محمودراقي (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰): د کاپیسا د امنیه قومانداني د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال د ۱۴طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي، خو طالبان وایي چې په دغو عملیاتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالشایق شورش وویل چې تېره شپه امنیتي ځواکونو د تګاب ولسوالۍ په سوېل برخه کې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په ترڅ کې ۱۴طالب وسله وال وژلي او د هغوی ۵هاموې ټانکونه یې ویجاړ کړي دي.
د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجي وویل چې په دغو عملیاتو کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۱۴طالب وسله وال وژل شوي او ۱۷نور ټپیان دي.
د نوموړي په خبره، په دغو عملیاتو کې د طالبانو درې ټانکونه چې مخکې یې په تګاب کې نیولي وو، له منځه وړي دي.
دواړو سرچینو وویل چې په دغو عملیاتو کې امنیتي سرتېرو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
خو طالبان وایي چې دولتي ځواکونو په تګاب کې چاپه وهلې چې له امله یې څلور ملکي وګړي وژل شوي، څلور ټپیان او دغه راز څلور کورنه ویجاړ شوي دي.
Views: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن