معلوماتو تر اورېدو وروسته وویل، باید په ټول هیواد کې کورنیو بېځایه شویو او وچکالۍ ځپلو ته متوازنې مرستې او خدمتونه برابر شي. انجیوګانې او بهرنۍ مرستندویه موسسې دې د دولت د لومړیتوبونو په چوکاټ کې د روښانه اصولو پر اساس خدمتونه وړاندې کړي.

همداراز ولسمشر غني یادو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې روغتونونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي او دولتي مامورینو ته یې په قسطونو د کورونو د وېش پروسې پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د هیواد جمهور رئیس د غونډې په پای کې د حکومتولۍ پر ډیجیټلي کېدو او د اداري فساد پر وړاندې پر اغېزناکې مبارزې د ټینګار ترڅنګ وویل، دولت له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیولي دي.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.